Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

Новости за 10.05.2021

بریتانیا د کرونا ویروس له کبله لګول شوي محدودیتونه نور هم کموي

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا اعلان وکړ چې په انګلستان کې د کرونا ویروس له کبله لګول شوي محدودیتونه نور هم کموي. د بریتانیا حکومت پرون یکشنبه وویل، د کرونا ضد واکسین د تطبیق بریالی کمپاین په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د خلکو د مړه کېدو پېښې کمې کړې دي. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون به په دې اړه نن دوشنبه نور جزئیات ورکړي.  بریتانیا په څلورو مرحلو کې لګول شوی قرنطین په تدریجي ډول راکم کړ. په بریتانیا کې په ټوله کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له څلورو ملیونو او څلورنیمو لکو اوښتی دی.

ملي ارمان: افغانستان کې د حملو او قتلونو سرچینه پاکستان کې د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌مدرسې دي

Pa.azadiradio.com 

‏‎کابل چاپ ورځ پاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بېلابېل موضوعات خپاره کړي دي. ‏‎هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې د طالبانو له لوري د اختر په درې ورځو کې د اوربند په مسئلې بحث کړی او لیکلي دي چې طالبانو په داسې حال کې د اوربند اعلان وکړ چې تېره یوه میاشت د افغانستان لپاره خونړۍ وه. د مطلب لیکوال ټینګار کړی او لیکلي یې دي که طالبان له دې امله شکایت کوي چې د دوی او امریکا ترمنځ د دوحې د توافق له مخې د بهرنیو ځواکونو په مهالوېش کې نقض راغلی په خبره‌یې امریکا او افغان حکومت هم باید دا طالبانو ته څرګنده کړي چې... Читать дальше...

د وزني وژنه؛ کربلا کې مظاهره‌چیانو د ایران قونسلګرۍ ته د اور اچولو هڅه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د عراق په کربلا کې د یوه وتلي فعال تر وژل کېدو وروسته عراقي مظاهره‌چیانو پرون هڅه وکړه چې د شیعه‌ګانو په دغه سپېڅلي ځای کې د ایران قونسلګرۍ ته اور واچوي. ایهاب وزني چې د ۲۰۱۹م کال په اکټوبر میاشت کې په عراق کې د حکومت ضد اعتراضونو د تنظیموونکي په توګه مشهور و، وخت ناوخت‌یې پر اداري فساد، په ایران پورې د تړلو  ملېشه‌وو او په عراق کې یې د ایران د نفوذ په اړه انتقادونه کول. دی د شنبې ناوخته له خپل کور دباندې د نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله‌والو په حمله کې ووژل شو. د عراق د بشري حقونو خپلواک کمېسیون... Читать дальше...



انتونیو ګوترش له اسرائیل د زغم او سوله‌ییزو غونډو ته د درناوي غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي له اسرائیل غوښتنه وکړه چې تر ډېره حده له زغم څخه کار واخلي او د سوله‌ییزو غونډو د ازادۍ حق ته درناوی وکړي. د ملګرو ملتونو یوه ویاند پرون یکشنبه وویل چې سرمنشي انتونیو ګوترش په اشغال شوي ختیځ بیت‌المقدس او له خپلو کورونو د فلسطیني کورنیو د احتمالي اخراج په اړه ژوره اندېښنه ښوولې ده. د فلسطیني مظاهره‌چیانو او اسرائیلي پولیسو په نښتو کې لږترلږه ۱۰۰ تنه فلسطینیان ټپيان شوي دي. دا خبره د فلسطین د سره صلیب کمېټې چارواکو پرون یکشنبه رسنیو ته کړې ده. نښتې د مسلمانانو د درېیم... Читать дальше...

دفاع وزارت: د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې یوې څرخي الوتکې اضطراري ناسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هوايي ځواک یوې څرخي الوتکې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې اضطراري ناسته کړې ده. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه الوتکه تېره شپه د هوا د خرابوالي له کبله اضطراري ناستې ته مجبوره شوه. د وزارت په حواله، په پېښه کې دوو پیلوټانو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی. د دغې الوتکې نوعیت نه‌دی روښانه شوی. خو د کندهار په هوايي لواء کې يوې سرچينې ازادي راډیو ته وویل چې دغې الوتکې د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د ارغستان ولسوالۍ په (جګ نري) په سیمه کې د تخنيکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې او يو پيلوټ ټپي شوی دی.

ایا حزب التحریر د افغانستان راتلونکي ته ګواښ دی؟

Pa.azadiradio.com 

حزب التحریر، هغه ګوند چې د افغانستان له پولو ور هاخوا ټوله نړۍ کې د یوه اسلامي خلافت جوړېدل غواړي او د اوسنیو حکومتونو له‌خوا جوړ شوي قوانین له اسلامي تفکر سره په ټکر کې بولي او نه یې مني. دا ګوند ۶۸ کاله وړاندې د تقي‌الدین النبهاني له‌خوا په فلسطین کې جوړ شو، خو وروسته یې لمن ډېرو اسلامي هېوادونو ته وغځېده، اوس يې دې وروستیو کې د تاجکیستان، ازبیکستان، اندونیزیا، بنګله‌دېش او ترکیې په ګډون په ډېرو اسلامي هېوادونو کې پر فعالیت بندیز لګېدلی. افغانستان کې د حزب التحریر فعالیت حزب التحریر په... Читать дальше...

نیو ډېلي: پر نجونو زده‌کوونکو برید د افغانستان پر راتلونکي برید دی

Pa.azadiradio.com 

نیویارک پوسټ نیویارک پوسټ ورځپاڼه د کابل په دشت برچي سیمه کې د نجونو پر یوه ښوونځي د خونړي برید په اړه لیکي، افغان ولسمشر اشرف غني د دغه برید ملامتي پر وسله‌والو طالبانو چې د ورځپاڼې په وینا د ښځو او نجونو له زده‌کړې سره مخالف دي، واچوله خو دې ډلې دغه برید وغانده او ویې‌ویل چې په‌کې لاس نه‌لري. د دغه برید چې تر ۵۰ ډېر کسان په‌کې ووژل شول او له ۱۰۰ هم زیات ټپیان شول، مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی اخیستی، خو له دې مخکې د اسلامي دولت ډلې یا داعش چې په دې سیمه کې پر شیعه‌ګانو ډېری حملې کړي، مسؤلیت اخیستی دی. Читать дальше...

زابل کې د مسافرو پر یوه ۴۰۴ موټر چاودنو ۱۱ کسان وژلي او ۲۷ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د مسافرو پر یوه ۴۰۴ موټر د سړک غاړې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان وژلي او ۲۷ نور یې ټپیان کړي دي. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته پېښه تأییدوي او وايي چې د دوشنبې په شپه شااوخوا دوه بجې د یوه خصوصي ترانسپورټي شرکت پر یوه ۴۰۴ موټر د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د سړک غاړې دوو پرله‌پسې خښ شویو ماینونو چاودنه کړې ده. د سیال په وینا دغه موټر له کابله-کندهار ته پر لاره وو. سیال وویل: "له بده مرغه د هېواد او سولې د دښمنانو له‌خوا د شهر... Читать дальше...



کابل کې برید ته نړیوال غبرګونونه؛ اسلامي همکارۍ سازمان هم د دشت برچي برید وغانده

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکارۍ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د شنبې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او هغه‌یې یوه ترهګریزه پېښه یاده کړې. دا د هغو لسګونو نړیوالو غبرګونو په ډله کې دی چې پرون ناوخته راغلي. د دغه سازمان رئیس یوسف بن احمد العثیمین ویلي چې دا ډول بریدونه د منلو وړ نه‌دي. هغه د اسلامي همکارۍ سازمان په استازیتوب له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانانو سره خپل یووالی ښودلی. په دې برید کې چې د سیدالشهدا نجونو ښوونځي مخ ته وشو د رسمي شمېرو له مخې له ۵۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي. Читать дальше...

کابل او لوګر کې د خونړیو بریدونو په خاطر سبا ملي ماتم اعلان شو

Pa.azadiradio.com 

د کابل په دشت برچي کې د شنبې ورځې او په لوګر کې د خونړي برید په خاطر افغان ولسمشر سې شنبه ملي ماتم اعلان کړی. ولسمشر محمد اشرف غني یکشنبه وویل چې د مړو او ټپیانو له کورنیو سره په غم او درد کې ځان شریک بولي او په همدې خاطر د سې شنبې په ورځ د ملي ماتم او سراسري فاتحې اعلان کوي. ښاغلي غني وویل: "په لوګر کې په بې‌ګناه محصلینو او په کابل کې پر معصومو زده‌کوونکو د ترهګریزو بریدونو د شهیدانو د درناوي لپاره د همدې اوونۍ سې شنبې ورځ د ملي ماتم اعلان کوم. د دې غمجنې پېښې د شهیدانو د روح لپاره به د ارګ... Читать дальше...

ایران له سره صلیب هلته مېشت افغان کډوالو لپاره د کرونا ضد واکسین غوښتی

Pa.azadiradio.com 

ایران د سره صلیب له نړیوالې کمېټې غوښتي چې هلته د مېشتو افغان کډوالو لپاره د کرونا دوه ملیون دوزه واکسین ورکړي. ایراني رسنیو دا خبره د ایران د سره صلیب کمېټې د مشر کریم همتي په حواله خپره کړې ده. همتي ویلي اوس وخت له دوو ملیونو تر درېیو ملیونو پورې افغانان په ایران کې هستوګن دي چې د کرونا واکسین ته اړتیا لري. د ایران د سره صلیب کمېټې مشر زیاته کړې چې د سره صلیب له نړیوالې کمېټې یې رسماً د دغو افغان کډوالو د واکسینولو لپاره د دوه ملیون دوزه کرونا واکسین غوښتنه کړې، خو تر اوسه‌یې مثبت ځواب نه‌دی ترلاسه کړی. Читать дальше...

د فلسطیني مظاهره‌چیانو او اسرائیلي پولیسو نښته؛ ۱۰۰ فلسطینیان ټپيان شوي

Pa.azadiradio.com 

د فلسطیني مظاهره‌چیانو او اسرائیلي پولیسو په نښتو کې لږترلږه ۱۰۰ تنه فلسطینیان ټپيان شوي دي. دا خبره د فلسطین د سره صلیب کمېټې چارواکو پرون یکشنبه رسنیو ته کړې ده. نښتې د مسلمانانو د درېیم تر ټولو سپېڅلي ځای او پر هغه ځمکه د فلسطینیانو د کورونو خالي کولو پر سر پیدا شوې چې یهودان‌یې د ملکیت دعوه کوي. پولیسو د زرګونه فلسطینیانو پر ضد ربړي مرمۍ، اوښکې بهوونکی ګاز او ګنګسوونکي لاسي بمونه کارولي دي. د اسرائیل پولیسو بیا ویلي چې د دوی ۱۷ تنه هم ټپیان شوي دي. د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ... Читать дальше...

د سعودي د کورنیو چارو وزارت د ښځو حقونو مخکښه فعاله لجين الهذلول احضار کړې

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان د ښځو د حقونو مخکښه فعاله لجين الهذلول د کورنیو چارو وزارت د پوښتنو لپاره احضار کړې ده. د لجین خور په خپل ټویټر دا خبر ورکړی دی. لجین درې میاشتې مخکې له زندانه خوشې شوې وه. لجین الهذلول په سعودي کې د ښځو لپاره د موټر چلونې د حق لپاره پراخه مبارزه کړې ده او هم‌یې په دغه هېواد کې ښځو ته په لږه ونډه نیوکې کړي. دا مخکښه فعاله په ۲۰۱۸ کال کې له ګڼو نورو ښځو سره په ګډه زنداني شوې وه.

د برازیل ولسمشر د مور ورځې په درنښت د موټرسایکل چلونې یوه سیالۍ کې ګډون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو د مور د ورځې په درنښت د موټرسایکل چلونې په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ. دا سیالي په پلازمېنه برازیلیا کې پرون ترسره شوې. ولسمشر بولسونارو له ولسمشرۍ ماڼۍ الوورادا ووت او د سلګونه موټرسایکل چلوونکو په ملتیا یې د ښار په منځ کې شاوخوا یو ساعت موټرسایکل وچلاوه. د برازیل په ولسمشر د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې تُندې نیوکې کېږي ځکه هلته د کرونا له لاسه د مړو شمېر نږدې څلور لکه او ۲۰ زرو کسانو ته پورته شوی دی. خو د راپورونو له مخې ولسمشر بولسونارو د موټرسایکل چلونې په... Читать дальше...

وسله‌والو طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

طالبانو اعلان کړی چې د اختر په درېیو ورځو کې خپل بریدونه دروي.  د دې ډلې له‌خوا یکشنبه ناوخته د اختر د درېیو ورځو د اوربند په عنوان یوه اعلامیه خپره شوې.  په اعلامیه کې د طالبانو مشرتابه په خپلو جنګیالیو غږ کړی چې د کوچني اختر په شپو ورځو کې هېوادوالو ته د امن او ډاډ فضا برابره کړي او د اختر له لومړۍ تر درېیمې د افغان ځواکونو په وړاندې هر ډول تعرضي عملیات ودروي. د دې ډلې په اعلامیه کې دا هم راغلي چې که په طالبانو برید وشو له ځان به دفاع وکړي. د طالبانو او افغان حکومت له‌خوا تېرو اخترونو کې... Читать дальше...



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

В столице Бурятии в городе Улан-Удэ в театре кукол «Ульгэр» 14-16 июня пройдут «Волшебные выходные»! - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


Людмила Самсонова

Людмила Самсонова не отдала голландскую траву // Она продолжила серию российских побед на теннисном турнире в Хертогенбосе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

Vavada Casino: a Leader in the Online Gaming Industry



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России