Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2018

Новости за 28.11.2018

ولسمشر غني په جنیوا کې: د فساد په برخه کې مبارزه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه د جنیوا اصلي غونډه نن پیل شوه. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په‌دې غونډه کې د وینا پر مهال په افغانستان کې په ترسره شویو اصلاحاتو ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې لاهم دغه اصلاحات روان دي. ولسمشر غني وایي، د فساد په برخه کې مبارزه‌یې روانه ده او په‌دې ترڅ کې د ده په خبره د لوړپوړو چارواکو په ګډون په فساد تورن کسان محاکمه شوي دي. ښاغلي غني د اقتصادي ودې په برخه کې د عوایدو د ډېرېدو خبره وکړه او زیاته‌یې کړه: "سږ کال د خصوصي سکټور د پانګونې لپاره د شرایطو سموالی تأیید شوی دی.... Читать дальше...

افغان لوبغاړي د سنوکر په نړیوالو سیالیو کې دوهم مقام خپل کړ

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبغاړی صالح محمد محمدي د سنوکر په نړېوالو سیالیو کې د ۳۲ هېوادونو په منځ کې دوهم مقام خپل کړ. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د میانمار په کوربه‌توب د دوو اوونیو لپاره ترسره شوې. دا لومړی ځل دی چې د سنوکر یو افغان لوبغاړی په نړیوالو سیالیو کې دوهم مقام خپلوي.



پکتیا کې د جلغوزیو ځنګلونو د بیا احیا لپاره هڅې ګړندۍ شوي

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې د جلغوزیو ځنګلونو د بیا احیا لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي. د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې دوی په‌دې ولایت کې د جلغوزیو د ځنګلونو د بیا احیا لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي. د یاد ریاست چارواکي وایي چې په‌دې ولایت کې د جلغوزیو د ځنګلونو د بیا احیا لپاره د دې ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په منډهیر قوریه کې په پلاستیکي کڅوړو کې ۲۰ زره جلغوزي کرلي دي چې وروسته بیا د دې ولایت د جلغوزیو ځنګلونو د بیا احیا په پار ورڅخه ګټه پورته کېږي. پکتيا د افغانستان د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو... Читать дальше...

افغان ولسمشر افغان او نړیوال پانګه‌وال پانګونې ته وهڅول

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان او نړیوال پانګه‌وال په افغانستان کې ګڼو فرصتونو ته په کتو په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅول او هغوی ته‌یې ډاډ ورکړ چې حکومت به د دوی د پانګونو د خوندیتوب په ګډون ټولې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي. د جمهوري ریاست د وېب‌پاڼې د معلوماتو پر اساس، محمد اشرف غني دا خبرې تېره ورځ له غرمې مخکې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر کې د خصوصي سکټور استازو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړې. جمهور رئیس غني د خپلې وینا پر مهال په افغانستان کې د کانونو، برښنا، کرنې او نورو... Читать дальше...



په اروپا کې نږدې ۱۶۰ زره کسان په «HIV» وایروس اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

په اروپا کې پروسږکال نږدې یو لک او ۶۰ زره کسان په «اېچ. ای. وي» وایروس مبتلا شوي. د اروپا روغتیايي ادارو ویلي، د دغو تشخیص شویو پېښو درې پر څلورمه برخه په اوکراین او روسیه کې ثبت شوي. په «اېچ. ای. وي» وایروس اخته کسان اېډز ناروغي نیسي. د وروستیو کلونو په نسبت د اروپا د سیمې په ۵۳ هېوادونو کې په «اېچ. ای. وي» د اخته کسانو شمېر کم ښودل شوی، خو روغتیايي چارواکو ویلي په اکثرو مواردو کې هغه وخت ناروغ تشخیص شوی چې ډېر وخت پرې تېر شوی وي. په راپور کې راغلي د «اېچ. ای. وي» وایروس اکثره پېښې په روسیه،... Читать дальше...

په اروپا کې نېږدې ۱۶۰ زره کسان په «HIV» وایروس اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

په اروپا کې پروسږکال نېږدې یو لک او شپېته زره کسان په «اېچ.ای.وي» وایروس مبتلا شوي. د اروپا روغتیايي ادارو ویلي، د دغو تشخیص شوېو پېښو درې پر څلورمه برخه په اوکراین او روسیه کې ثبت شوي. په «اېچ.ای.وي» وایروس اخته کسان ایډز ناروغي نیسي. د وروستیو کلونو په نسبت د اروپا د سیمې په ۵۳ هېوادونو کې په «اېچ.ای.وي» د اخته کسانو شمېر کم ښودل شوی خو روغتیايي چارواکو ویلي په اکثرو مواردو کې هغه وخت ناروغ تشخیص شوی چې ډېر وخت پرې تېر شوی وي. په رپوټ کې راغلي د «اېچ.ای.وي» وایروس اکثره پېښې په روسیه، اوکراین... Читать дальше...

ټرمپ ښايي له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره لیدنه لغوه کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ښايي د روسیې له‌خوا د اوکرایني کښتۍ چلوونکو د نیولو پر سر له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره لیدنه لغوه کړي. ټرمپ له واشنګټن پوسټ سره په یوه مرکه کې چې پرون ناوخته خپره شوې دې خبرې ته اشاره کړې ده. له دې مخکې تمه وه چې ډونالد ترمپ له ولادمیر پوتین سره په ارجنټاین کې د جي شل هېوادونو په سرمشریزه کې وګوري. د جي شل سرمشریزه د نومبر په ۳۰مه د ارجنټاین په بونیس ایرس ښار کې جوړېږي. د نومبر په ۲۵مه د روسیې پوځ د اوکراین د سمندري پوځیانو درې بېړۍ سره له کښتۍ چلوونکو ونیولې. Читать дальше...

امریکا: ۶روسان او ۲ قزاقان په انټرنیټي جعل کاریو کې لاس لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا عدلیې وزارت په شپږو روسانو او دوو قزاقانو تور پورې کړی چې په انټرنیټي جعل کاریو او غلاوو کې لاس لري. عدلیې وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي، دغه کسان ښایي د هغو انلاین جعلي اعلانونو تر شا لاس ولري چې له امله یې ځینو کمپینو ته په میلیونونه ډالره تاوان رسیدلی. د بیان له مخې له نیولو شویو نه دوو کسانو له ۲۰۱۵ میلادي کاله د جعلي اعلانونو یوه شبکه فعاله کړې وه چې ځینو کمپنیو ته یې تر ۲۹ میلیونو ډالرو زیات تاوان اړولی دی. له تورنو شوېو اتو کسانو یوازې درې تنه تر اوسه نیول شوي دي. د امریکا... Читать дальше...

ټرمپ ښايي له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره لیدنه لغوه کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ښايي د روسیې له‌خوا د اوکرایني کښتۍ چلوونکو د نیولو پر سر له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره لیدنه لغوه کړي. ټرمپ له واشنګټن پوسټ سره په یوه مرکه کې چې پرون ناوخته خپره شوې دې خبرې ته اشاره کړې ده. له دې مخکې تمه وه چې ډونالډ ترمپ له ولادمیر پوتین سره په ارجنټاین کې د جي شل هېوادونو په سرمشریزه کې وګوري. د جي شل سرمشریزه د نوومبر په ۳۰مه د ارجنټاین په بونیس ایرس ښار کې جوړېږي. د نوومبر په پنځه ویشتمه د روسیې پوځ د اوکراین د سمندري پوځیانو درې بیړۍ سره له کشتۍ چلوونکو ونیولې. Читать дальше...

امریکا: ۶ روسان او ۲ قزاقان په انټرنټي جعل‌کاریو کې لاس لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا عدلیې وزارت په شپږو روسانو او دوو قزاقانو تور پورې کړی چې په انټرنټي جعل‌کاریو او غلاوو کې لاس لري. عدلیې وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي، دغه کسان ښایي د هغو انلاین جعلي اعلانونو تر شا لاس ولري چې له امله‌یې ځینو کمپنیو ته په میلیونونه ډالره تاوان رسېدلی. د بیان له مخې له نیول شویو نه دوو کسانو له ۲۰۱۵ میلادي کاله د جعلي اعلانونو یوه شبکه فعاله کړې وه چې ځینو کمپنیو ته‌یې تر ۲۹ میلیونو ډالرو زیات تاوان اړولی دی. له تورنو شویو اتو کسانو یوازې درې تنه تر اوسه نیول شوي دي. د امریکا... Читать дальше...

د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس اصلي غونډه نن جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان په اړه د جنیوا اصلي ناسته ترسره کېږي. په دې ناسته کې چې د افغانستان په وخت د غرمې په ۱۲ نیمو بجو پیلېږي تمه ده افغان حکومت د خپلو لاسته راوړنو رپوټ نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي. حکومت تمه ښودلې چې وکولای شي د راتلونکو دوو کلونو په مخه د نړیوالې ټولنې مرستې جلب کړي. افغان ولسمشر اشرف غني به د غونډې پرانېستونکې وینا وکړي او ورپسې به د مالیې وزیر همایون قیومي د حکومت له‌خوا د رامنځته شوېو اصلاحاتو او لاسته راوړنو معلومات وړاندې کړي. د افغان سولې په اړه هم په نننۍ غونډه کې بحث کېږي. Читать дальше...

یونېسف: د وچکالۍ له امله په هرات او بادغیس کې ۱۶۱ ماشومان پلورل شوي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې یوازې د افغانستان په دوو وچکالۍ ځپلو ولایتونو هرات او بادغیس کې ۱۶۱ ماشومان چې له یوې میاشتې تر ۱۶ کلنۍ پورې عمرونه‌یې لرل پلورل شوي دي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونېسف ویاندې الیسن پارکر پرون سې شنبه جنیوا کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې ماشومان له خطرناک وضعیت سره مخ دي. مېرمن پارکر وايي، د جولای څخه تر اکټوبر پورې سروې کې ښودل شوې دا ماشومان، د دې لپاره چې پلرونه او کورنۍ یې له پورونو ځان خلاص کړي، د چا په نوم شوي، واده شوي او یا پلورل شوي. Читать дальше...

یونیسف: د وچکالی له امله په هرات او بادغیس کې ۱۶۱ ماشومان پلورل شوي

Pa.azadiradio.com 

ملګرې ملتونه وايي، په تېرو څلور میاشتو کې یوازې د افغانستان په دوو وچکالي ځپلو ولایتونو هرات او بادغیس کې ۱۶۱ ماشومان چې له یوې میاشتې تر ۱۶ کلنۍ پورې عمرونه یې لرل پلورل شوي دي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونېسف ویاندې الیسن پارکر پرون سې شنبه جنیوا کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې ماشومان له خطرناک وضعیت سره مخ دي. مېرمن پارکر وايي، د جولای څخه تر اکټوبر پورې سروې کې ښودل شوې دا ماشومان، د دې لپاره چې پلرونه او کورنۍ یې له پورونو ځان خلاص کړي؛ د چا په نوم شوې، واده شوې او یا پلورل شوي. Читать дальше...

کمېسیون په تخار او خوست کې د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سې شنبې په ماښام په تخار او خوست کې د ترسره شوېو پارلماني انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړل. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د تخار په ولایت کې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې دې کسانو تر نورو ډیرې رأیې ترلاسه کړي دي: «عبدالله بېک ۱۳۷۶۳ رأیې-رئیس عبدالباقي ملک زاده ۸۴۸۴ رأیې-محمد عالم ساعي ۷۷۶۹ رأیې- انجنیر امیر محمد خاکسار ۶۹۸۵ رأیې- ډاکتر سید اشرف الدین عیني ۶۸۸۱ رأیې- غلام سرور سعادت ۶۸۵۱ رأیې- ډاکټر حمید الدین یولداش ۶۳۶۹ رأیې-حبیبه دانش... Читать дальше...

صیاد: د جمهوري ریاست د انتخاباتو مهالوېش نن اعلانېږي

Pa.azadiradio.com 

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو او د غزني د پارلماني انتخاباتو تقویم «مهال‌وېش» یې نهايي کړی دی او نن به یې اعلان کړي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسون رئیس عبدالبدیع صیاد د سې شنبې په ماښام خبریالانو ته وویل، د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره چې د ترسره کېدو نېټه یې لا دمخه د حمل د میاشتې ۳۱مه نېټه اعلان شوې تقویم «د بېلابېلو مرحلو مهال‌ویش» چمتو شوی او نن چهارشنبه به د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په یوې علني غونډه کې تصویب شي. نوموړې وویل چې د غزني پارلماني انتخابات به هم د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره یو ځای ترسره شي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

"Как в раю": Джиган и Самойлова исполнили мечту знаменитой "диско-бабушки" из Коми





Rss.plus
Дима Билан

Анна Asti и Дима Билан стали лучшими исполнителями по версии премии МУЗ-ТВ




Подготовку к отопительному сезону завершат в Чехове к 1 сентября

«Руки вроде помнят»: Костомаров показал свою тренировку по боксу

Только один шанс! «Мурзилки Live» вручили Filatov & Karas золотую тарелку МУЗ-ТВ

«Большая семерка» распорядится деньгами России




د ایران په ګلستان ولایت کې یو سُني دیني عالم په ډزو وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران په ګلستان ولایت کې یو سُني دیني عالم په ډزو وژل شوی دی. ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د رضا اباد سیمې د جامع جومات امام عبدالغفور جمالزی د سې شنبې په سهار په ‌ډزو وژل شوی دی. د ایرنا خبري اژانس وايي، جمالزی په اصل کې بلوچ و او څلور مرمۍ په ملا لګیدلی چې ساه یې ورکړې ده. ایراني چارواکو ویلي، تر اوسه د دې وژنې انګېزه نه‌ده څرګنده. د ایران د یو اتیا میلیونو نفوس په سلو کې لس وګړي سُنیان دي.



Москва

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о новом вольере для снежных барсов в Московском зоопарке



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Николай Фоменко

Актер Фоменко наградил миллионного зрителя мюзикла "Ничего не бойся, я с тобой"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Москве вручили премию МУЗ-ТВ — 2024

Баскетболисты пойдут кругами // Единая лига ВТБ пересмотрела формат проведения чемпионата

Московские школьники завоевали четыре медали на престижной Международной олимпиаде


WTA

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

Virtual Luck: Exploring Vavada Casino



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России