جرمني د کابل له پولیسو سره د زر زغره لرونکو واسکټونو مرسته کړې
د جرمني حکومت د کابل له پولیسو سره د ۱۰۰۰ زغره لرونکو واسکټونو مرسته کړې ده. د کابل امنیه قوماندان جنرال سید محمد روشندل ازادي راډیو ته وویل، دا زغره لرونکي واسکټونه پرون دوی ته وسپارل شول. ښاغلي روشندل زیاته کړه: "دوست هېواد جرمني موږ ته زر واسکټونه چې په تظاهراتو کې به پولیس استفاده ترې کوي مرسته کړې ده." جنرال روشندل د جرمني دا مرسته د کابل د پولیسو د ساتنې لپاره خورا اغېزمنه بولي او وايي چې د عامه امن او نظم پولیس او د چټک غبرګون د قطعو سرتېري به له هغو څخه کار واخلي.