د میانمار له واکمن پوځ د چین د ملاتړ دوام
چین د میانمار له واکمن پوځ څخه د خپل ښکاره ملاتړ په دوام کې ویلي چې د وضعیت بدلون ته له پام پرته له خپل دغه ګاونډه ملاتړ کوي. د چین د رسمي خبري اژانس سینهوا د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي خپل میانماري سیال ته ویلي چې چین غواړي له میانمار سره "تجارت او همکارۍ ژورې کړي". د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې د میانمار پوځ واک ته ورسېد او د انګ سان سوچي په مشرۍ ملکي حکومتیې ړنګ او مشرانیې بند ته واچول. د میانمار پوځي واکمنان له ولسي مقاومت سره مخ دي چې د ملګرو ملتونو ځینو کارپوهانو دغه مقاومت ته کورنۍ جګړه ویلې. Читать дальше...