د دایکنډي په کجران ولسوالۍ کې جګړې ۶ پولیس وژلي
په دایکنډي ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې ۶ پولیس وژل شوي دي. د دایکنډي د والي ویاند علي اکبر ناطقي نن ازادي راډیو ته وویل، طالبانو ته هم پهدې جګړه کې چې د کجران ولسوالۍ په صوف او تنګي سیمه کې پرون شوې ده، تلفات اوښتي دي. کجران د دایکنډي ولایت ناامنه ولسوالۍ بلل کېږي.