د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې '۱۸ وسلهوال طالبان' ووژل شول
د ننګرهار امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په اچین ولسوالۍ کې ۲۹ وسلهوالو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده. دا خبره د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان رسنیو ته په یوه پیغام کې کړې ده. هغه په اچین کې د عملیاتو او طالبانو ته د مرګژوبلې په اړه وویل: "د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو پر مهال ۱۸ وسلهوال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي، همداراز په حصارک ولسوالۍ کې هم دوه وسلهوال طالبان وژل شوي او درې نور یې ټپیان دي." وسلهوالو طالبانو لا د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.