د کندهار په معروف کې د جګړې په نتيجه کې ١٣ وسله وال وژل شوي
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د وسله والې جګړې په نتيجه کې ١٣ وسله وال وژل شوي دي. چارواکي وايي چې دغه جګړه تېره شپه د معروف ولسوالۍ په نادرخان سيمه کې شوې ده. د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل: "د پوليسو او د دښمن ترمنځ مخامخ جګړه شوې چې دښمن ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده چې ١٣ تنه يې وژل شوي او ٩ تنه يې ټپيان شوي دي." ښاغلى بارکزى وايي چې په دې جګړه کې پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.