د کندهار له هوایي ډګر هم نړیوالې الوتنې پيل شوې
تر کابل وروسته د کندهار له هوایي ډګر هم نړیوالې الوتنې پيل شوې. په کندهار کې د احمدشاه بابا د نړیوال هوایي ډګر مسؤل نقیبالله وفا ازادي راډیو ته وویل لومړی پرواز د ایران د ماهان هوايي شرکت و چې ننیې ۵۶ مسافر مشهد ښار ته ولېږدول. د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د پلازمېنې کابل د نړیوال هوايي ډګر په شمول په ځینو نورو لویو ښارونو کې هوايي ډګرونه غیر فعاله شوي وو. د کابل د نړیوال هوایي ډګر ګڼې برخې تخریب شوې وې چې د قطر او ترکیې په ګډو هڅو بېرته جوړې شوې.