انتونیو ګوترش په میانمار کې د معترضانو په وړاندې خونړی تاوتریخوالی وغانده
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په میانمار یا پخوانۍ برما کې د معترضانو په وړاندې خونړی تاوتریخوالی وغانده. له هغې وروسته چې نږدې درې اوونۍ مخکې د دې هېواد پوځ کودتا وکړه او د چارو واګې یې په لاس کې واخیستې، درې ورځې مخکې د فبرورۍ په ۱۹مه یوه ځوانه ښځه ووژل شوه چې هغه د دغو اعتراضونو لومړنۍ قرباني وه. د هغې وژنه د ډیموکراسۍ پلوي غورځنګ پر یوه سمبول بدله شوې او تېره شپهیې هم معترضانو په لویو ښارونو کې په یاد شمعې بلې کړې او د دعا مراسم ترسره کړل. له هغې وروسته د فبرورۍ په ۲۰مه د برما... Читать дальше...