د ترکمنانو د ملاتړ یوه ډله: د عبدالرؤف تر خوشې کېدو مو اعتراضونه دوام لري
د ترکمنانو د ملاتړ یوه ډله وایي، د عبدالرؤف په نوم د تښتول شوي ماشوم د خلاصون لپاره به د دوی اعتراضونه تر هغو دوام ولري چې هغه د انسان تښتوونکو له منګولو خوشې شوی نهوي. د افغانستان د ترکمنانو د ټولنیز حرکت د سازمان رئیس محمد زمان ګونش پرون ازادي راډیو ته وویل چې شاوخوا ۸۰ ورځې یې د تحصن په ګډون په نورو بڼو اعتراضونه وکړل، خو افغان چارواکو یې غوښتنو ته پام ونهکړ، ځکهیې اوس د فاریاب تر اقینه بندره پورې د دې ولایت د څلورو ولسوالیو غځېدلې لویې لارې له تېرې پنجشنبې راهیسې تړلې دي. ښاغلي ګونش... Читать дальше...