Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2022

Новости за 26.04.2022

روژه کې مسلمانان سالمو خوړو ته هڅول؛ يوې ښځې ورته اندونيزيا کې هوټل جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

د روژې په میاشت کې صحي خواړه د ډېری مسلمانانو لپاره یو ستونزمن کار کېدای شي ځکه د روژې په میاشت کې له سهاره تر ماښامه روژه نیسي. د روژې په میاشت کې د اسلامي کلیزې تر ټولو سپېڅلې میاشت، چې مسلمانان د ورځې په رڼا کې د خوړو او څښاک څخه ډډه کوي، په ژوند کې یو نظم رامنځته کوي چې هدف یې روح ته ګټه رسول دی. خلک هڅه کوي چې په ځانګړې توګه د روژه مات خواړه خوندور او تر روژې مخکې له خوړو څخه بېل پاخه کړي. خو ډېری وختونه دا خوندور خواړه په غوړو کې سره شوي، مساله لرونکي او داسې خواړه وي چې کاربوهایډریټ او بوره پکې زیاته وي. Читать дальше...

د طالبانو حکومت د ثور اتمه عمومي رخصتي اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د غویي یا ثور اتمه چې په ۱۳۷۱ کال کې پر افغانستان د مجاهدینو د بریا له ورځې سره برابره ده، عمومي رخصتي اعلان کړې. په یوه بیان کې چې د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپور کړی ویل شوي دي چې پنجشنبې د غويي ۸ مه پر شوروي اتحاد د افغانستان د سپېڅلي جهاد د بریا له ورځې سره برابره ده او د کار د قانون د ۴۱ مادې په اساس عمومي رخصتي ده. دا ورځ په افغانستان کې په تېرو دریو لسیزو کې هر کال نمانځل کېږي.

لويډ اسټن: اوکراين کې د روسيې ماتې به کريملين پر بل ځای له يرغل راوګرځوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د روسیې ځواکونو د اوکراین پر ختیځ بریدونه زیات کړي، د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن هېله څرګنده کړه چې په اوکراین کې د روسیې ماتې به کریملین له دې را وګرځوي چې پر بل ځای یرغل ونکړي. اسټن دغه څرګندونې خبریالانو ته وروسته له هغې وکړې چې ده د امریکا د بهرنیو  چارو له وزیر انتوني بلیکین سره یوځای د یکشنبې په ورځ له اوکراین څخه کتنه ترسره کړه. اسټن وویل، واشنګټن غواړي روسیه دومره کمزورې وویني چې نور ونشي کړای هغه څه چې دې هېواد پر اوکراین د یرغل په ترڅ کې  ترسره کړي او زیاته یې کړه... Читать дальше...



بلخ کې سوداګريز او صنعتي نندارتون پرانيستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو پورې په بلخ ولایت کې د ښځو په نوښت یو سوداګریز او صنعتي نندارتون پرنیستل شي. د دې نندارتون یو مسوول سید مجتبی عنایت ازادۍ راډیو ته وویل، دا نندارتون چې د افغان مېرمنو غږ په نوم د یوه ټولنیز بنسټ له لوري جوړیږي، په لړ کې به یې په ۱۰۰ غرفو کې د ښځو او نارینه وو له لوري تولید شوي توکي د شپږو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شي. که څه هم چې ښاغلی عنایت د یاد نندارتون د پیل ورځ نه په ګوته کوي، خو وایي چې په دې نندارتون کې به لاسي صنایع، غالۍ، خوراکي توکي، خامکي توکي او ورته نور صنایع نندارې ته کېښودل شي. Читать дальше...

د کابل په پيروزي ښارګوټي کې د ۱۵۰ کارخونو جوړېدو طرحه تايد شوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون د کابل په پیروزي ښارګوټي کې د ۱۵۰ صنعتي کارخونو د جوړیدو طرحه تایید کړه. د ملا عبدالغني برادر په مشری د طالبانو حکومت د اقتصادي کمېسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا طرحه چې د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت له خوا یاد کمېسیون ته وړاندې شوې وه، پر بنسټ به یي بیجینګ – ننګرهار په نوم ساختماني شرکت د ۲۱۵ میلیونو ډالرو په لګښت یاد ښارګوټی ورغوي. د خبرپاڼې په حواله د دې پروژې د کار په پیل سره به ۱۳ زره او ۶۰۰ کسانو ته په مستقیم او ۳۰ کسانو ته به په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. Читать дальше...

د شام جګړه ځپلو او بې کوره خلکو لپاره روژه ماتی

Mashaalradio.com 

د شام په وړوکي ښار تادف کې یوه ناحکومتي اداره د جګړو له وجې بې کوره شویو خلکو ته روژه ماتی برابر کړی دی. د الفت په نوم د ادارې مشران وايي، د دې کار موخه یې له یو بله د جلا شویو کورنیو سره یو ځای کول ول. نور د رویټر اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

طالبان: دوه لوړ پوړي پلاوي يې ايران او قطر ته رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، دوه لوړ پوړي پلاوي يې ایران او قطر ته رسېدلي او په بېلابېلو مسایلو د دواړو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کوي. د طالبانو حکومت وايي چې پلاوي يې بېرته افغانستان ته راستانه شي د پرمختګونو جزیات به رسنیز کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:“ ایران ته چې زموږ کوم پلاوی تللی دی، هلته د افغان کډوالو او دغه شان ایران ته د افغانانو د تګ راتګ په برخه کې د ستونزو د حل او د یو مناسب چاپیریال د رامنځته کېدو په اړه بحثونه کوي... Читать дальше...

چين کې د کرونا ډله ييزه معاينه د دغه هېواد ډېرو برخو ته وغځول شوه

Pa.azadiradio.com 

د چین په پلازمېنه پیکنګ کې چې شا و خوا ۲۲ ملیونه وګړي په کې ژوند کوي، د کرونا ډله ییزه معاینه له یوې سیمې د ښار ډېرو برخو ته وغځول شوه. اټکل کېږي چې د کرونا د مثبتو پېښو زیاتېدو له کبله د شانګهای ښار په څېر به په پیکنګ کې هم قرنطین نافذ کړای شي. په پیکنګ کې د خلکو د کرونا معاینه پرون دوشنبه له ګڼ مېشتې سیمې چایویانګ څخه پیل شوه، خو وروسته پرېکړه وشوه، چې دغه معاینه په ۱۰ نورو سیمو کې هم وشي. په پلازمېنه پیکنګ کې نن سې شنبه د کرونا د ۳۳ مثبتو پېښو راپور ورکړل شو، چې له دې ډلې یوه کس د کرونا علایم نه درلودل.



کيم جونګ اون د اټومي ظرفيتونو د پياوړتيا ژمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا وايي، د دوی رهبر کیم جونګ اون، په خورا چټکۍ د دغه هېواد د اټومي ظرفیتونو د پیاوړتیا ژمنه وکړه. د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس نن سې شنبه راپور ورکړ، چې کیم دغه څرګندونې تېره شپه یوه پوځي پرېډ ته په وینا کې وکړې. د اژانس په حواله، کیم ویلي، شمالي کوریا به خپل اټومي ځواکونه خورا په چټکۍ نور هم پیاوړي او پراخ کړي. کیم جونګ اون دا تازه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د دغه هېواد د اټومي پروګرام له کبله د شمالي کوریا او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ له اوږدې مودې ډیپلوماتیک کړکېچ روان دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د شتمنيو کنګل کېدو د افغان ښځو ستونزې ډېرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوه ډله د امریکا له خوا د افغانستان د ملیارډونو ډالرو د شتمني کنګل کېدل د افغان ښځو او نجونو د کړوانو د زیاتوالي  یوعامل بولي. د ملګروملتونو د کارپوهانو دغې ډلې په هغه بیان کې چې پرون دوشنبې یې خپور کړی ویلي، د دې ترڅنګ چې د افغان ښځو او نجونو ډیر اساسي حقونه د طالب چارواکو د هغې تبعیضي تګلارې له امله چې د ښځو په وړاندې د جنسیت له مخې یې مخته وړې، تر پښو لاندې شوي، د متحدو ایالتونو له خوا د افغانستان کنګل شوې شتمني هم دغه وضعیت لا خراب کړی دی.  په جینوا کې میشتې د... Читать дальше...

د مذهبي ازاديو ملاتړ ډله: افغانستان کې د مذهبي لږکيو وضعيت د اندېښنې وړ دی

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې د مذهبي آزادیو د ملاتړ یوې امریکایي ډلې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان دې د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد په توګه وپېژني. د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو له چټک رسېدو وروسته په تېرو اتو میاشتو کې په دې هېواد کې د مذهبي ازادۍ شرایط خراب شوي دي. د امریکا دغه دوه ګوندیز مشورتي کمېسیون چې په نړۍ کې د مذهبي آزادیو... Читать дальше...

ترکي بشرپال او سوداګر عثمان کاوالا پر عمري بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

ترکی بشرپال او سوداګر عثمان کاوالا چې د دولت د پرځولو لپاره د مظاهره چیانو د مالي ملاتړ پر هڅو تورن شوی و، په عمري قید محکوم شوی. د کاوالا قضیې د ترکیې او د دې هیواد د ملاتړو، متحدو ایالتونو او اروپا ترمنځ یو جنجال رامنځ ته کړی او د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انترنشنل سمدستي کاوالا ته دغه سزا په ترکیه کې پر عدالت او بشري حقونو سخت ګوزار بللی دی. د محکمې له پرېکړې مخکې ۶۴ کلن کاوالا په یوه بیان کې وویل چې پرده د لګول شویو تورونو لپاره څارنوالانو هیڅ کره شواهد نه دي وړاندې کړي او دغه سزا یې د قضایي قوې له خوا د ترور یو عمل بللی دی. Читать дальше...

اوکراين ماريپول ښار کې د بشري دهليز د جوړېدو موافقې خبر رد کړ

Pa.azadiradio.com 

اوکراین دا رد کړه چې ګنې په محاصره شوي بندري ښار ماریپول کې د فولادو په یوه فابریکه کې د ایثار پاتې شویو ملکیانو د وتلو لپاره له روسیې سره د بشري دهلیز د پرانسيتلو په اړه موافقې ته رسیدلی. د اوکراین د فاع وزارت ویلي چې روسیې پرون دوشنبې هم پر دغې فابریکې او دغه راز د ریلګاډي او سوند موادو پر تاسیساتو بریدونو ته دوام ورکړ. د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرینا ویریشچوک وویل، د ازو سټال د فولادو له فابریکې د ملکیانو د وتلو لپاره د بشري دهلیز د پرانستلو اعلان روسیې په یو اړخیز ډول کړی او داسې یو دهلیز وجود نه لري. Читать дальше...

د خوړو نړيوال پروګرام يو شمېر ولايتونو کې مرستې ويشلي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP د بشري مرستو په دوام په لوګر، کابل او کندهار کې په زرګونو کورنیو سره د نویو مرستو خبر ورکوي. د خوړو نړیوال پروګرام پرون په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په روانه اپریل میاشت کې یې د لوګر په موسهي ولسوالۍ کې له ۱۵۰۰ کورنیو او د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې له ۳۸۰۰ زیاتو کورنیو سره د خوړو مرستې کړي دي. دې پروګرام ویلي چې په مارچ میاشت کې یې هم په کندهار کې ۴۸۸ زره کسانو سره مرستې کړې وې. د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز ویلي چې په تېره مارچ میاشت کې یې په کابل کې له ۳۷۶ زره زیاتو کسانو ته مرستې رسولي دي. Читать дальше...

د يوناما مرستيالې د شيعه او نورو ټولنو له استازو سره ليدنه کې خواخوږي ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیالې میتي نودسن پرون د هزاره ګانو او نورو شیعه ټولنو له استازیو سره په کتنه کې د ورستیو حملو په اړه خبرې وکړې او هم یې ورسره خپله خواخوږي وښوده. یوناما پرون په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې نوموړې پردې خبرې ټینګار وکړ چې دا مهمه ده چې د ټولو افغانانو خوندیتوب او د بشري حقونو او هم د تصمیم نیونې د یوې داسې ټول شموله مرجع مسله یقیني شي چې د افغانستان د ټولو پرګنو استازیتوب وکړي. د یوناما مرستیال مشره د شیعه ګانو له استازیو... Читать дальше...

نړيوالې ورځپاڼې: د پاکستان فشار؛ طالبانو له سرحدي سيمو وسله والو لرې کړل

Pa.azadiradio.com 

پر افغان خاوره د پاکستان د بمباریو په تړاو د طالبانو د حکومت د دفاع د وزیر یعقوب مجاهد غبرګون د یو شمېر ورځپاڼو پام ور اړولی. سيډني مارننګ هيرالډ: سیډني مارننګ هیرالډ لیکلي پر کونړ او خوست د پاکستان تر برید وروسته چې د راپورونو له مخې لسګونه کسانو ته پکې مرګژوبله واوښته ملا یعقوب ویلي چې نور به داسې ”یرغل“ ونه زغمي. سیډني مارننګ لیکلي د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې څو واره د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې لانجې او شخړې رامنځته شوي. ورځپاڼې د ملا یعقوب خبرو ته اشاره کړې چې ویلي... Читать дальше...



Москва

В Парке Горького вновь пройдет Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин рассказал о развитии района Зябликово



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

Состоялась Байкальская театральная школа в Бурятии: Россия и Культура, Дети




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Юные шахматисты Союза армян Чувашии посвятили турнир Году семьи и Дню защиты детей

Кто создает «креативный код» страны?

Люберчане стали серебряными призерами всероссийского турнира «Быстрый прорыв»


Уимблдон

«Подача на победу на Уимблдоне». Гвардиола – о заключительном туре АПЛ



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


VIP

Россия, Культура, Дети: конкурс на новую эмблему обьявил Театр Ульгэр в Республике Бурятия



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России