اوکرایني بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د تور سمندرګي د توآپسې د تېلو پر بندر برید وکړ.
د روسي چارواکو په وینا ددغه برید له امله بندر کې اور ولګید او لږ تر لږه یو کس په کې ووژل شو. دا په تېره یوه اوونۍ کې پر دې مهم جنوبي بندر دوهم برید دی.
د روسیې د کراسنودار سیمې والي، وینیامین کوندراتیف، دوشنبه (د اپرېل په ۲۰مه) وویل: «توآپسې یو ځل بیا د پراخ ډروني برید لاندې راغی.»
د اوکراین د ډرون ځواکونو قومندان، روبرت بروودي، تایید کړه چې د اوکراین پوځ یو ځل بیا د روزنېفت تر اداره لاندې د توآپسې د تېلو تصفیه خونه په نښه کړې. Читать дальше...
یو شمیر افغانۍ کورنۍ وایي هېواد کې بد اقتصادي وضعیت او بې کارۍ اړ ایستي چې بهر ته کار لپاره د خپل اولادونو استولو ته له خپلوانو او دوستانو پور واخلي.
خو دوی زیاتوي چې په دې سره یې نه یوازې دا چې ستونزې نه دي حل شوي بلکې لا زیاتې شوې هم دي.
د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی ۶۰ کلن ګل محمد دی، چې وایي د ښه اقتصاد او راتلونکي جوړولو په هیله یې بهر ته د زوی استولو لپاره له کلي او خپلوانو پیسې پور کړې خو په خبره یې، زوی یې له نیمې لارې بیرته راوګرځول شو، شدید ناروغ او پور یې نه یوازې دا چې خلاص نه شو بلکې پرې اضافه هم شو. Читать дальше...
د امریکا له خوا د ایران د سمندري محاصرې په دوام امریکايي ځواکونو یوه ایرانۍ کښتۍ توسکا نیولې.
ایران ویلي چې د دې کار غچ به واخلي.
دا پېښه د امریکا او ایران د خبرو په درشل کې شوي چې لا یې برخلیک سم نه دی روښانه.
صفي الله ستانکزی او نور جزییات
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن ویلي چې تر دې دمه له امریکا سره د سولې دویم پړاو خبرو کې د ګډون هیڅ پروګرام نه لري.
نوموړي په خپل اونیز خبري کانفرانس کې ویلي: " ایران به خپلو ملي ګټو ته په کتو د سولې د خبرو د دوام په اړه مناسبه پریکړه وکړي."
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې پلاوی یې پاکستان ته د تګ په حال کې دی.
هغه پر ټولنیزه پاڼه تروت سوشیل ولیکل چې پلاوی به یې " سبا شپه" په پاکستان کې وي چې اشاره یې د ایران په وخت د سه شنبې سهار او د ثور میاشتې لومړۍ نیټې ته وه. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو دکډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو شمېر په څرګند ډول زیات شوی دی.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې په وروستیو کې له دغو هېوادونو څخه تر ۶۳ زره ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي، یوناما وایي، افغانستان د نړیوال اقلیمي ناورین په لومړۍ کرښه کې دی.
یوناما تازه دوشنبه د حمل ۳۱مه په یو بیان کې ویلي چې افغانستان د اقلیمي اغېزو د مدیریت له پلوه د تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي چې د پایلو د مدیرت لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.
محمد جان د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې وروستیو اورښتونو او سېلابونو یې کور نړولی او اوس له سرپناه پرته په خیمه کې ژوند کوي.
هغه چې په خبره یې اووه کسیزه کورنۍ لري تراوسه ورسره د پام وړ مرسته نه ده شوې. Читать дальше...
د جاپان په شمال کې له ۷ اعشاریه څلور درجې زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شوی دی.
زلزله نن دوشنبه په ځایي وخت مازدیګر مهال ۴ بجې او ۵۳ دقېقې وشوه.
ویل شوي چې د سونامي څپې به تر دریو مترو پورې رسیږي.
خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د سمندر له غاړو او سمندر ته له نژدې کورونو ژر تر ژره ووځي او خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي.
سملاسي د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وایي، دغه هېواد د نړیوال اقلیمي بدون په لومړۍ کرښه کې دی.
یوناما نن دوشنبه ( د حمل ۳۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان له دې کبله د نړۍ د ډیرو زیانګالو هېوادونو په داسې ډله کې دی چې د مبارزې لپاره یې کم چمتوالی لري.
دوی دا څرګندونې هغه انلاین سیمینار ته کړي چې لړۍ یې په همدې تړاو له یوه خپلواک څیړنیز مرکز سره په ګډه ۲۰۲۵ کال کې پيل شوې ده.
یوناما وایي چې دوی په دغو سیمینارونو کې ،چې شپږ پړاوه لري، متخصصان، موسسې او نور اړخونه سره کینوي چې له وضعیته د وتلو لارې چارې ولټوي. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، مرستیال یې جې ډي ونس دا ځل په پاکستان کې له ایران سره د خبرو اترو د پلاوي مشري نه کوي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ په دې اړه اې بي سي نیوز ته وویل: " یوازې امنیتي مسله ده، که نه جې ډي فوق العاده کس دی."
تر دې وروسته بیا رویټرز د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړ چې ونس به له سټیف ویټکاف او جرید کوشنر سره په دې پړاو خبرو کې هم ګډون ولري.
سي ان ان هم بیا وروسته وویل:" وضعیت بدلون کړی" ونس به پاکستان ته ځي.
د امریکا ولسمشر پرون اعلان وکړ چې امریکایي پلاوی پاکستان ته د سفر په حال کې دی. Читать дальше...
د ایران د خاتم الانبیا قرارګا ګواښ کړی چې د امریکا د سمندري ځواکونو له خوا په عمان سمندرګي کې د خپلې یوې بیړۍ دهدف ګرځولو او توقیف غچ به واخلي.
د دغې قرارګا ویاند ویلي چې امریکایي پوځ د ایران پر دغې سوداګریزې بیړۍ ډزې کړي، هغه یې له تګه غورځولې او بیا یې ځواکونه تل ته ورختلي دي.
دوی ویلي چې دغه بیړۍ له چین څخه ایران ته روانه وه.
بل لورته د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا ډول کارونه د امریکا د نه جدیت نښې نښانې دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ ( سنټکام) تایید کړې چې د دوی ځواکونو په عمان سمندرګي کې د ایران یوه بیړۍ نیولې ده. Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России