روغتیايي کارکوونکي: ارزګان کې ډېری خلک د خوب پر ګولۍ روږدي دي
د روغتیايي کار کوونکو د معلوماتو پر اساس د خوب د ګولیو ډېر کارول زیات زیانونه لري. روغتیايي کارپوهان وايي، د خوب ګولۍ انسان د خولې، پوزې او سږو په سرطان اخته کوي. ارزګان کې روغتیا پالان وايي، دغه ولایت کې د جګړو له امله د هغو کسانو شمېر زیات شوی چې د خوب ګولۍ خوري. ۴۷ کلن محمد رسول د دې ولایت د ترینکوټ ښار په درملتونونو کې د خوب هغه ګولۍ لټوي چې تر ټولو قوي وي. دی وايي، له تېرو ۵ کلونو راهیسې کله چې د ترینکوټ ښار شااوخوا سیمو کې جګړو زور واخېست او دی له خپلې سیمې بې ځایه شو، د خوب ګولیو ته يې مخه کړه. Читать дальше...