پامپیو: ډاډه یو چې ایران خپل اټمي پروګرام بیا نهپیلوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، ډاډه دی چې ایران به خپل اټمي پروګرام بیا پیل نهکړي. ښاغلي پامپیو دا خبرې پرون داسې وخت وکړې چې واشنګټن د تازه بندیزونو یوه لړۍ چې تر ټولو پراخه بلل شوې د ایران په تېلو او مالي چارو جاري کوي. امریکا د روان میلادي کال په مې میاشت کې له ایران سره د پنځه جمع یو اټمي قدرتونو له موافقې ووت او د بندیزونو د بیا پیل هوډ یې وکړ. امریکا وایي، تهران د بشار الاسد د رژيم په ملاتړ او ځینو نورو ورانکاریو د دې موافقې اصلیت تر پښو لاندې کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د «سي. Читать дальше...