د کرکټ شل اووريز نړيوال جام؛ افغانستان لومړۍ بريا خپله کړه
د کرکټ په شل اووریزه نړیوال جام سیالیو کې افغانستان لومړۍ بریا خپله کړه. له سکاټلند سره په دې لوبه کې ټاس یا پچه افغان لوبډلې وګټله او د منډو جوړولو پرېکړهیې وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه، خو سکاټلند دا هدف پوره نهشو کړای او ټوله لوبډلهیې په ۶۰ منډو وسوځېده. د افغانستان په توپ اچوونکو کې مجیبالرحمن ځدراڼ د سکاټلند پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزهیې ترلاسه کړه. راشد خان څلور او نوینالحق د سکاټلند یو لوبغاړی وسوځول او افغان لوبډلهیې بریالۍ کړه. Читать дальше...