د بشري حقونو يوه ډله: ايران کې اعتراض کوونکي د اعدام له ګواښ سره مخ دي
د بشري حقونو یوې ډلې پرون یکشنبه وویل، په ایران کې ګڼ اعتراض کوونکي د اعدام له خطر سره مخامخ دي. دا اندېښنه وروسته له هغې وښودل شوه، چې په ایران کې اخندي رژیم تېره پنج شنبه د محسن شکاري په نوم یو تن د روانو اعتراضونو پر مهال د امنیتي ځواکونو پر یوه غړي د حملې په تور په تړاو په دار وځړاوه او په نړیواله سطحه پر دغه اعدام انتقادونه وشول. دغه مظاهرې درې میاشتې مخکې وروسته له هغې پیل شوې، چې یوې ۲۲ کلنې نجلۍ مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه. دغه کردي الاصله ایرانۍ په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه. Читать дальше...