Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 14.02.2021

کونړ کې کروندګرو د کوکنارو د کرکېلې بدیل پیدا کړی

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې کروندګرو د کوکنارو کرکېلې پر ځای د باغونو جوړولو ته مخه کړې ده. د دوی په خبره، پخوا به‌يې په ځمکو کې کوکنار کرل چې ګټه‌يې کمه او خواري يې ډېره وه. اوس‌يې چې باغونه جوړ کړي، د کوکنارو له ګټې يې څو چنده فایده زیاته ده. روح‌الله انوري

امریکا له چین 'په کرونا ویروس د لومړنیو اخته شویو کسانو' معلومات غوښتي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان له چین څخه وغوښتل چې په کرونا ویروس د لومړنیو اخته شویو کسانو په اړه معلومات وسپاري.  د روغتیا نړیوال سازمان د هغې ډلې چې تېره میاشت‌یې د کرونا د سرچینې په اړه د څېړنو لپاره چین ته سفر کړی و، یوه غړي ویلي؛ چین د لومړنیو ۱۷۴ تنو په اړه چې په ووهان ښار کې په کرونا ویروس اخته شوي وو، د معلوماتو له ورکولو دډه کړې ده.  د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار په چین کې د کرونا د سرچینې په اړه د روغتیا نړیوال سازمان پر راپور ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له چینايي چارواکو یې غوښتي چې په دې برخه کې معلومات شریک کړي. Читать дальше...

امریکا کې د کرونا ضد څه باندې ۵۰ ملیونه دوزه واکسین وشو

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او وقایې مرکز وايي، تر پرون (شنبې) پورې په دغه هېواد کې د کرونا ضد څه باندې ۵۰ ملیونه دوزه واکسین شوی دی.  د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دې مرکز دا هم ویلي چې تر اوسه څه باندې ۶۹ ملیون دوزه مودرنا او فایزر واکسینونه خلکو ته ورکړل شوي دي.  له دې راپور سره سم، ۳۷ ملیونو امریکایانو تر اوسه یو دوز او څه باندې ۱۳ ملیونو نورو دوهم دوز واکسین کړی دی.  د امریکا ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې د کرونا په کافي اندازه واکسین لري او تر دوبي پورې به ټول امریکایان واکسین شي.



ډونالد ټرمپ له استیضاح کېدو برائت ترلاسه کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ له استیضاح کېدو برائت ترلاسه کړ.  د امریکا سنا جرګې پرون ډونالد ترمپ د بلوا پارولو له توره تبرئه کړ.  د سنا جرګې ۵۷ سناتورانو د ډونالد ټرمپ استیضاح کېدو ته رایې ورکړې، خو ۴۳ نورو د مخکېني ولسمشر له محکومېدو سره مخالفت وکړ.  د جمهوري‌پال ګوند ۷ سناتورانو په دې قضیه کې له ډیموکراتانو سره لاس یو کړ او د ټرمپ محکومیت ته‌یې رایې ورکړې. ټرمپ په هغه صورت کې محکومېدای شوای چې د سنا جرګې له ۱۰۰ استازو څخه ۶۷ هغو یې د ده خلاف رایې کارولې وای. د اقلیت جمهوري‌پال... Читать дальше...

د امریکا سنا جرګې ډونالد ترمپ د بلوا پارولو له توره تبرئه کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا جرګې پرون د دغه هېواد پخوانی ولسمشر ډونالد ترمپ د بلوا پارولو له توره تبرئه کړ.  د سنا جرګې ۵۷ سناتورانو د ډونالد ټرمپ محکومېدو ته رایې ورکړې، خو ۴۳ نورو د پخواني ولسمشر له محکومېدو سره مخالفت وکړ.  د جمهوري‌پال ګوند ۷ سناتورانو په دې قضیه کې له ډیموکراتانو سره لاس یو کړ او د ټرمپ محکومیت ته‌یې رایې ورکړې.  ټرمپ په هغه صورت کې محکومېدای شوای چې د سنا جرګې له ۱۰۰ استازو څخه ۶۷ هغو یې د ده خلاف رایې کارولې وای.

د افغانستان دفاع وزارت: بادغیس کې ۳۰ وسله‌وال طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په بادغیس کې یې د طالبانو د دوو ډلګي مشرانو په ګډون د دغې ډلې ۳۰ غړي وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.  دفاع وزارت تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه کسان د ابکمري ولسوالۍ په څلورو کلیو کې د هغو عملیاتو پر مهال وژل شوي چې د دوی ځمکنیو او هوایي ځواکونو کړي دي.  په خبرپاڼه کې راغلي چې عملیاتو کې د نجیب‌الله او ګل احمد په نوم د طالبانو دوه سرګروپان هم وژل شوي دي.  ابکمري د بادغیس هغه ولسوالۍ ده چې وخت نا وخت ورڅخه د افغان ځواکونو او طالبانو د جګړو راپورونه خپرېږي. Читать дальше...

هلمند کې د هاوان لګېدو د یوې کورنۍ دوه ماشومې نجونې ووژلې

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې ولسي استازي ادعا کوي چې د هاوان د لګېدو له کبله د یوې کورنۍ دوه ماشومې نجونې وژل شوې دي.  د هلمند د ولایتي شورا مشر عطا الله افغان ازادي راډیو ته وویل، پېښه تېره ورځ ناوخته د ناوې ولسوالۍ په ګورګین سیمه کې شوې ده.  ښاغلی افغان زیاتوي: "دغه ماشومان یوه سړک باندې روان و، دلته د ملي اردو یوه قرارګا ده، هغې هاوان غورځولی و چې دغه دوه نجونې او یو هلک درې واړه لګېدلي دي، دوه نجونې په شهادت رسېدلي او یو ماشوم هلک ټپي دی، دوی بیا دغه جسدونه د هلمند ولایت دروازې ته هم راوړل د غور لپاره چې... Читать дальше...

اسلام‌قلعه ګمرک کې اور لګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مالیې وزارت وایي چې په اسلام‌قلعه ګمرک کې اور لګېدنې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.  دغه وزارت تېر ماخوستن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې اور لومړی د یوه ټانکر د اور لګېدو له کبله بل شو چې وروسته‌یې  لمن ټول ګمرک ته ورسېده.  روېټرز خبري اژانس د ځایي چارواکو په حواله ویلي چې د دې سخت اور له کبله شاوخوا ۶۰ تنه ټپیان شوي دي. مالیې وزارت خلکو ته د سر زیان په اړه څه نه‌دي ویلي، خو زیاته کړې ده چې د وزارت د ګمرکاتو د مشرتابه په ریاست یو پلاوی یې هم هرات ته لېږلی چې د پېښې د څرنګوالي او زیانونو په اړه څېړنه وکړي. Читать дальше...



د سلواغې ٢٦مه؛ روسيه د افغان سولې بهیر کې څه ‌‌‌‌‌‌ډول رول لرلی شي؟

Pa.azadiradio.com 

‎د دلوې میاشتې ٢٦مه نېټه له افغانستان نه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو له یو دېرشم کال سره برابره ده چې په ١٣٦٧ کال کې د حیرتانو د دوستۍ پله نه د دغه ځواک د وروستي سرتېري په تېرېدو سره د افغانستان نهه کلن یرغل پای ته ورسېد. ‎د ١٣٦٧ کال په ٢٦مه نېټه له افغانستان نه د شوروي د سلګونه زره ځواکونو د ورستي سرتېري په وتلو سره، د دغه هېواد د تاریخ يو خونړي پړاو ته د پای ټکی کېښودل شو. ‎پخواني شوروي اتحاد په افغانستان له نهه کلن یرغل سره ١٣زره وژل شوي او ٣۵زره ټپیان ورکړل، خو سلګونه زره افغانان يې هم د خپل یرغل قربانیان هم کړل. Читать дальше...

د جاپان فوکو شیما ایالت ۷،۱ ريښتر درجې زلزلې ولړزاوه

Pa.azadiradio.com 

د جاپان د فوکو شیما ایالت په سواحلو کې پرون د ریښتر په کچه ۷،۱ درجه زلزله وشوه. د زلزلې شدت دومره و چې ان د پلازمېنې توکیو ودانۍ یې ولړزولې.  لومړني راپورونه ښيي چې عمده زیانونه نه‌دي اوښتي او د زلزلې له کبله د سونامي خبرداری هم نه‌دی ورکړل شوی.  د جاپان د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې د دغې زلزلې مرکز په شمال ختیځو سواحلو کې ۶۰ کیلو متره په ځمکه کې ژور و.  دا زلزله د ۲۰۱۱ کال د مارچ میاشتې د ۱۱مې زلزلې له ۱۰ کلنۍ څو اوونۍ مخکې کېږي.  هغې زلزلې لویه سونامي رامنځته کړه او د جاپان شمال ختیځ کې یې ډېرې سیمې ویجاړې کړې. Читать дальше...

د اروپا مرکزي بانک پخواني مشر د ایټالیا د نوي صدراعظم په توګه لوړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

ماریو دراګي (Mario Draghi) چې د اروپا د مرکزي بانک پخوانی مشر و، د ایټالیا د نوي حکومت د مشر په توګه لوړه وکړه.  د صدراعظم په توګه د هغه د انتصابېدو هدف دا دی چې د کرونا وبا پر مهال د ایټالیا د یوې میاشتې سیاسي کړکېچ ته پای ورکړي.  د ایټالیا پخوانی حکومت چې مشري یې جوزپه کونتې (Giuseppe Conte) کوله، د اروپایي ټولنې د بودجې د لګښت پر سر له خپل ائتلاف سره د اختلاف له کبله سقوط شو.  ماریو دراګي چې روم کې یې د ګوندونو له استازو سره پراخې خبرې کړې دي، توانېدلی چې د منځلاري چپي ائتلاف او محافظه‌کاره اپوزېسیون ملاتړ خپل کړي.

مسکو د ناپیلیون حمله کې د ځینو وژل شویو پوځیانو پاتې شوني خاورو ته وسپارل

Pa.azadiradio.com 

د یو شمېر فرانسوي او روسي پوځیانو د جسدونو پاته شوني چې په ۱۸۱۲ میلادي کال کې وژل شوي وو، د مسکو په جنوب لوېدیځ ویازمه (Viazma) سیمه کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شول.  په مسکو کې د فرانسې فرهنګي اتشې ایوان مارتین پرون په دې اړه مراسمو کې وویل: "په ۱۸۱۲ کال کې د روسیې د توپخانې اور په ویازمه کې د ناپیلیون د ځواکونو روحیې ته سخته ضربه ورکړه، دا کار د نظم او انضباط د تدریجي تجزیې لامل شو او وحشتناکه پایلې یې درلودې."  د ۱۸۱۲ کال د جون په ۲۴مه ناپیلیون پر روسیې حمله وکړه چې جګړه د هماغه کال تر ډسمبر میاشتې پورې روانه وه. Читать дальше...

فونکه میډیا: د مارچ تر پایه د افغانستان د سولې پروسه نه‌بشپړېږي

Pa.azadiradio.com 

ديپلومات دیپلومات خپرونې په افغانستان کې د هند پر مرستو لیکنه خپره کړې ده. په دې لیکنه کې د هند له لوري په افغانستان کې د یوه بل بند جوړېدو ته په اشارې راغلي، چې هند د اقتصادي او انکشافي پروژو له لارې په افغانستان کې له نورو هېوادونو سره سیالي کوي. په دې لیکنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د کابل په للندر سیمه کې د ۲۳۶ ملیون ډالرو په لګښت د بند د جوړېدو یادونه شوې، چې د کابل ۲ میلیونه او ۲ لکه ښاریانو ته به پاکې او صحي اوبه برابرې کړي. تر دې مخکې هند په هرات کې د سلمان بند جوړ کړ، چې د برښنا د تولید ترڅنګ ډېره کرنیزه مځکه خړوبوي. Читать дальше...

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه؛ په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو برخلیک ټاکل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو دفاع وزیران همدا اوونۍ افغانستان کې د خپل مأموریت په اړه برخلیک ټاکونکې غونډه جوړوي.  غونډه بروکسل کې د وېډیو کنفرانس له لارې د راتلونکې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو جوړېږي او دا پرېکړه په‌کې کېږي چې ناټو دغلته خپل نږدې ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته ورسوي او که نه.  ناټو داسې مهال دا برخلیک ټاکونکې غونډه جوړوي چې لا هم د چارواکو په خبره دغه هېواد کې تاوتریخوالی او جګړې روانې دي.  ټاکل شوې سبا دوشنبه د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د غونډې د څرنګوالي په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.  ناټو دا... Читать дальше...

د ټرمپ د استیضاح د محاکمې غځېدل؛ د امریکا سنا جرګه نور شواهد ارزوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا جرګې پرون د فبرورۍ په ۱۳مه د ډونالد ټرمپ محاکمه په بالقوې توګه وغځوله او دغې محکمې ته‌یې اجازه ورکړه چې شاهدان راوغواړي.  دا په دې معنی ده چې سل سناتوران به چې د استیضاح په محکمه کې د منصفه پلاوي د غړو په توګه فعالیت کوي، د ټرمپ د محکومېدو یا برائت په اړه له رأی اچونې مخکې نور شواهد وارزوي.  دوی به په دې اړه د شاهدانو خبرې واوري چې ډونالد ټرمپ پر کانګرس یرغل کې خپل پلویان هڅولي او که نه.  دا ګام د امریکا په سنا کې د اوونۍ د پای په یوې نادرې غونډه کې پورته شو.  تمه دا وه چې دې... Читать дальше...

د پاکستان سفیر عبدالله ته له افغان سولې د اسلام‌اباد د ملاتړ ډاډ ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، کابل کې د پاکستان سفیر د سولې په چارو کې د خپل هېواد د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی. ښاغلي عبدالله پرون په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره تر لیدو وروسته خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې له نوموړي سره‌یې افغانستان کې د دوامداره سولې په اړه د پاکستان پر رول او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړې دي.  منصور احمد خان هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له ښاغلي عبدالله سره‌یې پر سوکالۍ او د اړیکو په پیاوړتیا خبرې کړې دي.  د پاکستان د بهرنیو چارو... Читать дальше...



Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Соцфонд выдал проактивно 3,2 млн сертификатов на материнский капитал


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл приемное отделение Морозовской детской городской больницы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Борис

Борис Ханчалян посетит мультиформатный фестиваль в честь Дня России




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Турнир по рукопашному бою в Солнечногорске собрал 250 спортсменов

Московские школьники завоевали медали на Азиатской физической олимпиаде

"Евро-Футбол.Ру": "Спартак" летом купит форварда только в случае ухода Соболева


Ролан Гаррос

Испанец Карлос Алькарас выиграл Открытый чемпионат Франции по теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Ролан Гаррос

Свёнтек сравнялась с Шараповой по победам на турнирах Большого шлема



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России