Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2021

Новости за 30.10.2021

طالبان وايي افغانستان کې به د ټاپي پروژې کار ډېر ژر پیل شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، افغانستان ته د ترکمنستاني پلاوي د سفر مهمه موضوع په دغه هېواد کې د ټاپي پروژې د کار بیا پیل دی.  ښاغلي مجاهد دا څرګندونې د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې: "د دغه سفر عمده برخه د ټاپي پروژې د کار پیل دی، د ټاپي پروژې کار د افغانستان تر سرحده پورې را رسېدلی، یو میلیارد ډالرو پانګونه مخکې پرې شوی، د ترکمنستان حکومت ژمنه وکړه چې پنځه میلیارډه ډالره نور پرې ولګوي او دا پروژه تکمیل او د افغانستان له سرحدونو... Читать дальше...

د خوست ناروغان: نړیوال دې د افغانستان روغتیايي برخې ته په سیاسي نظر نه ګوري

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې ناروغان او ناروغ لرونکي له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د افغانستان له روغتیايي مرکزونو سره دې خپلې مرستې روانې وساتي. دوی زیاتوي، له دې کبله چې د افغانستان خلک د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او بشرپالو مرستو ته اړتیا لري، نو  نړیواله ټولنه دې، د دې هېواد د روغتیا سکټور له سیاست سره نه تړي. د خوست په ولایتي روغتون کې ناروغانو او ناروغ لرونکو یادې څرګندونې د اکتوبر په ۳۰مه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وکړې. د خوست اوسیدونکی ډاکټر نورالله چې په یوه ټرافیکي پېښه کې... Читать дальше...

د 'جي ۲۰' سرمشریزه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو سرمشریزه نن د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پرانیستل شوه. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د اقلیمي بدلونونو او نړیوال اقتصاد په اړه بحثونه کېږي. د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي د سرمشریزې په ځای کې د نړۍ مشرانو ته هرکلی ووایه.  د کرونا د وبا له پیل راهیسې دا د شلو پرمختللو هېوادونو یا جي شل لومړنۍ حضوري غونډه ده. د دې سرمشریزې په اجنډا کې د کرونا ضد د واکسین د وېش په ګډون د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر اړوندو مسایلو بحثونه شامل دي، خو ډېره پاملرنه به د اقلیمي بدلون مسئلې ته وي. ... Читать дальше...



د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبه؛ راشدخان له خلکو بښنه غوښتې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ستوري راشدخان له پاکستان سره په بېګانۍ لوبه کې د افغان لوبډلې د ماتې له کبله له خپله مینه والو بښنه غوښتې.  افغان لوبډلې تېره شپه د شل اووریز کرکټ په نړیوال جام کې په یوه هیجاني لوبه کې د پاکستان پر وړاندې په پنځو ویکټو ماتې وخوړه.  راشدخان پر خپله فیسبوکپاڼه په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان او نړۍ کې له مینه والو ځکه بښنه غواړي چې ویې نه شو کړای خلکو ته هغه بریا راوړي چې هیله یې درلوده.  راشد همدا راز په شل اووریز کرکټ کې د سلو ویکټو د ترلاسه کولو د ریکارډ په خاطر د خپلو مینه والو د نېکو هیلو مننه کړې. Читать дальше...

امریکا: ښایي د کرونا ویروس سرچینه هېڅکله معلومه نه شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا استخباراتي ادارې وايي، ښايي هېڅکله ونه توانېږي دا معلومه کړي چې کرونا ویروس له حیوانه انسان ته سرایت کړی او که له کوم لابراتواره خپور شوی دی. د امریکا د ملي استخباراتي ادارې دفتر په یو بیان کې ویلي، په هغه محرم راپور کې چې پرون جمعه (د لړم په ۷مه نېټه) خپور شو هم له طبعیت او هم د چین له کوم لابراتوار څخه انسان ته د کرونا ویروس د خپراوي فرضیې تائیدوي. دا راپور د هغې ۹۰ ورځنۍ څېړنې دوام دی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د کرونا د اصلي سرچینې په اړه د فرضیې د سپیناوي لپاره غوښتې وه. په... Читать дальше...

د سوډان پلازمېنه کې زرګونه کسان د پراخو مظاهرو لپاره راټول شوي

Pa.azadiradio.com 

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې زرګونه کسان د ټول هېواد په کچه د پراخو مظاهرو د پلان په ترڅ کې راټول شوي دي. معترضان په دې افریقايي هېواد کې له پوځي کودتاه وروسته د ملکي حکومت د بېرته ټینګېدو غوښتنه کوي. مظاهره چیانو د خرطوم په لارو کوڅو کې د لاریون پرمهال د سوډان بیرغونه لېږدول او شعارونه یې ورکول چې پوځي واکمني د ستایلو نه ده او دا هېواد زموږ دی او زموږ حکومت ملکي دی. زرګونه خلکو تېره اوونۍ وروسته له هغه مظاهرې وکړې چې د جنرال عبدالفتاح برهان له خوا د شوې کودتاه په ترڅ کې د صدراعظم عبدالله... Читать дальше...

په هرات کې د تکواندو سیالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د تکواندو سیالۍ پای ته ورسېدې. د هرات ولایت د تکواندو فدراسیون نن شنبه (د لړم په ۸مه نېټه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه سیالۍ کې د ۲۰ کلپونو څخه ۱۰۸ لوبغاړو ګډون کړی وو. خبر پاڼه کې راغلي، دغه سیالۍ چې پنځه ورځې وړاندې پیل شوې تېره ورځ پای ته ورسیدې. د دغو سیالیو هدف د ولایتي سیالیو لپاره د غوره استعدادونو پېژندل ښودل شوي. شان ټاکل شوې چې د دې سیالیو ۵ لوبغاړي روانه اوونۍ د سویلي اسیا نړېوالو سیالیو کې د ګډون په هدف اسلام اباد ته سفر کوي.

طالبان نړۍ ته: که غواړئ له افغانستانه ونه ګواښل شئ حکومت مو په رسمیت وپېژنئ

Pa.azadiradio.com 

طالبان په ټینګار سره وایي، که نړۍ غواړي چې له افغانستانه ورته ګواښ پېښ نه شي دوی دې د مسوول حکومت په توګه په رسمیت وپېژني.  ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غوندې ته وویل، که نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه غواړي چې له افغانستان ورته امنیتي ګواښ پېښ نه شي دوی دې د یو "مسوول حکومت" په توګه په رسمیت وپېژني. مجاهد زیاته کړه: "اخر به دوی مجبور شي چې افغانستان په رسمیت وپېژني ځکه د افغانستان په رسمیت پېژندنه دوه اړخیزه اړتیا ده. یوازې افغانستان رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لري، هېوادونه... Читать дальше...



کابل کې ځینې مېرمنې وايي طالبانو یې د لاریون مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ښځو له‌خوا د عدالت غوښتنې او لاریونونو په دوام، نن د شنبې په ورځ یو شمېر نورې ښځې هم د کابل لارو کوڅو ته راوتلې وې، خو دوی وايي، طالبانو د لاریون اجازه نه ده ورکړې.  دغه ښځې وايي، د لاریون موخه یې د افغان ماشومانو د بد وضعیت، د کنګل شوېو پیسو د ازادۍ او د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار لپاره عدالت غوښتنه وه.  له لاریون کوونکو دوو تنو یې چې نه غواړي نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "موږ تللي وو چې د زرګونه افغانانو غږونه نړیوالې ټولنې ته ورسوو، خو بدبختانه و نه شول او موږ ته یې اجازه را نه کړه. Читать дальше...

سرچینه: طالبانو ننګرهار کې پر یوه واده چاپه وهلې، دوه تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې طالبانو د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو له چاپې وروسته دوه کسان په ډزو وژلي دي.  یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، طالبانو پر دې مراسمو هغه مهال چاپه واچوله چې په لوړ اواز موسیقي وغږول شوه. په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم، په دې شرط چې هویت یې پټ پاتې شي ازادي راډیو ته وویل، په پېښه کې لس کسان ټپیان شوي هم دي چې یوه ځایي روغتون ته د علاج لپاره بیول شوي دي.  په یوه بل خبر کې راغلي دي چې په شېرزاد ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه... Читать дальше...

نامعلومو کسانو کابل کې د یوې ایرانۍ رسنۍ افغان خبریال ټپي کړی

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو موټر سایکل سپرو پرون په کابل کې د یوې ایرانۍ رسنۍ د یوه افغان خبریال پر موټر برید وکړ.  د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي علي رضا شریفي چې د ایران د راډیو ټلوېزیون خبریال و، په دې برید کې برسېرن ټپي شوی دی.  پر شریفي د برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې، خو ښاغلي کریمي وویل چې د دې برید د عاملانو د موندلو لپاره تحقیقات پیل شوي دي.  شریفي ویلي چې دی ماښام مهال په خپل موټر کې کورته روان و چې دوو موټر سایکل سپرو یې پر موټر ډزې وکړې.  دا برید... Читать дальше...

پاکستان سره د افغانستان د کرکټ لوبې په اړه د ځینو افغانانو هیلې او غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

که څه هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه د نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله دوهمه لوبه پاکستان ته بایلوده، خو یو شمېر عام افغانان خوشبینه دي چې دغه لوبغاړي د تېرو کلونو پرتله پیاوړي دي او کولی شي د ښو هڅو او لوړ مورال په درلودو سره خپلې نورې لوبې وګتي. د کابل ښار یو اوسېدونکی زمری وایي، افغان کرکټ لوبډلې تر اوسه ښې لوبې ترسره کړي او غواړو چې په راتلونکي کې هم خپل مورال دا شان لوړ وساتي: "ډېره ښه لوبه وه، افغان لوبډلې ډېره ښه لوبه وکړه، زموږ هیله له دوی نه دا ده چې راتلونکي کې دې هم خپل مورال... Читать дальше...

د چمن ــ سپين بولدک لارې تړلو د کوټې کاروبار اغېزمن کړی

Mashaalradio.com 

د چمن او سپین بولدک تر منځ لارې که يو خوا عام ولس اغېزمن کړی نو بلخوا يې کاروبارونه هم ځپلي دي. د کوټې روسي ګلۍ ته د افغانستان له لارې د نورو هیوادونو سامانونه ورځي، خو اوس د دې کاروباري مرکز دوکانداران وايي چې د لارې بندېدو له کبله يې کاروبار اغېزمن شوی او د دوکانونو کرايې لا هم نه شي پوره کولای. نور حال د صمد شبنم په ويډيويي راپور کې وګورئ.

ملګري ملتونه جي-۲۰ ته: افغانستان کې د پراخې لوږې مخنیوی وکړئ

Pa.azadiradio.com 

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال مارټین ګرفیټس له جي شل یا د نړۍ د لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د پراخې لوږې مخ نیوی وکړي. ښاغلي ګرفیټس پر جي شل هېوادونو غږ کړی چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت د ماتې په حال کې دی او د هېواد نیمايي وګړي د خوړو لپاره څه نه لري او روان ژمی به هم له سختیو ډک فصل وي. مارتین ګرفیټس تېره ورځ د فرانسې خبري اژانس ته ووېل: "مرستو ته اړتیا په افغانستان کې ډېره شدېده ده او خپل اوج ته رسېدلې ده." په افغانستان کې له پنځو... Читать дальше...

طالبان: له ناسم اقتصادي وضعیته د خلکو ایستلو لپاره پروګرامونه لرو

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، دوی له روان ناسم اقتصادي وضعیته د خلکو د ایستلو لپاره ګڼ پروګرامونه په پام کې لري. د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، په دې پروګرامونو کې د یو شمېر پروژو پلي کېدل، د بهرنیو مرستو جلب، په منظم ډول د عوایدو راټولول او خلکو ته د کاري زمینو برابرول شامل دي. ښاغلی کریمي، دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان اوسېدونکي له ناسم اقتصادي وضعیت، بې روزګارۍ او لومړنیو توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نړیوالو سازمانونو هم په دې اړه جدي اندېښنې مطرح کړي دي. Читать дальше...

د جي-۲۰ سرمشریزه کې پر افغانستان هم خبرې کېږي، طالبان ترې څه تمې لري؟

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ ستر اقتصاد لرونکي هېوادونه د جي۲۰ سرمشریزه کې نن راټولېږي. د دې غونډې د بحثونو مهمه منځ‌پانګه له کرونا وبا وروسته، د نړۍ د ځپېدلي اقتصاد بیا را ژوندي کول دي.   خو ترڅنګ یې ځینې نور موضوعات هم شته چې تمه ده پرې بحث وشي. له دې یوه موضوعاتو یوه یې، افغانستان دی.   که څه هم جي‌۲۰ واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د اکټوبر په ۱۲مه نېټه بېړنۍ غونډه وکړه او له افغانستان سره په کې د څه باندې یو میلیارډ ډالرو بشري مرستو اعلان وشو، خو ښکاري چې د دې هېواد روان بشري او ټولنیز وضعیت د تېر پرتله لا ډېر د اندېښنې وړ دی. Читать дальше...

روم کې 'جي۲۰' د اقلیمي بدلون او نړیوال اقتصاد په اړه خپل بحث پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د پرمختللو هېوادونو مشران د اقلیمي بدلون او نړیوال اقتصاد په اړه د بحث لپاره خپله دوه ورځنۍ سرمشریزه نن په روم کې پیلوي.  د کرونا د وبا له پیل راهیسې دا د شلو پرمختللو هېوادونو یا جي شل لومړنۍ حضوري غونډه ده. د دې سرمشریزې په اجنډا کې د کرونا ضد د واکسین د وېش په ګډون د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر اړوندو مسایلو بحثونه شامل دي خو ډېره پاملرنه به د اقلیمي بدلون مسالې ته وي.  اقلیمي فعالې سویډنۍ پېغلې ګریتا تونبیرګ پرون له بي بي سي سره په مرکه کې د جي شل له مشرانو د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه: "تاسو... Читать дальше...

کراچۍ کې چاودنې څلور کسان وژلي او شپږ ژوبل کړي

Mashaalradio.com 

دا پېښه د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه ناوخته شوې ده او له پیښې وروسته په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر راجه عمر خطاب خبريالانو ته وویل، لومړني معلومات ښيي چې دا د سي این جي ګیس د سلینډر چاودنه وه خو متعلقه امنیتي ادارې د حقایقو معلومولو لپاره نورې پلټنې هم کوي.

د ترکمنستان یو پلاوی افغانستان ته راغلی

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر نن شنبه (د لړم ۸مه) د یو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته رسېدلی دی. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي نن ازادي راډیو ته وویل چې رشید مردوف او ملګری پلاوی به یې د دې دوه ورځني سفر پر مهال د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا او نورو چارواکو سره وګوري. کریمي زیاته کړه: "په ترکمنستاني پلاوي کې د ټاپي پروژې د مشر په ګډون نور چارواکي هم شامل دي. دوی به د اسلامي امارت له رییس الوزار، سیاسي مرستیال او دغه شان د ټول ګټو او کرنې وزارت له مسوولینو سره لیدنې ولري."   طالبانو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Бато Багдаев

Дети из землячества Узбекистана в Улан-Удэ стали зрителями театр кукол «Ульгэр»: Россия и Культура





Rss.plus
Динамо

"Динамо" обыграло "Балтику", дважды забив в компенсированное время




Суд рассмотрит апелляцию на приговор Игорю Гиркину

Оздоровительные лагеря готовятся встретить мытищинских школьников

В крупных городах жилье стало менее доступным для населения за последние 4 года

Полиция накрыла казино для пенсионеров в Москве, которое было оборудовано в обычной квартире




حکومت وايي چې د تحریک لبیک پاکستان سرغړونې نور نه شي زغملی

Mashaalradio.com 

دا په داسې حال کې ده چې کالعدم (غیرقانوني پېژندل شوې) ډلې د اکتوبر له ۲۲مې نېټې نه له پنجابه اسلام اباد ته اوږد لاریون پیل کړی خو حکومت ورته په لاره کې خنډونه اچوي او نه یې پرېږدي چې هغوی سر ښار ته ورسېږي.

امریکا پر ایران تازه بندیزونه لګولي دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونو پر ایران تازه بندیزونه لګولي دي. دا بندیزونه په عراق، لبنان، یمن او ایتوپیا کې یاغي ډلو ته د بې پیلوټه جنګي الوتکو او د دې الوتکو د وسایلو د خرڅلاو لپاره لګیدلي. د امریکا خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دې نوېو بندیزونه کې د ایران د سپاه پاسداران ډلې دوه جګ پوړي غړي برید جنرال سید اغا جاني او برید جنرال عبدالله محرابي همدا راز دوه شرکتونه چې د امریکا په وینا د سپاه پاسداران د بې پېلوټه الوتکو له پروګرام سره مربوط دي، په نښه شوي دي. د بندیزونو له مخې د دې کسانو... Читать дальше...

سیګار: امریکا د افغان حکومت د ماتې معلومات نه راکوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې سیګار د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه تورن کړي چې د افغانستان حکومت د ماتېدو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ریښتوني ځواک په اړه یې معلومات نه دي په ډاګه کړي. د سیګار مشر جان سوپکو پرون په ویرجینیا ایالت کې خبري غونډې ته وویل، دې معلوماتو د امریکا د کانګرس له غړیو او خلکو سره دا مرسته کولی شوی چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د پایته رسولو ارزونه وکړي. ښاغلي سوپکو د امریکا له دفاع او بهرنیو چارو وزراتونو غوښتي دي چې د افغانستان... Читать дальше...

۲۹ افغان همجنس بازان بریتانیا ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

نهه ویشت همجنس باز افغانان بریتانیا ته ورسېدل، دوی په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیرې لیز تراس او د همجنسبازانو د حقونو د سازمانونو په مرسته له افغانستانه وایستل شول. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو وویل، د دې کسانو د ایستلو په برخه کې یې مهم رول لوبولی او له افغانستانه به د هغو افغانانو د را ایستلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې هلته یې ژوند په خطر کې دی. د افغانانو په دې همجنس بازه ډله کې زده کوونکي او مدني فعالان دي. ... Читать дальше...

عمران خان: افغان کرکټ لوبډلې په زړه پورې سیالي وکړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې یو وخت د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان و، پر ټویټر د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو د تېرې شپې لوبې په تړاو لیکلي چې افغان لوبډلې په زړه پورې سیالۍ وکړه. عمران خان لیکلي، د افغانستان د کرکټ په څېر داسې لوبډله یې نه ده لیدلې چې په دومره چټکۍ سره په نړیوال کرکټ کې خپل ځان ته ځای پیدا کړي. افغانستان د کرکټ د شل اوورونو په نړیوال جام کې پرون خپله لوبه پاکستان ته د پنځو وېکټو په توپیر وبایلله. د افغانستان بله لوبه سبا له نامیبیا سره ده.

افغان هنرمندان د وطن په ياد کې نغمې غږوي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې زياتره هنرمندانو پر دې هېواد د طالبانو تر کنټرول وروسته هېواد پريښود، خو په دوی کې يوشمېر اوس په بهر هېوادونو کې د وطن په ياد کې نغمې غږوي. د افغانستان د ملي‌ارکېسټرا هنرمندان په دوحه کې د تمرينونو او کنسرټونو په کولو سره وايي په هر ځای کې چې وي، د افغانستان نوم به لوړ ساتي. بشير ګواښ د فرانس پرېس خبري اژانس ويډيويي راپور پښتو کړی دی.



Москва

Стоматолог Татьяна Сумцова: какие зубные пасты вредны для зубов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Столичный мэр реорганизовал управы в ТиНАО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Антонио Вивальди

30 мая «Времена года» Антонио Вивальди прозвучат в Эрмитаже




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»


WTA

Виктория Азаренко пробилась в четвертьфинал турнира WTA в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сергей Собянин: в ТиНАО создадут новые управы районов



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России