Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

Новости за 07.05.2021

جرمني د افغانستان سولې په اړه د څو هېوادونو د استازو کوربه‌توب وکړ

Pa.azadiradio.com 

جرمني پرون د افغانستان د سولې په اړه د څو هېوادونو د استازو کوربه و.  دې غونډې ته چې په برلین کې وشوه د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره د ناټو، ملګرو ملتونو، بریتانیا، جرمني، فرانسې، ناروې او ایټالیا خاص استازي/سفیران ورغلي وو.   د جرمني د بهرنیو چارو وزارت سکرتر میګوېل بِرګِر په خپل ټویټر لیکلي "په دې حساسه مرحله کې د افغانستان د سولې د پروسې په ملاتړ د همفکرانو ترمنځ د بحثونو او نږدې همغږیو دوام ډېر مهم دی." د افغانستان د سولې په اړه داسې وخت دا غونډه... Читать дальше...

د نعمت روان وژنې ته د امرالله صالح غبرګون: طالبانو یو بل ناوړه کار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغان خبریال نعمت روان د وژنې په غبرګون د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي "طالبانو یو بل ناوړه کار وکړ".   صالح نن سهار په خپل ټویټر دا خبره لیکلې ده.  هغه زیاته کړې چې طالبان له ازادیو وېرېږي که هغه د بیان، فکر، انتخاب، ژوندانه یا د پوښتنې ازادي ده.  نعمت روان پرون د کندهار په ۱۴مه ناحیه کې په یوه هدفي برید کې ووژل شو.  طالبانو ویلي چې د روان په وژنه کې دوی لاس نه‌لري.  خو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر او د نعمت روان نږدې خپلوان دوا خان مینه‌پال د طالبانو ډله تورنوي چې له کلونو راهیسې په دغسې وژنو کې ښکېل دي. Читать дальше...

د جاپان دولت په توکیو او ۳ نورو سیمو کې د بېړني وضعیت په اړه پرېکړه اعلانوي

Pa.azadiradio.com 

د جاپان دولت به نن په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي چې د مې تر پایه په توکیو او درېیو نورو سیمو کې بېړنی وضعیت غځوي که څنګه.  د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د جاپان حکومت داسې وخت د بېړني حالت په تمدید غور کوي چې په جاپان کې پلان شوي المپیک سیالیو ته کمې میاشتې پاتې دي.  تمه ده دوبني المپیک په توکیو کې د جولای په ۲۳مه پيل شي.  یوولس زره لوبغاړي به په المپیک کې برخه واخلي.   دا سیالۍ تېر کال د کرونا وبا په خاطر ځنډول شوې وې. جاپان له مخکې پرېکړه کړې وه چې د المپيک لپاره له بهره د ننداره‌چیانو ورتګ منع کړي. Читать дальше...



کونړ کې يو ځانمرګی هدف ته له رسېدو مخکې په چاودنه کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د کونړ په مرکز اسعداباد کې يو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې په چاودنه کې وژل شوی دی. دا خبره د کونړ امنیه قوماندان سمونوال محمد یوسف مظلومیار ازادي راډیو ته وکړه.  ښاغلی مظلومیار وايي: "يو تن ځانمرګى چې غوښتل يې د ګڼې ګوڼې څخه په ډک ځاي کې  چاودنه وکړي، هدف ته له رسېدو وړاندې ورسره چاودېدونکي موادو چاودنه کړې، خپله وژل شوى او يو بل کس چې ياد ځانمرګی يې د هدف په لور روان کړى و، نيول شوى."  د روژې په مياشت کې دا دوهم ځانمرګى دى چې کونړ کې هدف ته له رسېدو وړاندې پرې خپل چاودېدونکي مواد چاودنه... Читать дальше...

ینس سټولټنبرګ: ناټو د افغان ځواکونو د ملاتړ لارې چارې لټوي

Pa.azadiradio.com 

​په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې خپلو حملو ته زور ورکړی د ناټو عمومي منشي وايي چې دا ټلواله د افغان ځواکونو د ملاتړ لارې چارې لټوي. ینس سټولټنبرګ پرون د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل که څه هم د افغان ملي دفاعي ځواکونو لپاره د ناټو روزنیز مأموریت د راوتو په حال کې دی، خو دا ټلواله به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي. ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "د غوڅ ملاتړ مأموریت ختم له افغانستان سره زموږ د اړیکو د ختم معنی نه‌لري. دا اصلاً یو نوی څپرکی پرانیزي، اوس موږ ګورو چې څنګه د افغان... Читать дальше...

د امریکا لوی درستیز: د افغان هوايي ځواک د ملاتړ د دوام پر پلان کار نه‌دی شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د هوايي ځواک د ملاتړ د دوام پر پلان‌یې کار نه‌دی کړی.  جنرال میلي دا څرګندونې تېره شپه د امریکا له دفاع وزیر لوید استېن سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې. هغه زیاته کړه چې ښايي د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو د روزنې پروګرام په کوم بل هېواد کې پیل شي. له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو د وتلو بهیر د مې په لومړۍ نېټه پیل شو او تمه ده چې د سپټمبر په ۱۱مه نېټه به بشپړ شي. Читать дальше...

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر: د نعمت روان وژنې سخت ټکان راکړی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر وايي، د مالیې وزارت د مطبوعاتو د امر او د طلوع‌نیوز د پخواني ویاند نعمت روان وژنې سخت ټکان ورکړی دی.  راس وېلسن پر ټویټر په یوه بیان کې پر روان برید غندلی او د هغه له کورنۍ او دوستانو سره‌یې خواخوږي څرګنده کړې ده. دا جګپوړی امریکايي ډیپلومات وايي، د رسنیو پر ضد روان تاوتریخوالی ډېر ناوړه کار دی. ښاغلی وېلسن زیاتوي چې پر رسنیو حملې باید سمدستي بندې شي.  نعمت روان پرون پنجشنبه په کندهار ښار کې د ناڅرګندو وسله‌والو په ډزو ووژل شو. د دې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی. Читать дальше...

د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ امنیه قوماندان او یو بل پولیس ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن عبدالله او یو بل پولیس له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.  د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل د لوګر په مرکز پل علم کې دا نښته د چهارشنبې په ماښام وروسته له هغه وشوه چې طالبانو د عمر اباد سیمې پر پوسته برید وکړ. ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د طالبانو له برید وروسته مرستندوی ځواکونه سیمې ته ورسېدل.  د احمدي په وینا په نښته کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو هغه ونه‌ویل چې څو تنه طالبان مړه او ټپیان شوي دي. Читать дальше...



د بلاروس د اپوزېسیون مشرې له امریکا د لوکاشینکا پر رژیم نور بندیزونه غوښتي

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس د اپوزېسیون مشرې له امریکا غوښتي دي چې د الکساندر لوکاشینکا پر رژیم نور بندیزونه ولګوي.  سویتلانا تیخانوفسکایا چې پرون د مې په شپږمه د امریکا د کانګرس استماعیه غونډې ته وینا کوله همداراز پر واشنګټن غږ وکړ چې په بلاروس کې د روان سیاسي بحران د ختمولو په مقصد د اروپايي منځګړو پر هڅو ورګډ شي.  مېرمن تیخانوفسکایا چې په لیتوانیا کې د تبعید ژوند تېروي همداراز وویل چې متحده ایالات باید د لوکاشینکا د منزوي کولو لپاره له ډيپلوماسۍ کار واخلي.  هغې په خپل هېواد کې د بشري حقونو سرغړونو او ځپونکو... Читать дальше...

برازیل کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد عملیاتو کې ۲۵ کسان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

په برازیل کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۵ کسان وژل شوي دي. دا عملیات د برازیل په لوی تجارتي مرکز ریو دې جنیرو ښار کې شوي دي. د قاچاقبرانو او پولیسو ترمنځ دا نښته پرون د مې په لومړۍ نېټه د ریو دې جنیرو په یوه بې‌وزله سیمه کې وشوه. د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې دا جنایتکاره ډله چې د عملیاتو پر مهال‌یې پر پولیسو ډزې وکړې د مخدره موادو په قاچاق، شوکو، قتلونو او انسان تښتونو کې لاس لري. د عملیاتو له جریانه وېډیویي تصاویرو کې ښکاري چې د دې ډلې غړي سیمې... Читать дальше...

د کرونا له محدودیتونو تېښته؛ په دوبۍ کې د پرتمینو ودانیو بیې لوړې شوي

Pa.azadiradio.com 

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د پرتمینو ودانیو بیې لوړې شوي ځګه له پرمختللو هېوادونو ځیني شتمن خلک د کرونا وبا له محدودیتونو د تېښتې لپاره دې ښار ته ځي. د دوبۍ د لوکسو ودانیو بیې پخوا تر دې رالوېدلې وې، خو د روان ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د هغو بیې د تېر کال د لومړۍ ربعې پرتله په سلو کې ۲۳۰ لوړې شوې دي. د جایدادونو د معاملو دفترونه وايي چې په تېره اپرېل میاشت کې سل او په مارچ کې ۸۴ کورونه چې د هر یوې بیه ۲،۷ ملیون ډالره وه خرڅ شوي دي، په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۲۰ کال کې یوازې ۵۴ کورونه معامله شوي وو. Читать дальше...

حنیف اتمر د جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوالې سره د خبرو لپاره هاګ ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د جرمونو د نړیوالې محکمې له څارنوالې سره د خبرو لپاره د هالنډ هاګ ښار ته تللی دی. د افغانسنان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ښاغلی اتمر او ورسره پلاوی به د دې سفر پر مهال د جرمونو د څېړنې لپاره د حکومت پر عملي پلانونو رڼا واچوي او په افغانستان کې له ۲۰۰۳ کال په راوروسته موده کې د شویو جرمونو د څېړنې په برخه کې به د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړي. افغانستان په همدې کال د دې محکمې غړیتوب ترلاسه کړ، نو ځکه دا محکمه چې د هالنډ په هاګ ښار کې ده، کولای شي له ۲۰۰۳ کال د وروسته جرایمو په اړه تحقیقات وکړي. Читать дальше...

ډفېنس پوسټ: طالبانو د دهلې بند د امریکایي ځواکونو د وتلو له پیل وروسته ونیوه

Pa.azadiradio.com 

ډفېنس پوسټ ډفېنس پوسټ خپرونې د طالبانو له لوري د دهلې بند د نیولو په اړه مطلب خپور کړی دی او د چارواکو په وینا لیکي چې دا بند وسله‌والو طالبانو په کندهار کې وروسته له څو میاشتو سختو جګړو ونیو.  د دهلې بند نږدې ۷۰ کاله مخکې د امریکا متحده ایالاتو جوړ کړی و. دوه کاله مخکې د اسیا پراختیایي بانک د دې بند د یوې برخې د پراختیا لپاره د نږدې ۳۵۰ ملیونه ډالرو مرستو ژمنه وکړه.  دا بند د کندهار ښار ته اوبه چمتو کوي او د دې ولایت د کرنې لپاره د اوبه خور یو مهم بند دی.  ډفېنس پوسټ لیکي، د دهلې بند څو... Читать дальше...

کابل کې د نشه‌یي موادو ۹ قاچاق کوونکي ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې ۹ تنه د نشه‌يي موادو د قاچاق پر مهال ونيول شول. له دې نهو تنو څخه اوو تنو يې نيت درلود چې نهه نيم کيلوګرامه هيروئين په سفري بکس او خېټو کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي. دا قاچاق کوونکي له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د حساسو تحقيقاتو کارکوونکو نيولي دي. د کابل امنیه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل: "په يوه بل اقدام کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو څلور نيم کيلوګرامه هيروئين ونيول او دغه ډول‌يې د... Читать дальше...

د افغان حکومت او ملګرو ملتونو سروې: تېر کال افغانستان کې ۶،۴۰۰ ټنه ترياک توليد شوي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په افغانستان کې د ترياکو تولید ډېر کم شوی و، خو د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو يوه تازه سروې ښيي چې په ۱۳۹۹ کال کې يو ځل بیا د ترياکو توليد ډېر شوی دی. دا سروې چې د افغانستان د احصائيې او معلوماتو ادارې او ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې په ګډه ترسره کړې او شمېرې يې هم تخميني دي ښيي چې تر دوه لکه هکټاره ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي او د کوکنارو د کښت او ترياکو له درکه يوازې د افغانستان بزګرو او کاروباریانو نږدې ۴۰۰ مليونه امريکايي ډالر ګټلي دي. ... Читать дальше...

د سرپُل په يوه کور کې تر ۲۰۰ کيلوګرامه ډېر نشه‌يي مواد ونيول شول

Pa.azadiradio.com 

د سرپُل ولايت پولیسو په يوه کور کې تر ۲۰۰ کيلوګرامه ډېر نشه‌يي مواد ونيول. د سرپل ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د استوګنې پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتیجه کې يې ۱۵۳ کیلوګرامه هيروئين او ۶۹ کيلوګرامه ښیښه ونیول شول. د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، د دې موادو د قاچاق او ساتنې په تور پنځه نفره نيول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

د نیمروز ولایت زرنج ښار کې ۲۸۶ کیلوګرامه تریاک ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په نيمروز ولایت کې تر ۲۸۰ کيلوګرامه ډېر ترياک ونيول شول. د نيمروز ولایت له نشه‌يي موادو سره ځانګړو پوليسو د ثور مياشتې پر ۱۴مه نېټه په زرنج ښار کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۲۸۶ کيلوګرامه ترياک د پولیسو لاس ته ورغلل. له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو مدير پروېز سيستاني ازادي راډيو ته وويل: "په پام کې وه چې دا ترياک يوه ګاونډي هېواد ته قاچاق کړل شي." د يادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاق او ساتنې په تور څوک نه‌دي نيول شوي.

ارزګان کې د کوکنارو اړولو عملیات پیل شول

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې د کوکنارو اړولو عمليات پيل شول. له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينیت د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته وويل، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د ثور میاشتې پر ۱۵مه نېټه په دې ولایت کې د کوکنارو اړولو عمليات پيل کړل چې د دې کمپاين په لومړۍ ورځ‌يې د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ (ده يک) سيمه کې ۵۰ جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړه. د يادونې وړ ده چې د دې ولايت په ډېری سيمو کې کوکنار نېښ وهلو ته برابر او په ځينو ولسوالیو کې خو بېخي نېښ وهل پيل شوي دي.



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин прибыл в Китай с рабочим визитом



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Валерий Гергиев

Про царя в голове: Гергиев привез в «Большой» «Ивана Сусанина»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


Большой шлем

Рублёв и еще два российских теннисиста не сыграют на Олимпиаде в Париже



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Mash: актер Бардуков попал в больницу с подозрением на ботулизм и микроинсульт



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России