افغانستان کې د کرونا وایروس یوه مثبته پېښه ثبت شوه
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز نن دوشنبه «۱۳۹۸ کال د کب ۰۵» په یوې خبري غونډه کې په افغانستان کې د کرونا وایروس لومړنۍ پېښه تأیید کړه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز نن دوشنبه «۱۳۹۸ کال د کب ۰۵» په یوې خبري غونډه کې په افغانستان کې د کرونا وایروس لومړنۍ پېښه تأیید کړه.
پاکستاني چارواکو د کورونا وایرس له وجې د ایران سره خپلې پولې تړلي چې له وجې یې دواړو غاړو ته زرګونه کسان بند پاتې شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي په روان کال کې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ د مالدارۍ سکټور بودجې ته وراضافه شوې دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې تېر کال ۱۰۰ میلیونه افغانۍ د حیواني روغتیايي ریاست او مالدارۍ خدماتو لپاره ځانګړې شوې وې، خو سږ کال دې برخې ته ۲۰۰ میلیونه افغانۍ منظور شوې دي. نوموړي زیاته کړه، دا اندازه بودجه د وړو ژویو، د کبانو د روزنې اود لبنیاتو د پروسس او تولید طرحو لپاره ځانګړې شوې ده. د دغه وزارت مسؤلین وایي چې دا مهال د افغانستان د اړتیا وړ ډېره برخه لبني محصولات... Читать дальше...
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په نږدې راتلونکي کې به د مرمرو او تراورتین قیمتي ډبرو دوه سترو پروژو تړونونه لاسلیک شي. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه دوه سترې پروژې له کابینې تأیید شوي او نږدې راتلونکي که بهیې په ننګرهار، کونړ او پروان ولایتونو کې تړونونه لاسلیک شي. هغه زیاتوي: "دغه دوه تړونونه به ډېر ژر وشي، په دې سره به په دې درې ولایتونو کې شااوخوا ۱۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي." د ښاغلي مطفي په خبره، د دغو پروژو هرې یوې د پانګونې لګښت ۰،۹ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.
د سرمقالې لیکوال لیکلي، د تاوتریخوالي له کمښت نه د خلکو دغه هرکلی ښيي چې د افغانستان خلک له وژنو ستړي دي او ستره هیلهیې د جګړې پای دی.
د فبرورۍ پر ۲۴مه هم د لواړګي په چروازګۍ کې د یوه ځوان د وژنې ضد احتجاجي پرلت روان وو. د ۲۲ کلن عدنان شینواري پلار اسماعیل شینواری وايي، زوی یې درې میاشتې مخکې امنیتي ځواکونو نیولی وو، د جمعې پر ورځ یې وژلی او د فبرورۍ پر ۲۲مه یې مړی وروسپاره. د خیبر سیاسي اتحاد د شینواري د وژنې د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې. پرلتوالو د تورخم او پېښور لویه لار تړلې. د پېښور د پولیسو د ترهګرۍ مخنیوي څانګې د فبرورۍ پر ۲۲مه وویل چې عدنان شینواری یې پر جمعه، شپې مهال، په رېګي سیمه کې له څلورو نورو وسله والو سره یو ځای وژلی. Читать дальше...
د لاس انجلس ټایمز په لیکنه که دغه ازموینه نتیجه ورکړي په پام کې ده په پایله کې یې د فبرورۍ په ۲۹مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یوه موافقه لاسلیک شي چې هغه به د سولې د بینالافغاني پراخو خبرو پیلېدو ته لاره پرانیزي.
د اسرائیل پوځ ویلي فلسطیني تُندلارو پرون د اسرائیل پر جنوب شااوخوا ۲۰ راکټونه توغولي دي. د اسرائیل پوځ زیاته کړې تُندلارو وروسته له هغه دا کار کړی چې سرتېرو یې د اسرائیل غزې سرحدي دېوال ته نږدې یو مشکوک کس چې غوښتلیې بم کېږدي، هدف وګرځاوه. پرته له دې چې د فلسطیني تُندلارو لهخوا د توغول شویو راکټونو له امله د مرګژوبلو جزئیات خپور شي د اسرائیل پوځ ویلي چې ۱۰ راکټونهیې په هوا کې د راکټ ضد سیستم په واسطه شنډ کړي دي. دا په وروستیو څو میاشتو کې د اسرائیل په خاوره تر ټولو سختې حملې یادې شوي.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیناوش جهانپور پرون د دغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې په کرونا وایروس باندې د اخته خلکو شمېر په ایران کې ۴۳ ته رسېدلی او په ۷۹۰ تنو نورو کسانو شک دی چې وایروس به نیولي وي.
د ایران په پارلماني ټاکنو کې د تهران د برخې ۳۰ واړه څوکۍ تُندلارو کاندیدانو ګټلې دي. د ایران د ۲۹۰ پارلماني څوکیو ټاکنې جمعه وشوې چې پهکې اکثر کاندیدان د رژیم په تېره بیا د ایران د رهبر ایتالله علي خامنهاي له ملاتړ برخهمن و. د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا فضلي پرون وویل د هغو خلکو له ډلې چې د رأی ورکولو په شرایطو برابر و ۴۳ فیصدو یې رایه ورکړې او دا له اسلامي انقلاب ۱۹۷۹ راوروسته په ټاکنو کې د خلکو تر ټولو کم ګډون و. فضلي د ایران شته ستونزو ته په پام په ټاکنو کې بیا هم د خلکو ګډون مناسب وباله. Читать дальше...
ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د فبرورۍ ۲۳» مخکې له دې چې هند ته خپل سفر پيل کړي د ګڼو نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د وضعیت په اړه هم د ځینو خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
له چین بهر د کرونا وایروس له امله د وژل شویو کسانو تر ټولو لوړ شمېر په ایران کې ثبت شوی. اته ایرانیان د دې وایروس له لاسه مړه شوي. د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور پرون د دغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې په کرونا وایروس باندې د اخته خلکو شمېر په ایران کې ۴۳ ته رسېدلی او په ۷۹۰ تنو نورو کسانو شک دی چې وایروس به نیولي وي. په ایران کې د کرونا وایروس د پېښو په زیاتېدو د دغه هېواد لیرې او نږدې ګاونډیانو د خلکو په تګ راتګ بندیزونه لګولي. افغانستان، پاکستان، ارمنستان له ایران سره خپلې... Читать дальше...
افغان چارواکي وايي چې تر اوسه په افغانستان کې د کرونا وایروس هېڅ مثبته پېښه نهده ثبت شوې. دا خبره د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل بېګا شپه ناوخته په خپل ټویټر لیکلې. تر دې مخکې پرون د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې په کرونا وایروس د مشکوکو اخته درېیو کسانو د وینو سمپلونهیې له هراته کابل ته انتقال کړي او څېړنې پرې کوي. د هرات سیمهییز چارواکو ویلي چې د ایران له قُم ښاره ورستانه شوي ۳۶ کسانیې قرنطین کړي دي. د افغانستان د ملي امنیت شورا له ایرانه د کرونا وایروس د ورتګ د مخنیوي لپاره موقتاً... Читать дальше...
د اسلامي همکارۍ سازمان "او ای سي" په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت له پیله هرکلی کړی دی. د دغه سازمان په اعلامیه کې چې پرون یکشنبه خپره شوې راغلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت موافقه چې د افغان حکومت په مشوره شوې په افغانستان کې به د با ثباته سولې د راتلو لپاره لار هواره کړي. د اسلامي همکارۍ سازمان سکرتر جنرال ډاکتر یوسف بن احمد العثیمین ویلي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره هرې ممکنه مرستې ته چمتو دی. د دغه سازمان په نوښت تېر ۲۰۱۹ او وړم ۲۰۱۸ میلادي کال د سعودي عربستان... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي که د تاوتریخوالي د کمښت موده سمه کار ورکړي له طالبانو سره به تړون لاسلیک شي. هغه ویلي خپل نوم به د دې تړون لاندې ولیکي. ټرمپ یکشنبه هند ته تر سفر مخکې د ګڼو نورو موضوعګانو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې او له طالبانو سره د تړون یادونهیې وکړه. ښاغلي ټرمپ وویل چې طالبان له جګړو ستړي دي، تړون غواړي او امریکا هم د تړون په لټه کې ده. د تاوتریخوالي د کمښت ۷ ورځنۍ پروسه له شنبې پيل شوې او ننیې درېیمه ورځ ده. طالبانو ژمنه کړې چې په دې موده کې خپل بریدونه د پام وړ کموي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости