Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 24.02.2021

اطلاعات روز ورځپاڼه: د پکتيا د ګمرک عوايد یو ميليارډ افغانۍ راکم شوي

Pa.azadiradio.com 

مسیر مسیر ورځپاڼې د سولې مذاکراتو د بیا ځلي پیل په تړاو لیکلي، اوس چې دا خبرې بیا پیل شوې، یو ښه پرمختګ دی او خلک ورته خوشحال دي. خو د لیکوال په خبره، له ټولو سره بیا هم دا پوښتنه ده چې خبرې به مثبته پایله ولري او که به د پخوا په شان سړې، لانجمنې او بې پایلې وي. وړاندې دوو بنسټیزو لاملونو ته اشاره شوې چې د سولې په خبرو منفي اغېز پرې باسي، یو دا چې لا هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله روښانه نه ده او دوهم لامل دا دی چې لا هم دواړه بین الافغاني لوري له یو بل سره رښتیني نه دي، په نیتونو کې یې ستونزې... Читать дальше...

چارواکي: طالبانو د مرکزي بغلان د روغتون مسوول وژلی

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پرون سې شنبه (د کب ۵مه) مازیګر د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکټر خلیل الرحمن نرمګوی وژلی دی.   د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د نرمګوی وژل کېدل تایید کړي.  هغه ویلي، د تحصیلي کړیو د وژنې دوام دا قشر له منځه نه وړي بلکې د ده په خبره زرګونه نور ډاکټران، انجینران، خبریالان او دیني عالمان ژوند او کار ته ولاړ دي.   هاخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم د ډاکټر خلیل الرحمن نرمګوی په وژنې خواشیني ښودلې.   هغې په خپل... Читать дальше...

د خوست د نړیوال هوايي ډګر د ترمینل چارې په بشپړېدو دي

Pa.azadiradio.com 

د خوست نړيوال هوايي ډګر چې ودانيزې چارې یې یوه لسیزه مخکې پیل شوې او دې هوايي ډګر ته له مخکې پروازونه کېږي، د ترمینل چارې یې هم کرار- کرار په بشپړېدو دي. د چارواکو په وينا، د خوست هوايي ډګر ترمينل چې په افغانستان کې تر ټولو لوی ترمينل دی، په نړيواله کچه د اوسني عصر د اړتياوو سره سم جوړېږي. د هوايي ځواکونو متقاعد افسر ښمر زمان چې د هوايي ډګر او ترمینل د لیدلو لپاره ورغلی وو، ازادي راډیو ته وویل: "زما مسلک هوايي دی، د خوست د هوايي ډګر په تاسیساتو کې زه وګرځېدم، ترمینل مې وکتو، په هغه مسلکي لحاظ... Читать дальше...



افغانستان کې په لومړي ځل د کرونا واکسين پلی شو

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې په لومړي ځل د کرونا وبا واکسين تطبيق شو. افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دا د افغان ملت لپاره يو ښه فرصت دی چې له کرونا ويروس څخه ځان خوندي وساتي. کابل ميشتي بيا د واکسين پيل ته خوښ دي، خو ټينګار کوي چې د واکسين ويش بايد عادلانه وي. بشپړ جزئیات يې په دې ويډيو کې ليدلای شئ:

د بهرنیو چارو افغان وزیر د یو شمېر مسایلو لپاره مسکو ته ځي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر نن چهارشنبه (د کب ۶مه) د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د ترلاسه کولو په ګډون د یو شمېر نورو مسایلو په خاطر مسکو ته ولاړ شي. محمد حنیف اتمر به د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري. دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمر کبلوف د سولې لپاره په افغانستان کې د یوه انتقالي ایتلافي حکومت د جوړېدو وړاندیز وکړ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې پر وړاندې... Читать дальше...

روغتیا وزارت: نن روغتیاپالانو ته د کرونا ضد واکسین پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې نن چهارشنبه (د کب ۶مه) به په ځانګړي ډول روغتیاپالانو ته په ټول افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د واکسین ورکړه پيل شي. د دې وزارت ویاند دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل: "تمه ده چې په څه باندې شپږ سوه روغتیایي مرکزونو کې روغتیاپالانو ته سر له نننه د واکسین ورکړه پیل شي او له لسو تر پنځلسو ورځو به ټولو روغتیايي کارکوونکو ته واکسین ورکړل شي." هند له افغانستان سره د سټرازینیکا واکسین پنځه لکه ډوزه مرسته کړې ده چې پرون سې شنبه (د کب ۵مه) په رسمي ډول د دې... Читать дальше...

دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې د ګروپونو له لوري مخته وړل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې د ګروپونو له لوري مخته وړل کېږي. د طالبانو د فرهنګي چارو د کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د اجنډا د موضوعاتو لپاره، د اجنډا د موضوعاتو د ترتیب لپاره ګروپونو ته وظیفه وسپارل شوه چې هغوی خپلو ناستو ته دوام ورکړي." د طالبانو او افغان دولت د پلاوو تر منځ دا خبرې تر شپږ اوونیو ځنډ وروسته د دوشنبې په ماښام بیا پيل شوې.

افغان کرکټر راشد خان د پاکستان د کرکټ غوره لیګ لوبې پریښودې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان د پاکستان د کرکټ غوره لیګ لوبې پریښودې. ده په ټویټر کې لیکلي دي چې د ملي دندې لپاره له دې لوبو بهر کېږي او بل کال هیله مند دی چې بیا ورسره یوځای شي. راشد خان به  په هغو دوو ټېسټ لوبو کې د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره ولوبېږي چې ټاکل شوې ده لومړۍ یوه د مارچ په دوهمه له زیمبابوې سره په ابوظبۍ کې ترسره شي او دوهمه یوه یې د مارچ په لسمه له زیمبابوې سره په دوبۍ کې وشي. راشد خان د پاکستان غوره لیګ کرکټ لوبو کې د لاهور قلندر لوبډلې لپاره دوې لوبې وکړې.



پخواني وزیر محمد امین فرهنګ د سترې محکمې حکم سیاسي وباله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ پخواني وزیر محمد امین فرهنګ د سترې محکمې حکم سیاسي وباله. سترې محکمې پرون سې شنبه (د کب ۵مه) محمد امین فرهنګ د اداري فساد له امله په یو کال تنفیذي بند او اته لکه څلور شپيته زره ډالره نغدي جریمه محکوم کړ. ښاغلی فرهنګ اوس په جرمني کې ژوند کوي. ده ازادي راډيو ته وویل چې د کرونا د واکسین لپاره د اپریل ته اخره افغانستان ته نه شي تلی او تر هغه وروسته خامخا ځي:"که یې زه په هوایي ډګر کې ونیولم، ما دې ونیسي ما یو بل وخت هم د پلچرخي یوه اوږده موده تېره کړې ده. له دې شیانو نه ویریږم،... Читать дальше...

سنا 'ګرینفیلډ' ملګروملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه تایید کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا د سې شنبې(د کب ۵مه) په ورځ لېنډا توماس ګرینفیلډ په ملګروملتونو کې د امریکا د متحد ایالاتونو د سفیرې په توګه تایید کړه. په سنا کې د اکثریت مشر چک شومر پرون سې شنبه (د کب ۵مه) د غونډې پر مهال وویل، ګرینفیلډ په داسې وخت کې خپل کار پیلوي چې د نړۍ هېوادونه باید له کووېډ-۱۹ سره په مبارزه کې او د اقلیم د بدلون په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي. مېرمن ګرینفیلډ څو لسیزې ډیپلوماته پاتې شوې، دې د لایبریا، سویس او پاکستان په ګډون د امریکا په سفارتونو کې کار کړی دی. دا د ولسمشر بارک اوباما د... Читать дальше...

د ایران سیستان-بلوچستان کې نښتو ۵ تنه ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې د ایران د سیستان-بلوچستان ایالت په ساراوان ښار کې د سې شنبې)د کب ۵مه) په ورځ لږ تر لږه پنځه تنه تپيان شوي دي. د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې تر پرونۍ نښتې یوه ورځ مخکې سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د تیلو پر قاچاق کوونکو ډزې کړې وې او څو تنه یې وژلي وو. د همدې وژل شوېو شمېر هرانا خبري اژانس دوه تنه یادوي، خو یو شمېر سرچینې وایي چې تلفات تر لسو پورې رسېږي. ایراني چارواکو د پرونۍ نښتې تایید نه دی کړی.

فارین پالېسي: بایډن 'افغانستان کې د وضعیت له خرابېدو سره څه وکړي؟' پوښتنې سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

انډېپنډنټ انډېپنډنټ ورځپاڼې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته پام اړولی او لیکي، له کله چې د سولې بین‌الافغاني خبرې په تېره سپټمبر میاشت کې پیل شوې، په دې هېواد کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله لا زیاته شوې ده.  د انډېپنډنټ په لیکنه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په دغه راپور کې چې په افغانستان کې د تېر۲۰۲۰ کال په جګړو کې یې ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې خپرې کړي، ویلي چې که څه هم په ټوله کې په دې کال کې د وړم ۲۰۱۹ کال په نسبت د ملکي تلفاتو شمېر کم... Читать дальше...

د یوناما راپور ته د امنیت شورا غبرګون: طالبان د ډېرو ملکي تلفاتو مسوول دي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم د افغانستان د ملي امنیت شورا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو هرکلی کړی، خو وایي د شمېرو په برخه کې باید ډېر دقت وشي. د یوناما په پروني (سې شنبه-د کب ۵مه) راپور کې راغلي دي چې د دوه زره شلم کال د جنوري له لومړۍ د دسمبر تر یو دېرشمې د شخړو او جګړو پر مهال تر درې زره ډېر ملکیان وژل شوي او تر پنځه زره ډېر ملکیان ټپيان شوي دي. د راپور له مخې طالبان د دې مرګ ژوبلې د پنځه څلویښت په سلو کې مسوول دي. په دې راپور کې د اته سلنې تلفاتو مسوول داعش بلل شوي. افغان... Читать дальше...

بریتانیا، فرانسې او جرمني د اټمي تأسیساتو په اړه د ایران پرېکړه غندلې

Pa.azadiradio.com 

ایران اعلان کړی دی چې سر له نننه د خپلو اټمي تأسیساتو ناڅاپي تفتیش ته اجازه نه ورکوي.درېیو اروپایي هېوادونو چې له ایران سره یې په ۲۰۱۵میلادي کال کې اټمي تړون لاسلیک کړی، د تهران دا پریکړه غندلې ده او دا یې د تهران له کړېو ژمنو سرغړونه بللې ده. بریتانیا، فرانسې او جرمني د ایران پر دې پریکړې اعتراض وکړ چې د دغه هېواد د اټمي تأسیساتو له ناڅاپي لیدلو سره یې مخالفت کړی دی. دا درې اروپایي هېوادونه وایي چې دا د نړۍ له پیاوړیو هېوادونو سره د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د ژمنو یوه برخه ده. د ایران... Читать дальше...



Москва

Концертный директор для музыкантов. Концертный директор для певцов. Концертное агентство в Москве. Букинг агентство. Организация концертов и гастролей.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Объем закупок у малого бизнеса с 2024 года составил почти 227 миллиардов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Концерт к юбилею Пушкина проведут в Культурном центре «Интеграция» на Саянской




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Москве выставили на продажу редкий Mercedes-Benz SLR McLaren за 100 млн рублей

Московские школьники завоевали четыре медали на престижной Международной олимпиаде

Роман Костомаров поучаствовал в боксерской тренировке в Москве


Большой шлем

Рублёв и еще два российских теннисиста не сыграют на Олимпиаде в Париже



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Неблагодарный батька или о чем говорил президент Белоруссии с делегацией Азербайджана?



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России