Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2026

Новости за 05.04.2026

په کابل کې یوه مور د عدالت لټه کوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د معتادانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان د وروستي برید د قربانیانو کورنۍ د خپلو وژل شویو خواخوږ لپاره عدالت غواړي. دوی کې یوه مور هم شته چې په خپل شل کلن زوی بوره شوې او اوس وایي چې د عدالت غوښتنې غږ یې باید واورېدل شي. پاکستان د مارچ په ۲۶مه په کابل کې یو روغتیایي مرکز په نښه کړ.

د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا نوې هڅې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي افغانستان له تاجیکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره له دوه زره کیلومتره څخه اوږده پوله لري او اړتیا ده چې د پولي په اوږدو کې د امو سیند د غاړو د ټینګښت او د سرحدي نښو عصري کول په برخه کې په ګډه همکاري وکړي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي یکشنبه د حمل ۱۶مه په کابل کې د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو» په غونډه کې دا همکاري د ګډو اندېښنو د حل لپاره اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ چې له یادو هیوادونو سره د اړیکو پر وړاندې د خنډونو پر ضد پر وخت اقدامات شوي دي:... Читать дальше...

ټرمپ ایراني چارواکو ته؛ ای لیونیانو د هرمز تنګی پرانېزئ کنه دوزخ درباندې جوړوو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که تر راروانې سه شنبې د هرمز تنګی پراننیزي نو د انرژۍ پر تاسیساتو او پلونو به يې بریدونه وکړي. هغه نن یکشنبې پر خپلې ټولنیزې پاڼې ټروټ کې لیکي،" د سه شنبې ورځ به د انرژۍ د تاسیساتو او پلونو د ویجاړۍ ورځ وي، داسې یو څه چې هیڅ کله يې مثال نه وو". هغه وړاندې ایراني چارواکو ته ګواښ وکړ او وویل،"ای لیونیانو د هرمز تنګی خلاص کړئ کنه دوزخ درباندې جوړوو". ولسمشر ټرمپ وړاندې لیکي، د اېف ۱۵جنګي الوتکې ژغورل شوی پیلوټ "سخت ټپي" دی. ټرمپ نن سهار د دغه راپرځیدلې الوتکې د دویم پیلوټ د ژغورل خبر تایید کړی و.

متقي؛ د چین په ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ مذاکرات روان دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي،" د چین په ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي". متقي دا خبره نن یکشنبې د "افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د مشورتي خبرو اترو" په ناسته کې کړې ده. د هغه په ټکو،" طالبانو په صداقت او د حل لار موندنې په موخه په دې مذاکراتو کې ګډون کړی دی". متقي وړاندې وویل،"د خبرو اترو او متقابل احترام له لارې د ستونزو د حل په لټه یوو، خو له خپلو خلکو او د هېواد له ځمکنۍ بشپرتیا څخه دفاع مو حق ده". د چین په اورمچي ښار کې د... Читать дальше...

افغانستان کې د سیلابونو دوام، تراوسه نژدې سلو کسانو په کې ژوند بایللی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویلي چې په افغانستان کې اورښتونو او سیلابونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ تنه مړه کړي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي. دې ادارې ویلي چې سلګونه کورونه هم تخریب شوي او خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

سبا د فوټبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله له قرغیزستان سره لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

تمه ده سبا دوشنبې د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله د قرغیزستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. د فوټبال فدراسیون نن یکشنبې د (حمل۱۶مه) پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي،" ملي لوبډله د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د سبانۍ لوبې لپاره تمرینات ترسره کوي". د منځنۍ اسیا د فوټبال د ټولنې د معلومات له مخې په دې سیالیو کې د افغانستان سربیره د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او تاجکستان د فوټبال له ۱۷کم عمره لوبډلو ګډون کړی دی. دغې لوبې سبا د حمل په ۱۷مه پیلږي.

په افغانستان کې انلاین سوداګري په ټوکېدو ده، کارکوونکي یې وایي، غواړي دغه کاروبار ته وده ورکړي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان ځوانان چې د ډیجیټل سوداګرۍ او انلاین بازار موندنې د پراختیا لپاره یې ځینې پلاټفارمونه جوړ کړي وايي، دوی هڅه کوي بازار ته د خلکو لاسرسی اسانه کړي، خو ځني ستونزې یې په وړاندې موجودې دي. د دوی په خبره په ټولنیزو رسنیو کې د شویو ځینو درغلیو له امله خلک پرې ډېر باور نه کوي.

د طالبانو حکومت د "افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو" کوربه دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبې د "افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو" کوربه دی. د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمدتکل پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" دغه ناسته د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوې ده". د هغه په ټکو،" په ناسته کې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو سربیره په سیمه کې د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا هم خبرې کیږي". که څه هم د منځنۍ اسیا هېوادونه د طالبانو حکومت په رسیمت نه پیژنې خو نژدې اړیکې ورسره پالي.

ټرمپ؛ په ایران کې د راپرځیدلې ایف ۱۵جنګي الوتکې دویمه عمله ژغورل شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې د راپرځیدلې ایف ۱۵جنګي الوتکې د دویمې عملې د ژغورلو خبر تایید کړ. هغه نن یکشنبې پر خپل سوشل اکونټ ټروټ کې لیکي،" امریکايي ځواکونو په تیرو څو ساعتونو کې د امریکا د پوځ په تاریخ کې د پلټنې تر ټولو زړور عملیات د دغه پیلوټ د موندلو او ژغورلو لپاره ترسره کړل". د هغه په ټکو،" دغه زوړ جنګیالی د ایران په خطرناکو غرونو کې د دښمن لومړۍ کرښې ته نژدې و او موږ دښمان شیبه په شیبه ورته نژدې کیدل، هغه تر څارنې لاندې و خو هیڅ کله یوازې نه وه، ځکه زموږ پوځ د هغه موقعیت څاره او په دقیقه توګه يې د ژغورلو پلان جوړ کړ". Читать дальше...




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России