د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره خبرو کې د ایران او امریکا د ستونزو پر ډيپلوماتیک حل ټینګار کړی.
امیرخان متقي او عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ دغه ټیلفوني خبرې سره وکړې.
بریتانیا کې یوې محکمې یو افغان کډوال د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نوي قانون له مخې مجرم وپیژنده.
بریتانوي رسنیو له هغې ډلې بي بي سي او تلګراف لیکلي چې د تاجک محمد په نوم دغه ۳۲ کلن ځوان تورن دی چې د روان میلادي کال د جنورۍ پر ۱۷مه یې د انګلنډ کانال له لارې د کډوالو یوه ربړۍ بیړۍ چلولې.
راپورونو کې راغلي چې دې بیړۍ کې له ټاکلې اندازې زیات کسان سپاره وو او چلوونکي د نورو پناغوښتونکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی و.
تورن د سه شنبې په ورځ ( د ثور لومړۍ نیټه) محکمه کې له قانون څخه په سرغړونې اعتراف کړی دی.
هغه ته به د جون د میاشتې پر ۱۰مه سزا اعلانېږي.
ټاکل شوې په کابل کې د پنجشنبې په ورځ ( د ثور ۳مه) د کورش او سامبو لوبو او دودیزې غیږنیونې جشنواره پېل شي.
د طالبانو د حکومت د ورزش ادارې ویلي چې دغو لوبو کې د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې ۱۶۰ لوبغاړي برخه اخلي.
کورش یو ډول لرغونې رزمي لوبه ده چې په ازبکستان کې ۳۵۰۰ کاله مخکې ریښه لري.
سامبو بیا یو ډول نوی رزمي ورزش دی چې له غیږنیونې او جودو څخه جوړ شوی دی.
د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو وروسته ښځې له ورزشي فعالیتونو منع کړي او د نرینه و لپاره یې هم پر ځینو ورزشي څانګو محدودیتونه وضع کړي دي.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپيژندنې ریاست په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سېل وړاندوینه کړې ده.
د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې د پنجشنبې په ورځ به نورستان ، کونړ ، ننګرهار ، لغمان ، کاپیسا ، پنجشیر ، پروان ، بغلان ، سمنګان ، بدخشان ، کندوز ، تخار ، بلخ ، سرپل ، فاریاب ، غور ، بادغیس ، دایکنډي ، بامیان ، غزني ، میدان وردک ، لوگر او پکتیا ولایتونه د شدید ورښت، برښنا او سملاسي سیلونو شاهدان وي.
د باران اندازه له لسو تر دیرش ملي مترو پورې اټکل شوې.
په افغانستان کې د څو وروستیو... Читать дальше...
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د پاکستان د پارلمان د پخواني غړي علي وزیر د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.
اروپایي ټولنې اوکراین ته د ۹۰ میلیارده یورو پور پر ورکړې هوکړه وکړه.
د قبرس دولت چې د اروپایي ټولنې دوره یي مشري ور له غاړې ده د چهارشنبې په ورځ ( د ثور ۲مه) وویل، تمه ده د ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه د پنجشنبې تر ماښامه د دې پور لیکلې هوکړه لاسلیک کړي.
دا ګام د هنګري په دولت کې له راغلو سیاسي بدلونونو وروسته اخیستل کیږي.
ټاکل شوې وه چې اروپایي ټولنه تېر کال اوکراین ته د دفاعي بودجې او اقتصادي وړتیا لپاره دغه پور ورکړي، خو هغه مهال هنګري له دې سره هوکړه ونه کړه.
د هنګري پخوانی صدر اعظم ویکتور اوربان د روسیې پلوی و.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې امریکا پلان لري چې د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر یو نظامي کمپ څخه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.
په « سیلیه » کمپ کې میشت افغان کډوال چې له کلونو راهیسې امریکا ته د لېږد په تمه دي د خپل نامعلوم وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.
تمه ده چې افغانه ورزشکاره صوفیه سروري بروکسل کې د جوجیستو د سیالیو په ګراپلینګ څانګه کې برخه واخلي.
نوموړې په خپل انستاګرام خپره کړې چې د NAGA سازمان په چوکاټ کې دغه سیالۍ د اپریل په ۲۶ مه پیلیږي.
هغه وايي د GI او NOGI په برخو کې خپلو سیالو لوبغاړو سره میدان ته کوزیږي. خو دا نه دي ویل شوي چې سیالانې یې څوک دي.
صوفیې سروري په دې وروستیو کې په جرمني کې د جوجیستو د نړیوال لیګ اتلولي خپله کړه .
افغانستان کې د طالبانو حکومت د نورو محدودیتونو ترڅنګ د ښځو په ورزش هم محدودیت لګولی دی.
د افغانستان د بشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی هغه رپوټونه د جدي اندیښنې وړ بولي چې وايي اروپايي اتحادیه د طالبانو د حکومت استازو ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي څو دځینو افغان کډوالو د ستنولو په هکله ورسره خبرې وکړي.
ریچارد بنیت د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د ښځو ، د بشري حقوقو د ملاتړوکسانو او پخوانیو چارواکو د بشري حقوقو څخه د پراخې سرغړونې له کبله هرډول ستنول دا اصل چې کډوال به په جبري توګه نه ستنول کیږي،ماتوي.
سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو... Читать дальше...
د تجارتي مالونو د انتقال په درې بیړیو باندې په هرمز تنګي کې د چهارشنبې په ورځ ډزې وشوې.
رویترز خبري اژانس دبریتانې د سمندري تجارت او امنیت د ادارې د سرچینو له قوله رپوټ ورکړ چې دلایبریا بیرغ لاندې یوې بیړۍ باندې د عمان په شمال ختیځ کې ډزې شوي دي.
د بیړۍ کاپیتان ویلي چې د ایران یوه توپ لرونکې کوچنۍ کشتۍ دغې بیړۍ ته ورنږدې شوې او ورباندې یې ډزې کړي خو بیړۍ چلوونکو ته زیان نه دی رسیدلی.
دغه راز دیوې یونانۍ کمپنۍ ترادارې لاندې د یوې تجارتي بیړۍ چې ورباندې ډزې شوي کاپیتان یې ویلي چې پیل کې ورته ویل شوي وو چې هرمز تنګي څخه تیریدلای سي. Читать дальше...
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اروپايي اتحادیې له ځانګړې استازي سره په کتنه کې د سیاسي ، اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراختیا په هکله خبرې کړي دي.
خبرپاڼه وايي د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په دې کتنه د اروپايي اتحادیې له بشري مرستو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې دغه مرستې د دوامدارو پرمختایي پروګرامونو پر لور واوړي.
اعلامیه زیاتوي چې د اروپايی اتحادیې ځانګړي استازي ژیل بیرتراند له افغانستان سره د مرستو ددوام ډاډ ورکړی او ویلي دي چې داروپا دروازې... Читать дальше...
د بشري حقوقو د څار سازمان وايي پاکستاني چارواکو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولو په اوږدو کې له نښتو وروسته، دافغان کډوالو خلاف چاپو، خپل سریو نیونو او جبري ستنولو ته زور ورکړی دی.
دغه سازمان په خپله نننۍ خبرپاڼه کې وايي چې د پاکستاني پولیسو دغه چلند د زرګونو افغان کډوالو د ورځنۍ ژوند چارې لکه روغتیايی خدماتو ، زده کړو او نورخدماتو ته لاس رسی له جدي خنډونو سره مخ کړي دي.
ددغه سازمان د افغانستان دبرخې څیړونکې فرشته عباسي وايي "پاکستاني چارواکي د دې پر ځای چې افغان کډوالو ته ساتنې ته د اړمنو انسانانو په سترګه وګوري، د هغوی ترمنځ وېره خپروي. Читать дальше...
د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو له بیا زیاتېدو وروسته پاکستان د افغان کډوالو پرضد ناوړه چاپې، خپل سرې نیونې او په جبري ډول ستنول په بې سارې ډول زیات کړي دي.
د پاکستان په بېلابیلو ایالتونو او ښارونو کې ډیری بې اسناده افغان کډوال اوس هم د پولیسو له لوري نیول کېږي او بندیان کېږي.
د متحدو ایالاتو ولسمشر ایران سره دوه اونیز اوربند ترنامعلومې نیټې په یو اړخیز ډول تمدید کړ. ډونالد ټرمپ وايی د اوربند تمدید به په خپل مینځ کی "ویشل شوي" ایراني مشرتابه ته فرصت ورکړي چې یو متحد دریځ غوره کړي.
سملاسې څرګنده نه شوه چې ایران دغه اوربند منلی کنه.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России