د افغانستان دفاع وزارت: کندهار کې هوايي برید ۱۵ وسلهوال طالبان ووژل
د افغانستان دفاع وزارت وایي، هوایي ځواکونو یې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې پر طالبانو هدفي برید کړی دی. د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، په دغه برید کې چې پرون ( شنبه) شوی، د طالبانو ۱۵ غړي وژل شوي دي. دفاع وزارت رسنیو ته د همدې برید یوه وېډیو هم لېږلې چې پر یوه کور له هوایي بریده وروسته شنه لوخړه پهکې معلومېږي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.