ازبکستان کې تر۱۰ زیاتو د وېبسایټونو فعالیت بېرته پیل شوی
د ازبکستان د اطلاعاتو او ډلهییزو ارتباطاتو ادارې مشر وایي، پهدغه هېواد کې تر لسو زیاتو د خبري او د بشري حقونو وېبسایټونو فعالیت بېرته پیل شوی دی. کامل عالم جانوف د جمعې په ورځ په فېسبوک کې لیکلي: مشخص تخنیکي مسایل حل شوي او خلک کولای شي بيا دغه وېبسایټونه وګوري. په ازبکستان کې ځینې وېبسایټونه له ۲۰۰۴میلادي کال راهیسې بند یا بلاک وو. عالم جانوف ویلي پهدغو وېبسایټونو کې چې فعالیت ته یې بیا اجازه ورکړل شوې، د بي بي سي ازبکۍ څانګه، امریکا غږ، دویچه ویله، یوروشیانیټ، اسیا تیرا او نورې معلوماتي پاڼې شاملې دي. Читать дальше...