Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

Новости за 06.05.2021

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ۱۵۸ پروژو تړونونه لاسلیک کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر په لسو ولایتونو کې له یو میلیارډ زیاتو افغانیو په ارزښت له پرمختیایي شوراګانو سره د ۱۵۸ پروژو تړونونونه لاسلیک کړل. د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې پروژو له ډلې مهمې یې د کندهار په ارغنداب سیمه کې د جنګ له امله د رامنځته شوېو ورانیو د بیارغونې ۱۳۸ رغنیزې پروژې دي چې ۸۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. اعلامیه زیاتوي چې۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰ نورې پروژې به د هېواد په ۹ ولایتونو کې چې بادغیس، فراه، غزني، جوزجان، کونړ، نورستان، ننګرهار، تخار او زابل کې پلې شي. Читать дальше...

امریکا د کرونا واکسینونو د تولید لپاره د معنوي مالکیت له حقه تیریږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې پرون چهارشنبې (د غويي ۱۵مه) اعلان وکړ چې د کووېډ – ۱۹ ضد واکسینونو د تولید لپاره د معنوي مالکیت د حق له خوندیتوبه تیریږي، څو د کرونا وبا پر وړاندې هڅې ګړندۍ شي. د سوداګرۍ لپاره د امریکا استازې کاترین تای Katherine Tai په یوه بیان کې د واشنګټن دغه دریځ داسې مهال اعلان کړ چې د نړیوالې سوداګرۍ ټولنه د نړیوالۍ سوداګرۍ د قوانینو د نرمېدو په اړه خبرې کوي، څو ډېر هېوادونه وکولی شي چې د ژوند ژغورلو واکسینونه تولید کړي. تای وویل، اداره یې له معنوي مالکیت څخه په قوي ملاتړ... Читать дальше...

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کرنیز پورونه منظور کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د ٣٤٤ میلیونه افغانیو په ارزښت یې کرنیز پورونه منظور کړي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه پورونه په څلورو برخو کې ورکول کېږي. په دې پورونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې  کوپراتیفونو،  د وریجو د پروسس یوه فابریکه، د اوړو د جوړولو یوه فابریکه او دغه شان د کارتن جوړولو یوه فابریکې جوړیږي. ښاغلی رستمي وايي چې  دا پورونه د کرنې د پراختیا صندوق له خوا چې یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی او د یاد وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، ورکول کېږي.



د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد. نوموړی به په دغه یوه ورځني سفر کې د دې ترڅنګ چې له ګاونډ روسیې سره په راپورته شوي کړکېچ کې د اوکراین قوي ملاتړ په ډاګه کړي، دغه راز به کییف ته د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د واشنګټن پیغام هم ورسوي.    بلېنکن پرون چهارشنبې (د غويي ۱۵مه) په یوه ټویټ کې وویل، دغه سفر به یو مهم فرصت وي چې د روسیې د یرغل په اړه خبرې وکړي او هم پر دې مسئلې ټینګار وشي چې اړتیا ده زموږ اوکراینی شریک اصلاحاتو ته دوام ورکړي.   بلېنکن به... Читать дальше...

فوټبال؛ چلسي لوبډله د اروپا د اتلانو جام فاینل ته ووته

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د چلسي د فوتبال ټیم خپل هسپانوي رقیب ریال مادرېد ته ماته ورکړه او د اروپا د اتلانو جام فاینل ته ووت. لوبه تیره شپه په لندن کې ترسره شوه او چلسي دوه د صفر په مقابل کې ریال مادرېد ته ماتې ورکړه. تېره اوونۍ دواړو ټیمونو لوبه یو-یو مساوي کړې وه. وړمه ورځ مانچسټر سیټي د پاریس سنت جرمن لوبډلې ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړې او د اروپا د فوتبال جام فاینل ته ووتلی و. د اروپا د اتلانو د جام وروستۍ یا فاینل لوبه به د روانې مې میاشتې په ۲۹مه په استانبول کې د مانچسټر سیټي او چلسي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

نورستان کې سیلابونو یو تن وژلی او ګڼ زیانونه یې اړولي

Pa.azadiradio.com 

د نورستان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په دې ولایت کې زیاتو اورښتونو او سیلابونو یو تن وژلی او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل، سیلابونه د نورستان په ټولو برخو کې راوتلي: "په بېلابېلو ولسوالیو او مختلفو کلیو کې سیلابونو زیات مالي تاوانونه رسولي دي . څاروي یې له منځه وړي، کورونه یې نړولي، سړکونه یې ډېر زیات ویجاړ کړي، په واما ولسوالۍ کې درې څلورو کلیو ته غځېدلي سړکونه یې ویجاړ کړي. په دواب ولسوالۍ کې یې یو تن وژلی هم دی." والي وایي... Читать дальше...

بغلان چارواکي: د نهرین لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د بغلان چارواکي وایي، پر نهرین ولسوالۍ د طالبانو د پراخو حملو د په شا تمبولو په نتیجه کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له درېیو وسله والو سره وژل شوی دی.  د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو تېره شپه له څو لورو د نهرین ولسوالۍ په زاړه ښار حمله وکړه چې په نتیجه کې یې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال قاري مجید له درې نورو وسله والو سره ووژل شو او د طالبانو لس غړي ژوبل شول.  وسله والو طالبانو تراوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...

دي ډیپلومات: چين د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او سیمه کې يې خپل حضور زیات کړی

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه مقاله خپره کړې ده. مقاله په لوګر کې د تېرې جمعې د ورځې بمي حملې ته اشاره کړې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل سره وشوه.   مقاله همداراز یادونه کوي چې یوه ورځ وروسته په کابل کې د پوهنتون یو پروفیسور په ډزو ټپي شو او په هماغه ورځ د کندهار پر هوايي ډګر راکټي حمله وشوه. د مقالې لیکوال لیکي چې اوس‌مهال امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو پر مهال د بګرام، جلال‌اباد او کندهار پر هوايي لارو... Читать дальше...



پاکستان له افغانستان سره پر کرښه د تګ لارې د ۲ اونیو په مخه بندې کړې

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره پر کرښه د تګ لارې د دوو اونیو په مخه بندې کړي دي. پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د چهارشنبې له مازدېګره یې د کرونا وبا د خپرېدو له امله سرحدي دروازې تړلي دي. پاکستان خپلو خلکو ته هم له افغانستانه د بېرته ورتګ اجازه هغه وخت ورکوي چې د کرونا منفي ټېست ورسره وي او که یې ټېسټ مثبت وي باید دوې اوونۍ قرنطین شي. هغه افغانان چې له پاکستانه افغانستان ته ستتنېږي پاکستان د هغوی مخه نه نیسي. د دې دوو اونیو په ترڅ کې پر تجارتي مالونو د وړو راوړو بندیز نه دی لګیدلی.

دفاع وزارت: د هلمند روانو جګړو کې امریکايي الوتکو بمبار نه دی کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ویل کېږي د هلمند په روانو جګړو کې امریکايي الوتکو بمباري کړې ده. د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې اوس سل په سلو کې ټول پوځي عملیات افغان ځواکونه کوي. تر دې مخکې فرانس پرېس اژانس د هلمند د یوه سیمه ییز مقام عتیق الله په نوم پرون چهارشنبه (د غويي ۱۵مه) خبر ورکړی و چې د امریکايي الوتکو درنې بمبارۍ د طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړې ده. دې اژانس د یوه امریکایي په نوم چې د موضوع د حساسیت په خاطر یې خپل نوم نه دی اخېستی دا خبره تایید کړې چې امریکایي الوتکو بمباري کړې ده. Читать дальше...

امریکا 'مینوتمن-۳' توغندی تر تجربې مخکې بېرته راښکته کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پوځ وایي، د اوږده واټن بالستیک بې وسلې توغندی یې تر تجربې مخکې بېرته راښکته کړ. د امریکا هوایي ځواک دا خبره پرون چهارشنبه (د غويي ۱۵مه) په یوه بیان کې وکړه او څرګنده یې کړه چې ټاکل شوې وه 'مینوتمن-۳' توغندی  په کالیفورنیا کې له واندینبرګ هوایي اډې وتوغوي او اوس د بېرته دستي راښکته کېدو څېړنه روانه ده. په بیان کې راغلي دي چې د دې توغندي د بیا ازموینې لپاره به وخت وټاکل شي. په بیان کې دا هم ویل شوي دي چې د توغندیو د ازموینې لپاره د خوندیتوب په خاطر ډېرو دقیقو شیانو ته اړتیا شته چې باید هرڅه سم وي. Читать дальше...

افغان چارواکي: وروستیو سیلابونو لږ تر لږه ۵۴ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر وایي چې د وروستیو سیلابونو له امله تراوسه لږ تر لږه ۵۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. غلام بهاالدین جیلاني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې سیلابونو په ۱۲ ولایتونو کې ځاني او مالي زیان اړولی دی: "په ټول افغانستان کې یې تر څلور پنځوس ډېر کسان قرباني شوي او ۱۶ تنه ټپیان شوي دي. تر درې سوه ډېر کورونه تخریب شوي او نژدې زر کورونه څه ناڅه ویجاړ شوي دي. همدا راز دوه نیم زره څاروي تلف شوي دي." جیلاني زیاته کړه چې تر ټولو ډېر کسان په هرات کې مړه شوي دي چې شمېر یې ۲۲ ته رسېږي. Читать дальше...

ارزګان کې لاریون کوونکو د لوګر موټر بم چاودنه وغندله

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار لسګونه اوسېدونکو د تېرې جمعې په ماښام د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې موټر بم چاودنه چې لسګونه ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله وغندله. دوی دغه لاریون په داسې حال کې وکړ چې د افغانستان یو له خورا ناامنه ولایتونو کې ژوند کوي او نږدې هره ورځ د نا امنیو شاهد وي. نور په دې ویډیو کې وګورئ.

عراق: ایراني او سعودي چارواکو د شخړو د راکمېدو په هدف ناستې کړي

Pa.azadiradio.com 

د عراق ولسمشر وایي، هېواد یې څو ځله د ایراني او سعودي عربستان د چارواکو د ګډو غونډو کوربه وو. برهم صالح د چهارشنبې (د غويي ۱۵مه) په ورځ په یوه انلاین غونډه کې وویل، دا خبرې د دغو دوو سیالو هېوادونو ترمنځ د شخړو د راکمېدو په هدف ترسره شوي دي. ښاغلي صالح پرته له دې چې دې برخه کې ډېر جزییات ورکړي، وویل چې دا خبرې مهمې او د پام وړ وې. د عراق ولسمشر په داسې وخت کې دا خبره کړې ده چې په وروستیو کې ایراني او سعودي چارواکي د یوه بل پر وړاندې پسته ژبه کاروي. کتونکي وایي، داسې ښکاري چې په واشنګټن کې... Читать дальше...

څېړونکو چین کې د ډایناسور پاتې شوني موندلي

Pa.azadiradio.com 

څېړونکو د چین په جنوب لویدیځ کې د ډایناسور پاتې شوني موندلي دي. د دې څاروي له جمجمې او هډوکو ښکاري چې ښایي یو متر او اووه سانتي به اوږد وو. د رویټرز اژانس د راپور له مخې د چین د ساینس اکاډیمي څیړونکي وایي، ګومان کوي چې دا ډایناسور د مړینې په وخت درې کلن وو. پوهان په دې باور دي چې دا ډول ډایناسوران شااوخوا ۲۰۰ میلیونه کاله مخکې پر ځمکه اوسېدل او تر ډېره په جنوبي امریکا او چین کې پيدا کېدل.

یو شمېر سفارتونو، ملګرو ملتونو او بنسټونو خبریالانو ته د طالبانو ګواښ غندلی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو شمېر سفارتونو، ملګرو ملتونو او د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټونو د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو ګواښ سخت غندلی دی. طالبانو د چهارشنبې په ورځ د ټویټر له لارې خبرداری ورکړ، که خبریالان په یو اړخیز ډول حکومتي خبرونه خپاره کړي جدي چلند به ورسره وشي. امریکا د امریکا متحد ایالاتونو خبریالانو ته د طالبانو ګواښ وغانده او په افغانستان کې یې د ازادو رسنیو پر ملاتړ ټینګار وکړ. په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن تېره شپه په یو لړ ټویټونو کې ولیکل چې موږ ټول پوهېږو چې د طالبانو... Читать дальше...

پاکستان د پیسو له نړیوال صندوقه د پور تمه لري، خو دا صندوق جدي اصلاحات غواړي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان تمه لري چې شپږ میلیارډه ډالر پور د پیسو له نړیوال صندوق څخه ترلاسه کړي او د خپلې بودیجې کسر پوره کړي، خو د پیسو نړیوال صندوق له پاکستانه په اقتصادي برخه کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کوي. د پاکستان مالیې وزیر وایي، د پیسو له نړیوال صندوق سره یې خبرې پیل کړې دي چې د شپږ میلیارډه ډالرو پورونو شرایط اسانه کړي. شوکت ترین وویل، کومې غوښتنې چې 'ای.اېم.اېف' کړي دي سخته دي. د پيسو نړیوال صندوق 'ای.اېم.اېف' د دې پورونو له ورکړې سره په دوه زره نولسم کال کې مشروطه موافقه کړې وه. د پاکستان مالیې وزیر... Читать дальше...



Москва

В Московской области сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже электроинструментов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин сообщил об открытии «Домиков добра» для сбора гуманитарной помощи



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Градский

Суд отказал детям Градского в аресте имущества вдовы покойного мэтра




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Этот спорт воспитывает силу и упорство»: Вице-спикер Народного Хурала Бурятии приняла участие в открытии чемпионата России по гиревому спорту

В Москве тушат пожар в здании у метро «Динамо»

ЕВРО-2024: большой футбол ждет слушателей «Авторадио»


Роджер Федерер

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Подмосковье благоустроят около 100 объектов в 2024 году



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России