Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 20.02.2021

ښځې تاڼو ته له تلو ډارېږي: شهناز

Mashaalradio.com 

د سوات شهناز وايي چې د ښځو ستونزو هواري لپاره په پوليس کې نوکري کوي. له دې سره چې د سوات په زياتره تاڼو کې يو يا دوه ښځينه پوليس د ښځو د اسانتيا لپاره موجودې دي خو بیا هم ښځې تاڼو ته له تلو ډارېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

چارواکي: بلوچستان کې ۵ پاکستاني ملېشه سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي د پاکستان په بلوچستان کې د لږ تر لږه پنځه پاکستاني ملېشه سرتېرو د وژلو خبر ورکوي.  یوه امنیتي مسوول پرته له دې چې خپل نوم واخلي، د پنجشنبې په ماښام وویل چې یو ملېشه په مرکز کوټه کې د چاودنې پر مهال ووژل شو  او یو ټپي شو. تردې مخکې د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې د کاهان په سیمه کې د وسله والو په برید کې د ملېشه وو څلور سرتیرې ووژل شول.  کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.  په بلوچستان کې بیلتون غوښتونکي بلوچان له دوه زره څلورم کال راهیسې د حکومت پرضد بریدونه پيل کړي دي.

د ناوالنۍ د استېناف غوښتنې لپاره مسکو کې د محکمې غونډه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ د استېناف غوښتنې لپاره به نن شنبه (د کب ۲مه) د محکمې غونډه په مسکو کې جوړه شي.  ناوالنۍ تورن دی چې په جرمني کې یې د درملنې پر مهال له زندانه د مشروطې ازادۍ شرایط تر پښو لاندې کړې دي.  پر ده دا تور هم دی چې د نړیوالې دوهمې جګړې پر یوه سرتیري یې تور پورې کړی دی.  ناوالنۍ تیره میاشت هغه وخت په مسکو کې ونیول شو چې له  جرمني خپل هېواد ته ستون شو.  دی وایي چې پر ده لګیدلي تورونه سیاسي انګېزه لري.



انتوني بلېنکن طالبانو سره د شوي تړون پر بیا کتنې ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو  وزیر انتوني بلېنکن د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د شوي تړون پر بیا کتنه ټینګار وکړ.  ښاغلي بلېنکن پرون بي بي سي ته په دې اړه وویل: "موږ دې ته اړتیا لرو چې د متحد ایالتونو او طالبانو ترمنځ موافقې په دقت بیا وارزوو او څه چې مو  له افغان حکومت سره کړي دي.  خو  په دې  پوهېږو او لومړنۍ ارزونې مو دا دي چې موږ او نورو ته دا ډېره مهمه ده چې پر بېلابېلو اړخونو فشار راولو، څو هغه ژمنې عملي کړي چې کړې یې دي. د طالبانو په برخه کې، دوی... Читать дальше...

ویسا: د افغانستان اقتصادي څرخ په ټپه دریدلی او د سقوط ګواښ سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې ټینګار کړی چې وسله وال طالبان باید له فرصته ګټه واخلي او بېرته د خبرو میز ته وګرځي. وړاندې سرمقاله کې راغلي، که څه هم د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مسئلې وروستۍ پرېکړه ونه شوه، خو ليکل شوي چې په دې اړه به د ناټو د غړیو هېوادونو تر سلا مشورو وروسته تصمیم ونیول شي. د لیکوال په اند نړېواله ټولنه هیله منه ده چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو سره بېرته د سولې مذاکرې ته راستانه او بیا ځلي خبرې پیل شي . ورځپاڼې ټینګار کړی، که وسله... Читать дальше...

کابل پولیس: دوو چاودنو ۲ تنه وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

‏په کابل کې نن شنبه (د کب ۲مه) سهار دوو چاودنو دوه تنه ووژل او دوه تنه نور یې ټپيان کړل.  پولیس وایي، د اتو بجو خوا ته د شپږمې ناحیې مربوط د دارالامان پر سړک پر یوه کرولا موټر د ماین چاودنه وشوه چې دوه تنه په کې ټپیان شول.  تر دې پیښې نژدې پنځلس دقیقې وروسته د څلورمې ناحیې اړوند د کارتې پروان په سیمه کې پر یوه کرولا موټر د ماین چاودنه وشوه چې دوه تنه یې ووژل.  تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښو پړه نه ده منلې.

د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن: طالبان دې تاوتریخوالی سمدستي کم کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو غوښتنه وکړه. لوېډ اسټن په خپله لومړنۍ خبري ناسته کې جمعه (د کب ۱مه) وویل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې پرمختګ او د امریکا د پوځي ښکېلتیا پای ته رسول د طالبانو د بریدونو په کموالي تړلې ده. ښاغلي اسټن زیاته کړه: "تاوتریخوالی ډېر زیات دی او د افغانانو په مشرۍ خبرو کې ډېر پرمختګ ته اړتیا ده. ځکه هم زه ټولې خواوې دې ته هڅوم چې د سولې لار غوره کړی. تاوتریخوالی باید راکم شي." امریکا باید له طالبانو سره د ۲۰۲۰ میلادي کال... Читать дальше...

د بشري حقونو افغان کمېسیون: تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې په خپل ټوېټر لیکلي "تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ" شهرزاد اکبر پرون جمعه (د کب ۱مه) پرته له دې چې د افغان دولت او طالبانو نوم یاد کړي په خپل ټویټ کې زیاته کړې چې د ناټو او امریکا پرېکړو ته له پام پرته دواړه خواوې د جګړې د ختمولو لپاره د افغانانو پر وړاندې لوی مسوولیت لري. اغلې شهرزاد اکبر زیاته کړې، دا جګړه افغانستان ته ډېره ګرانه تمامه شوې باید له هرې شېبې او هرې ورځې د ګډې حل لارې د موندلو لپاره استفاده وشي. د افغانستان د دولت مذاکراتي... Читать дальше...



وار-اېن- ډي راکس: له طالبانو سره باید څه ډول چلند وشي؟ 

Pa.azadiradio.com 

وار-اېن- ډي راکس خپرونه وار-اېن- ډي راکس خپرونې په دې لیکنه خپره کړې چې له طالبانو سره باید څه ډول چلند وشي؟  د امریکا ولسمشر جوبایډن باید ژر پرېکړه وکړي چې له افغانستانه ۲۵۰۰ پاتې پوځیان وباسي او که پرېږدي؟  د تېرکال د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې له موافقې سره سم امریکا باید خپل ټول پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې پورې وباسي.  خو د دې پر وړاندې طالبانو منلې چې له القاعده سره به اړیکې پرې کوي، تاوتریخوالی به کموي او د افغانستان له دولت سره به د سولې خبرې پیلوي.  وار-اېن- ډي راکس وايي، شپږ میاشتې کېږي... Читать дальше...

د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ سیالۍ پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

نن شنبه (د کب ۲مه) د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ سیالۍ پيلېږي. راشد خان، محمد نبي، مجیب رحمن او یو شمېر نور افغان لوبغاړي په دې شل اوورېزو سیالیو کې د بېلابېلو لوبډلو له خوا لوبول کېږي. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د پاکستان غوره لیګ ته یو شمېر افغان لوبغاړي انتخاب شوي دي. په بهرنیو لیګونو کې د افغان لوبغاړو لوبېدل له اقتصادي او تخنیکي پلوه د لوبغاړو لپاره ګټور تمامیږي او هم په اړیکو کې مثبت تاثیرات اچولی شي." د پاکستان د غوره لیګ پیل لوبې ماښام په اووه... Читать дальше...

جي اووه سرمشریزه کرونا وبا سره پر ګډې مبارزې پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د جي اووه یا د اوه لویو اقتصادي قدرتونو سرمشریزه له کرونا وبا سره د ګډې مبارزې او نړیوالې همکارۍ د بیا ژوندي کولو په ټينګار پای ته ورسېده. د جي اووه سرمشریزه د بریتانیا په کوربه توب وشوه. ګډونوالو په کې د نړۍ د بې وزلو هېوادونو د نړیوال واکسین پروګرام لپاره د څلورو میلیاردو ډالرو نوې مرستې ژمنه وکړه. د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل دې سرمشریزې ته وویل، کرونا وبا به تر هغو ماته نه شي چې ټوله نړۍ نه وي واکسین شوي. د جانز هاپکېنز پوهنتون د  شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې نږدې دوه میلیونه او څلور نیم لکه کسان (۲۴۴۷۶۱۵) د کرونا له لاسه مړه شوي. Читать дальше...

ګرجستان پولیسو لږ تر لږه ۲۰ مظاهره چیان بندیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې پولیسو لږ تر لږه شل تنه مظاهره چیان بندیان کړي دي. لسګونه مظاهره چیانو چې په کې د مخالف ګوندونو غړي او مدني فعالان شامل وو، پرون یې غوښتل د پارلمان د ودانۍ مخته پرلته وواهه. پولیسو دې کار ته پرېنه ښودل او له ډلې یې لږ تر لږه شل تنه ونیول. د معترضینو د تحصن خیمه ړنګه شوې ده. فعالان په ګرجستان کې د تېر اکتوبر پارلماني ټاکنو او روان سیاسي کړکېچ پر ضد راپورته شوي دي. مخالفین په هغو ټاکنو کې د درغلیو شکایتونه لري.

جي ۷ سرمشریزه کې د کرونا واکسیناسیون ته ۴میلیارده ډالره نوره مرسته اعلان شوه

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې، جرمني، امریکا، بریتانیا، ایټالیا، جاپان او کاناډا مشرانو جمعه (د کب ۱مه) خپله سرمشریزه له کرونا وبا سره د ګډې مبارزې او نړیوالې همکارۍ د بیا ژوندي کولو په ټينګار پای ته ورسوله. د جي اووه سرمشریزه د بریتانیا په کوربه توب ترسره شوه. د دې سرمشریزې په پرېکړه لیک کې ډاډ ښودل شوی چې جې اووه په بې وزلو هېوادونو کې د واکسین د تطبیق د نړیوال کمپاین په چوکاټ کې څلور میلیارده ډالره نوره مرسته هم کوي. په دې سره د کرونا وبا د واکسین د تطبیق لپاره د جي اووه له خوا د ټولو اعلان شوېو مرستو اندازه اووه نیم میلیارد ډالرو ته ورسېده. Читать дальше...

د امریکا ولسمشر: له ډیپلوماتیکو لارو د افغان جګړې د پای ملاتړ کوو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن د هغه هوډ یادونه وکړه چې افغان جګړه باید پای ته ورسول شي. ولسمشر بایډن چې د مونیخ امنیتي کنفرانس ته په انلاین بڼه خبرې کولې د ګډو ګواښونو پر وړاندې د امریکا او اروپا په غښتلې ملګرتیا ټينګار وکړ. هغه د القاعدې پر وړاندې د شل کاله مخکې ګډ ائتلاف یادونه وکړه او ویې ویل په افغانستان کې د راتلونکي مزل په اړه هم له نږدې سلا مشورې کوي. ښاغلي بایډن وویل: "تاسو متحدین له موږ سره یوځای شوئ، څو له القاعده سره مبارزه وکړو. امریکا متحده ایالاتونه افغانستان کې د راتلونکي مزل په... Читать дальше...



Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Евгений Маргулис

В ЦДКЖ 18 августа ждут любителей группы «Рекорд Оркестр» на Квартирнике Евгения Маргулиса




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы


Уимблдон

Экс-теннисист Ольховский: россияне могут хорошо выступить на Уимблдоне



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Как Россия уступила Азербайджану значительные территории Дагестана и два села



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России