Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 25.02.2021

محمد حنیف اتمر مسکو کې له روسي چارواکو سره پر افغان سولې غږېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به په مسکو کې د روسیې له عالي رتبه چارواکو سره د افغانستان پر سوله او نورو موضوعاتو خبرې وکړي. محمد حنیف اتمر د خپل روسي سیال سرګي لاوروف په رسمي بلنه پرون چهارشنبه(د کب ۶مه) په درې ورځني سفر روسیې ته لاړ. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل: "د دې سفر  موخه د افغانستان د سولې په هکله د دوه-اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکاریو پراختیا ده." دا سفر په داسې وخت... Читать дальше...

دفاع وزارت د امریکا د ۶۴۰ جنګي وسایطو مرسته مهمه وبلله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت، له دغه وزارت سره د امریکا د ۶۴۰ جنګي وسایطو مرسته مهمه وبلله. د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي پرون چهارشنبه (د کب ۶مه) ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د امریکا متحدو ایالاتونو د افغانستان له ملي دفاع وزارت سره د ۶۴۰ جنګي وسایطو مرسته وکړه. موږ د دوی د دغو مرستو مننه کوو. له دغو وسایطو او تجهیزاتو به د امنیت د ښه والي او ټینګښت په برخه کې ګټه واخېستل شي." د دفاع وزارت په حواله په دغو وسایطو کې چې پرون دفاع وزارت ته وسپارل شول، ۴۰۳ هاموې، ۴۳ رنجرونه، ۲۳ امبولانسونه او ۱۷۰... Читать дальше...

هسپانوي پولیسو د انسانانو د قاچاق په شک ۱۴ کسان نیولي

Pa.azadiradio.com 

د هسپانیا پولیسو پرون چهارشنبه(د کب ۶مه) د انسانانو د قاچاق په شک د ۱۴ کسانو د نیولو خبر ورکړ. د پولیسو په خبره دغو کسانو تر ۲۰۰ زیات کسان کاناري ټاپوګانو ته په قاچاقي ډول لېږدولي دي. په دې ډله کې د یوه ۹ کلن ماشوم هغه درې کسان هم شامل وو چې د سفر پر مهال مړه شوي دي. د هسپانیا پولیسو په یوه اعلامیه کې وویل چې پناه غوښتونکو ۱۳ کسان او یوه ښځه د پناه غوښتونکو د قاچاق تنظیموونکي بللي دي. ویل شوي چې مشکوک کسان د ۱۹ او ۴۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري چې د مراکش، مالي، ګامبیا، موریتاني او ګینه هېوادونو وګړي دي.



نیویارک ټایمز: بایډن او د افغانستان جګړه

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې سرلیک یو مطلب خپور کړی "بایډن او د افغانستان جګړه".  د مطلب په سر کې راغلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په افغانستان کې یو ستونزمن غوراوی په میراث پاته دی.  د ورځپاڼې په لیکنه، که بایډن ونه‌شي کولای چې امریکایي ځواکونه د مې میاشتې تر مهلته له افغانستانه وباسي او د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د دوام پرېکړه وکړي، دا کار به‌یې د ولسمشرۍ میراث داغداره کړي.  د امریکا او طالبانو د دوحې د هوکړې له مخې، امریکا باید د همدې میلادي کال تر مې میاشتې پورې خپل... Читать дальше...

د کوواکس په نوم د کرونا ضد واکسینونو لومړۍ بسته ګانا ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د کوواکس په نوم د هغه پروګرام له مخې چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي، د واکسینونو لومړۍ بسته ګانا هېواد ته ورسېده. د دې پروګرام هدف دا دی چې وروسته پاتې هېوادونو ته هم د کرونا یا کووېډ-۱۹ ناروغۍ ضد واکسین ورسول شي. ګانا ته د واکسینونو بستې په داسې حال کې رسوي چې په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي. د جنوبي افریقا دغه هېواد ته د اسټرا-زینیکا واکسین شپږسوه زره ډوزه پرون چهارشنبه ورسېدل.  د ګاوي په نوم د واکسینونو اتحاد چې د کوواکس په پروګرام کې دخیل دی، دا یوه مهمه ورځ وبلله. Читать дальше...

د روسیې ولسمشر خپل قرغزستاني سیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو وغږېد

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د هغه قرغزستاني سیال صدر جباروف پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې. په مسکو کې دواړه مشرانو پرون چهارشنبه (د کب ۶مه) په خپلو کې په داسې حال کې خبرې وکړې چې قرغزستان په وروستیو کې له سیاسي بحرانه وتلی دی. جباروف چې د جنورۍ پر ۱۰مه د ولسمشر په توګه وټاکل شو، پرون چهارشنبه د روسیې پلازمېنې مسکو ته ورسېد. د قرغزستان ولسمشر له پوتین سره د کتنې پر مهال وویل، له شک پرته د قرغزستان د ولسمشر په توګه زما لومړی بهرنی سفر روسیې ته دا جوتوي چې زموږ د ملتونو ترمنځ په لوړه سطحه دوه اړخیزې اړیکې شته. Читать дальше...

ایران: اټمي تړون ته د ستنېدو لومړی ګام دې امریکا واخلي

Pa.azadiradio.com 

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران دایمي استازی اسماعیل بقايي هامانه وايي، د ۲۰۱۵م کال اټمي تړون ته د ستنېدو لپاره دې لومړی د امریکا متحد ایالاتونه ګام اوچت کړي. هامانه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې مخکې ایران له خپلو اټمي تاسیساتو د نړیوالو پلټونکو پر تفتیش رسماً د محدودیتونو لګول پیل کړل. د تهران د دې تازه اقدام هدف پر اروپايي هېوادونو او واشنګټن فشار راوستل دي چې له ایرانه لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او اټمي موافقه بېرته برحاله کړي. په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د اروپايي دفتر... Читать дальше...

امریکايي سناتور جک رید افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور د تمدید اټکل کړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې مشر وايي، دی په افغانستان کې تر مې میاشتې وروسته هم د امریکايي پوځیانو د حضور د تمدید اټکل کوي. سناتور جک رید (Sen. Jack Reed) پرون چهارشنبه (د کب ۶مه) خبریالانو ته وویل: "اټکل کوم چې په لنډ مهال کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور یو څه تمدید شي." د هغې موافقې له مخې چې د ۲۰۲۰میلادي کال د فبروري پر ۲۹مه په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوه، په پام کې وه ټول نړیوال ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې د طالبانو له خوا د ځینو ضمانتونو په بدل کې له افغانستانه ووځي. Читать дальше...



Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Жанна Фриске

Память Жанны Фриске почтили посмертной наградой и ее песней на музыкальной премии




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


ATP

Лучший теннисист Казахстана узнал позицию в обновленном рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Движение на участке Боровского шоссе приостановлено из-за сверхинтенсивных осадков



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России