طالبان وايي حکومت یې د تهران غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي، د طالبانو حکومت تراوسه پورې د تهران په غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې. ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون په تهران کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه وویل، لا وخت شته چې په دې غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه وشي. د تهران د غونډې د بحث موضوع په افغانستان کې پراخ بنسټه حکومت، سوله او ثبات بلل شوی دی. تردې مخکې د چهارشنبې... Читать дальше...