چین ته د افغانستان د ځلغوزیو صادرات له سره پیل شول
نن یکشنبه ۴۵ ټنه ځلغوري د هوایي دهلېز له لارې چین ته صادره شوه. د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، پر افغانستان د دوی له حاکمیت وروسته دا لومړی ځل دی چې ۴۵ ټنه ځلغوزي د هوایي دهلېز له لارې چین ته صادرېږي چې ارزښتیې یو میلیارد امریکایي ډالرو ته رسېږي. د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې رسنیو ته وویل، د روان کال له پیله په افغانستان کې له ۱۳ تر ۱۴ زره ټنو پورې ځلغوري تولید شوي چې له دې اندازې ۴۵ ټنهیې نن د کام ایر هوایي شرکت په همکارۍ د هوايي دهلېز له لارې چین ته صادره شوه. Читать дальше...