ډاکټران وايي، پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي
پاکستان کې ډاکټران وايي، له تېرو څو ورځو راهېسې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ کیسونه مخ په کمېدو دي. دوی وايي، دا چې حکومت په اختر کې په لویو بازارونو او سیل ځایونو بندېز لګولی و او خلکو هم په طبي سپارښتنو عمل وکړ نو ځکه کورونا ډېره خوره نه شوه. ډاکټران وايي، که اولس همداسې له احتیاطه کار واخلي، حالات نور هم ښه کېدلی شي. د اسلام اباد د پمز روغتون ډاکټر ناصر مومند وايي: "د کورونا د مثبتو پېښو کچه څو ورځې وړاندې پوره ۱۲ فیصده وه اوس دا اتو فیصدو ته راټیټه شوې ده. دا چې حکومت په وخت ټولبند اعلان کړ او... Читать дальше...