د اشي هارا کاراتې افغان لوبډله د قزاقستان په سیالیو کې ګډون کوي
د افغانستان د اشي هارا کاراتې ملي لوبډله سبا په قزاقستان کې د نړیوالو لوبو په شپږم پړاو سیالیو کې ګډون کوي. دا لوبې چې سبا پیلېږي درې ورځې به دوام وکړي. د بدني روزنې او سپورټ او د المپيک د ملي کمېټې رئيس ډاکتر حفيظالله ولي رحيمي په دغو نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبغاړو د بریا غوښتنه وکړه او هیلهیې څرګنده کړه چې افغان لوبغاړي په ډک لاس هېواد ته ستانه شي. په دغو سیالیو کې چې په قزاقستان کې جوړېږي د نړۍ له ۳۰ څخه ډېر هېوادونه پهکې ګډون کوي.