د اسراییل-فلسطین د اوربند په اړه امنیت شورا ته د فرانسې، مصر او اردن پرېکړه لیک
فرانسې له مصر او اردن سره په همغږۍ امنیت شورا ته یو داسې پرېکړه لیک وړاندیز کړی چې د اسراییل او فلسطین ترمنځ د اوربند غوښتنه په کې شوې. د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ پرون سې شنبه (د غويي ۲۸مه) ناوخته یوه بیان کې ویلي چې د دوی ولسمشر ایمانویل مکرون، مصري سیال یې عبدالفتاح السیسي او د اردن پاچا ملک عبدالله پرهمداسې یوه پرېکړه لیک هوکړه کړې ده. درې واړو هېوادونو په درېیو مسئلو هوکړه وکړه، لومړی د جګړې درېدل، دویم اوربند او درېیم هم دا چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید دا موضوع جدي تعقیب کړي. مصر... Читать дальше...