Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2021

Новости за 02.10.2021

نامعلومو وسله والو جلال اباد کې د خبریال سادات په ګډون ۴ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو په جلال اباد ښار کې خبریال او لیکوال سید معروف سادات وژلی دی. له ختیځ ولایت ننګرهاره راپورونه وایي چې نن شنبه (د تلې لسمه) مازدېګر ناوخته د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند پنځم واټر پمپ سیمه کې نامعلومو وسله والو لیکوال او د "صبح بخیر او ماښام پخیر" راډیو پخوانی خبریال سید معروف سادات په ډزو وژلی او د نوموړی کوچنی زوی یې ټپي کړی دی. د پېښې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته په ورکړل شوېو معلوماتو کې ویلي چې په دې پېښه کې درې نور کسان هم وژل شوي چې هویت یې لا معلوم نه دی. د سرچینې... Читать дальше...

پاکستان: له هغو طالبانو سره غږیږو چې مذاکرات کول غواړي

Mashaalradio.com 

د اکتوبر پر دویمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د تحريک انصاف غړی چودري فروخ الطاف چې د قامي اسمبلۍ د دفاع قايمه کمېټې غړی هم دی له وسله والو ډلو سره د خبرو په اړه يې له ډېرو جزياتو ورکولو ډډه وکړه خو زياته يې کړه چې لا هم حکومت په دې لړ کې حتمي پرېکړه نه ده کړې.

غزني مېشتي خلک: د طالبانو په راتګ امنیت ښه شوی، د غلاوو کچه هم کمه شوې

Pa.azadiradio.com 

د غزني یو شمېر اوسېدنکي په دې باور دي چې د طالبانو له راتګ سره په دغه ځای کې امنیت ټینک شوی دی.  دوی وايي، په ښار کې ورسره د غلاوو کچه هم کمه شوې او ترڅنګ یې خلک کولی شي چې شپه ـ ورځ په ډاډه زړه له هرځایه هر ځای ته سفرونه وکړي او په وینا یې که څه هم چې تر یوې اندازې خلک بې روزګاره شوي او ګراني هم زیاته شوې ده، خو بیا هم خلک په ډاډه زړه خپل ورځني کارونه پر مخ وړي.  د غزني ښار د پښتون اباد د سیمې اوسېدونکی ۲۵ کلن جمعه الدین: "له کومه وخته چې طالبان واک ته رسیدلي، له هغه راایسته په غزني ولایت کې... Читать дальше...



ترکمنستان: افغانستان سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړو

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان ولسمشر وايي، هېواد به یې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.  قربان قلي بیردي محمدوف نن له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، هېواد یې په پام کې لري چې د بشردوستانه مرستو بله بسته، د ښه ګاونډیتوب د نښې په توګه افغانستان ته ولېږي.  د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بشري بحران د زیاتېدو په باب اندېښنې زیاتې شوي دي.   د سره صلیب نړیوالې کمېټې سیمه ییز مشر، الکساندر ماتیو د پنجشنبې په ورځ ویلي و، که د دولتي مامورانو او روغتیايي کار کوونکو معاشونه ورنه کړل شي،... Читать дальше...

پاکستاني طالبانو شمالي وزیرستان کې د ۴ سرتیرو د وژنې پړه ومنله

Pa.azadiradio.com 

د پاکستاني طالبانو ډلې یا (TTP) په شمالي وزیرستان کې د څلورو سرتېرو او یوه پولیس د وژنې مسوولیت ومانه.  امنیتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دغه پېښه نن د سپین وام په لیرې پرته سیمه سلپازۍ کې شوې ده.  چارواکو ویلي، وسله والو پر سرتېرو هغه وخت برید وکړ چې دوی د تالاشۍ په عملیاتو پسې وتلي وو.   تر دې مخکې پاکستاني طالبانو د صدراعظم عمران خان دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې حکومت له دې وسله والې ډلې سره د اوربند په اړه په خبرو بوخت دی.  عمران خان د ترکیې ټي ار ټي... Читать дальше...

'اېن.او.اېس': طالبانو د هالنډیانو افغان ژباړونکي محکمې ته غوښتي

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ 'اېن.او.اېس' ټلوېزیون راپور ورکړ چې طالبانو له هغو افغانانو چې د هالنډیانو لپاره یې ژباړه کړې وه، غوښتې چې محکمې ته حاضر شي.   د 'اېن.او.اېس' ټلوېزیون د خبر له مخې ځینې ژباړونکي پټ دي او د طالبانو د یوه لیک له مخې، که دوی ځانونه تسلیم نه کړي د هغوی د کورنیو غړیو ته به د دې لپاره سخته سزا ورکړي چې نورو ته عبرت شي.   د طالبانو د جلب یو مکتوب په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پولیسو د پخوانۍ څانګې یوه ژباړونکي ته استول شوی دی.   په دې لیک کې راغلي چې دې کس د بهرنیانو لپاره کار کاوه او په سرټیټۍ یې حرامې پیسې ترلاسه کړي دي. Читать дальше...

د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم پرتګال کې تمرین کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي ټیم ځینې غړې دا مهال پرتګال کې دي او هره ورځ خپلو تمرینونو ته دوام ورکوي. ددې ټیم کيپتانې ویلي، تمه کیږي چې دا نجونې به د روغتیايي معایناتو او د دوی د وړتیاو د کچې له ارزونې وروسته، په مناسبو ټیمونو کې ځای شي. ددې نجونو د تمرین بهیر په دې راپور کې وګورئ.

سلګۍ غزل خپله شاعري ټولو ته رسول غواړي

Mashaalradio.com 

په سروې خپرونه کې مو دا ځل له افغانستانه سلګۍ غزل مېلمنه ده. سلګۍ یوه شاعره ده. دا اوونۍ مو په پروګرام کې د هغې پر ادبي هلو ځلو او ژوند خبرې کړې دي. د پروګرام کوربنه ملیحه امیرزاده ده.



د افغان نجونو فوټبال لوبډله پرتګال کې تمرينونه کوي

Mashaalradio.com 

د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډلې یو شمېر لوبغاړې پرتګال ته رسېدلې دي. دوی وایي خوشحاله دي چې اوس به یې څوک له لوبو کولو نه منع کوي، خو په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او کار په اړه یې لا هم په زړونو کې اندېښنې دي. طالبانو یوه نیمه میاشت مخکې کابل ونیوه چې له دغه وروسته یو شمېر نجونو او ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهرې هم وکړې. په دې اړه د رويټرز اژانس ويډيويي راپور فرخنده اسد پښتو کړی دی.

ارزګان میشتي ځوانان وايي طالبان یې د ږیرو خریلو له امله ځوروي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت یو شمېر ځوانان وايي، دغه ولایت کې واکمن طالبان یې په شخصي ژوند کې لاس وهنه کوي، ځوروي یې او ښه ژوند کولو ته یې نه پریږدي. دغه ځوانان وايي، دوی پوه او په خپل ښه او بد ښه پوهېږي، خو طالبان یې د دې لپاره ځوروي چې ولې دې ږیره خریلې یا ولې دې د سر ویښتان جوړ کړي دي. له ډلې یې ددې ولایت یو تن اوسیدونکي حکمت الله ازادي راډيو ته وویل: "پخوا به سلمانۍ ته په ډاډه زړه ورتلو،وېښتان او ږیره به مو پرې سمه کړه، سټایل ښه خوند راکوي، اوس دې نوي حکومت کې د هېڅ شي په خوند نه پوهیږو، نه ږیره کوچني... Читать дальше...

ټرمپ یوه قاضي ته: زما د ټویټر حساب بیا فعالیدو په اړه اقدام وکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوه فډرال قاضي غوښتنه کړې چې د ده ټویټر د حساب د بیا برحاله کېدو اقدام وکړي.   ټرمپ هڅه کوي چې د ده پر ټویټر حساب لګول شوی دایمي بندیز لېرې کړای شي.   پنځه اویا کلن ټرمپ د خپل حساب د برحاله کېدو لپاره د ټویټر شبکې پر وړاندې د جمعې په ورځ ابتدايه دعوا ثبت کړه.  ټویټر شبکې د ډونالډ ټرمپ د ټویټر حساب چې شا او خوا ۸۰ میلیونه فالوورز یې درلودل، د ده د سیاسي مخالفانو د فشارونو په نتیجه کې بند کړ.   ټرمپ د جنورۍ پر اتمه د ټویټر له کارونو منع... Читать дальше...

ګرجستان کې خلکو د ښاروالانو او محلي شوراګانو ټاکنو کې برخه واخیسته

Pa.azadiradio.com 

په ګرجستان کې نن خلکو د ښاروالانو او محلي شوراګانو په ټاکنو کې خپلې رایې وکارولې.   دغو ټاکنو ته تر ډېره د واکمن ګوند د ګرجستان د رویا ګوند د ټولپوښتنې په سترګه کتل کېږي.   دا ټاکنې د تبعید شوي ولسمشر میخایل سکاشویلي تر ستنېدو مخکې هم لانجمنې ګڼل کېدې.  سکاشویلي چې په ۲۰۱۸میلادي کال په غیاب کې محکوم شوی و او په وروستیو کلونو کې په اوکراین کې ژوند کاوه او دا اوونۍ یې ژمنه وکړه چې د محلي ټاکنو او د ګرجستان د ژغورنې په خاطر به د زنداني کېدو له ګواښ سره- سره دغه هېواد ته ستون شي.  هغه تر ستنېدو څو ساعته وروسته د ټاکنو په شپه ونیول شو.

د کونړ ۸ ولسوالیو کې د ماشومانو د زده کړو ۵۰۰ کلیوالي ټولګي جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د ماشومانو د ساتنې موسسه د کونړ په ۸ ولسوالیو کې د ماشومانو د زده کړې لپاره ۵۰۰ کلیوالي ټولګي جوړوي. د دوی په خبره له یادو ټولګیو سره به ۱۵۰۰۰ ماشومانو ته د زده کړو زمېنه برابره شي. د کونړ پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقهار اخندزاده ازادۍ راډیو ته وویل، د ماشوم ساتنې نړیوالې موسسې سره يې تېره ورځ یو هوکړه لېک لاسلیک کړی چې له مخې به يي یاده موسسه د کونړ په ۸ سړو ولسوالیو کې د ماشومانو لپاره ۵۰۰ کلیوالي ټولګي جوړوي. اخندزاده وایي: "دوی پنځه سوه کلیوالي... Читать дальше...

د غزني د لومړي حوزې د پخواني امر زوی: د پلار قاتلین مې دې قصاص شي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې طالبانو د ټولو مخکنیو حکومتي کار کوونکو لپاره عمومي بښنه اعلان کړې خو د یو شمېر دولتي کارکوونکو کورنۍ ادعا کوي چې طالبان پر خپله دغه ژمنه نه دي ولاړ. تازه، په غزني کې د پخواني حکومت د یو امنیتي کار کوونکي محمد هاشم خان زوی ادعا کوي چې پلار یې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا په بې رحمۍ سره وژل شوی دی. د غزني ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې د پخواني امر محمد هاشم خان زوی عبدالحی ادعا کوي چې پلار یې په دغه ولایت کې د طالبانو د ملي امنیت په ریاست کې په بې رحمۍ سره وژل شوی دی. عبدالحی... Читать дальше...

په پښتني سیمو کې عدم تشدد څه نتیجه ورکړې ده؟

Mashaalradio.com 

په دې کې په هند کې د مهاتما ګاندهي د عدم تشدد تحریک، په امریکا کې د تورپوستو د حقونو او ولسي قراري لپاره د مارټن لوتهر کنګ مبارزه، په جنوبي افریقا کې د سپینو او تورو ترمنځ د تفریق ختمولو او روغي جوړې لپاره د نیلسن منډیلا لاریون او د پښتنو په سیمه د باچاخان د خدايي خدمتګارۍ تحریک مهم دي.

طالبان: داعش افغانستان ته لوی ګواښ نه دی، سرخوږی نه شي جوړولی

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پر دوی  د داعش ډلې بریدونو زور اخیستی. طالبان وايي، پرون د پروان په چاریکارو کې د دوی پر امنیتي ځواکونو د داعش ډلې له‌خوا د سړک غاړې ځای پر ځای شوی ماین چاودنه کې ۲ طالب عسکر ووژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو له قوله، له چاودنې وروسته یې په سیمه کې عملیات وکړل او هلته یې د داعش یو پټن‌ ځای د دوی له یو شمېر وسله‌والو سره یو ځای له‌منځه یوړ، خو داعش ډلې تر اوسه د چاریکارو د ماین چاودنې د پېښې مسوولیت نه دی منلی. له دې وړاندې د افغانستان په... Читать дальше...


Музыкальные новости
Булат Окуджава

В Душанбе открылась книжная выставка, посвящённая Юлии Друниной и Булату Окуджаве





Rss.plus
Арцах

В столице Туркменистана - Ашхабаде открыли памятник легендарному армянскому поэту и композитору Саят-Нове




Reuters сообщил о массовом отъезде уехавших россиян из Турции

Три новые радиальные линии метро построят в Москве

Булатов: «Динамо» станет чемпионом, у них самая простая задача»

Музыкальный театр просит красноярцев о поддержке на всероссийском конкурсе проектов




اوکراین کې یو پخوانی چارواکی په یوه خیانت تورن شوی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د جمهوري ریاست یو پخوانی چارواکی یوه بهرني هېواد ته د پټو اطلاعاتو د ورکولو په تور په خیانت تورن شوی دی.  د اوکراین د ملي امنیت دولتي ادارې پرون وویل، د جاسوسانو پرضد د تحقیقاتو په ترڅ کې معلومه شوه چې دا چارواکی د یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې له لوري جذب شوی و. د ملي امنیت اداره زیاتوي چې دې کس به د جګ پوړیو چارواکو په اړه محرمانه اطلاعات بهرنۍ استخباراتي څانګې ته ورکول.  د ملي امنیت په بیان کې نه د دې کس او نه هم د دې بهرني هېواد نوم  اخیستل شوی خو ویل شوې دي چې ده په جمهوري ریاست... Читать дальше...

امریکا کې د کووېډ-۱۹ تلفات تر ۷ لکو واوښتل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په متحد ایالاتونو کې د کووېډ-۱۹ تلفات تر اووه لکه واوښتل چې دا شمېره د پلازمېنې واشنګټن او یا هم د بوسټن د ښار له نفوس سره برابره ده.  په متحد ایالاتونو کې په اوسط حساب هره ورځ شااوخوا یولک او دولس زره کسان په کرونا اخته کېږي، دا فیصدي د سېپټمبر په لومړیو کې یو لک او شپېته زرو ته رسېده.  متحد ایالاتونه چې شااوخوا درې سوه دیرش میلیونه لري د کرونا تلفات په کې تر بل هر هیواد زیات دي.  په ټوله نړۍ کې تر اوسه د نژدې پنځه میلیونه کسانو ژوند کرونا وبا اخیستی دی.

پاکستاني طالبانو د اوربند په اړه د عمران خان ادعاوې رد کړې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان تحریک طالبان ډلې د صدراعظم عمران خان دا ادعاوې رد کړې چې حکومت له دې وسله والې ډلې سره په خبرو دی چې  اوربند وکړي.  عمران خان د ترکیې 'ټي ار ټي نړیوالې څانګې ته پرون په مرکه کې وویل چې د طالبانو له ډلو سره په خبرو دی او دا د پخلاینې پروسه ده.  تحریک طالبان پاکستان تر دې سمدستي وروسته یو بیان خپور کړ او په کې یې وویل چې دوی متحد دي، اختلاف په کې نه شته. د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډلې ویاند په ورته وخت کې د خپلې ډلې پر وسله والو غږ کړی دی چې بریدونو ته ادامه ورکړي.  بل لور... Читать дальше...

د دوبۍ په نړیوال نندارتون د افغانستان ځای خالي و

Pa.azadiradio.com 

څو ساعته وروسته له دې چې پرون جمعه په دوبۍ کې نړیوال نندارتون پرانیستل شو، د افغانستان د برخې دروازه بنده پاتې شوه او دا د هغو ننګونو یوه نښه ده چې په افغانستان کې د طالبانو نوي واکمنان ورسره مخامخ دي.  افغانستان یو له ۲۰۰ هېوادونو څخه دی چې له تېرو ۸ کلونو راهیسې په دغه شپږ میاشتني نندارتون کې ګډون کوي.   دا نندارتون د کرونا وبا له کبله یو کال ځنډول شوی و.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نندارتون په ودانۍ کې یوه امنیتي ساتونکي وویل، له څو اوونیو راهیسې یې د افغانستان په غرفه کې څوک نه دي لیدلي. Читать дальше...

افغانستان کې د ښځينه موټر چلوونکو روزنيز مرکز تړل شوی

Mashaalradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې د ښځينه موټر چلوونکو يوازينی روزنيز مرکز په موقتي توګه تړل شوی دی. د مرکز مشره نيلاب درانۍ هڅه کوي چې مرکز بيا فعاله کړي خو طالب چارواکيو ورته ويلي چې د اوس لپاره د امنيت ضمانت نشي ورکولای. په دې اړه د رويټرز اژانس ويډيويي راپور عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.

بغلان کې د تېرکال پرتله د پیازو حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په مشرۍ د حکومت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، روان کال په بغلان ولایت کې د تېرکال پرتله د پيازو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دغه وزات په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، تېرکال د دغه ولایت په ۲۰۵۰ هکټاره ځمکه پياز کرل شوي وو چې له دغو کروندو ۷۴ زره او۲۴۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوې وو، خو سږ یې حاصلات تر ۲۰ سلنه زیات شوي دي. دا چې روان کال په څومره هکټاره ځمکه کې پياز کرل شوي وو؟ په دې اړه یې معلومات نه دي ورکړي. خو بزګران بیا په مارکيټونو کې د پیازو له ټېټو بیو شکایات لري. Читать дальше...



Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Бутман и Агутин выступят на фестивале «Ангара-джаз» в Иркутске




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске


WTA

Потапова не смогла пробиться во второй круг турнира WTA в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

V Общероссийская конференция «Устойчивое развитие этнокультурного сектора» представит калейдоскоп успешных практик в сфере социального проектирования



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России