د شمالي کوریا په اړه د ملګروملتونو له امنیت شورا د امریکا غوښتنه
د امریکا متحد ایالاتونو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې د شمالي کوریا د توغندي د نوې ازموینې پرضد لاس په کار شي. شمالي کوریا تېره اوونۍ یکشنبې د منځني واټن داسې بالسټیک توغندی وازمایه چې د واشنګټن په وینا د متحد ایالاتونو تر خاورې پورې رسیدلی شي. په ملګرو ملتونو کې د متحد ایالاتونو سفیره لینډا توماس ګرینفیلډ وایي:" موږ به فشارونو ته ادامه ورکړو." ملګرو ملتونو د پیونګ یانګ له لوري د توغندي وروستۍ ازموینه غندلې ده او ویلي یې دي چې دا د امنیت شورا له پرېکړو سرغړونه ده.