Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2026

Новости за 23.04.2026

لبنان د ملګرو ملتو د سوله ساتو ځواکونو د تمدید غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو چارواکو ویلي دي چې لبنان غواړي نړیوال سوله ساتي ځواکونه د اوسني ماموریت تر پایته رسیدو وروسته راتلونکی کال هم په لبنان کې پاتې شي. د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاند ژان پېر لاکروا پنچشنبه( د اپریل ۲۳ مه) وویل چې د ملګرو ملتو امنیت شورا په دې برخه کې د ټولو لارو چارو د ارزونې غوښتنه کړې ده چې ټاکل شوې ده د جون تر لومړۍ نیټې د دې ارزونو پایلي اعلان شي. د ملګرو ملتو سوله ساتي ځواکونه له ۱۹۷۸ کال څخه د لبنان او اسراییل تر منځ په سرحدي سیمه کې ځای پرځای شوې دي.

ټرمپ په هرمز تنګي کې د ماین اېښودونکو بیړیو د ویشتلو امر وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر په هرمز تنګي کې د ټولو ایراني ماین ایښودونکو بیړیو د ویشتلو او له منځه وړلو امر وکړ. ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خواله رسنۍ تروت سوشل کې ولیکل چې ده د امریکا سمندري ځواکونو ته لارښوونه کړې ده چې په هرمز تنګي کې د ایران ماین ایښودونکې کښتۍ په نښه کړي او له منځه یوسي او په دې کې هیڅ شک ونه کړي. ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې د امریکا ماین پاکونکي دا اوس هم په هرمز تنګي کې ماینونه شنډوي او دا کار باید ادامه پيدا کړي او دا هڅې باید درې برابره ګړندۍ شي. واشنګتن پوسټ ورځپاڼې... Читать дальше...

طالبانو په بغلان کې یوشمیر کسان نیولي

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې د طالبانو امنیه قومانداني د یو ویشت کسانو د نیولو خبر ورکړ. دا کسان د موسیقي غږولو او شراب څښلو په تور تورن شوې دي. امنیه قومانداني په ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې له دې تورنو کسانو څخه د موسیقي الې ګرځول شوي چې په دغو کې دمبوره، غیچک، طلبه او هارمونیه شامل دي. د بغلان د امنیه قومانداني په وینا له تورنو کسانو څخه یې دیارلس بوتله شراب هم ترلاسه کړې دي. د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی دی، موسیقي یې منع کړې ده او په مختلفو ولایتونو کې یې د موسیقي الې نیولي او سوځولي دي.

اروپایي ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

اروپايي اتحادیې وویل چې په افغانستان کې به له هغو کسانو سره چې وروستیو سیلونو سخت ځپلي دي د یولک او پنځه اویا زره یورو مرستې وکړي. دغې اتحادیې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په دې مرستې به په بادغیس، فراه، غور، هلمند، کندهار، هرات، لوګر او روزګان کې د شاوخوا دولس زره کسانو لاسنیوی وکړي. دا مرستې وروسته تر دې اعلان شوې چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې په وروستیو څو اونیو کې له سختو بارانونو وروسته سیلونه بهیدلي. د طالبانو د طبیعي پیښو د مدیریت څانګې وویل چې د ورښتونو او طبیعي پېښو له امله... Читать дальше...

یوناما یوځل بیا په نجونو باندې د لګول شویو محدودیتونو دلیرې کیدو غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما،د طالبانو لخوا په نجونو باندې د لګول شويو بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه وکړه. یوناما د پنجشنبې په ورځ ، د "معلوماتو او ارتباط په تخنیک کې د نجونو" دنړیوالې ورځې په مناسبت دا غوښتنه وکړه. یوناما وویل څلورنیم کاله کیږي چې د نجونو یو نسل له زده کړو پاته دی. یوناما وايي تحصیل او په ځانګړې توګه داطلاعاتو او ارتباط د تخنیک په برخه کې زده کړې ، د کار ، نوښت او ښې راتلونکې لپاره لار پرانیزي. د معلوماتو او ارتباط په تخنیک د نجونو ورځ هرکال د اپریل په ۲۳ مه لمانځل کیږي. Читать дальше...

لندن د بریټانوي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو د انتقال پروسه "درولې" ده

Pa.azadiradio.com 

لندن افغانستان کې د بریټانوي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو د انتقال پروسه "درولې" ده. انډیپنډنټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د بریټانیا په یوه محکمه کې مدافع وکیلانو ویلي چې حکومت هغو وړ افغانانو ته چې مخکې یې په افغانستان کې له بریټانوي ځواکونو او ادارو سره همکاري کړې، له مرستې ډډه کوي.

په افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودېدو لوړ شمېر، لاملونه یې څه دي؟ اغیزمنې نجونې مو غږولي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، افغانستان په سیمه کې د ماشومو نجونو د ودونو په برخه کې لومړی ځای لري. بلخوا افغانستان کې ځینې کم عمره نجونې هم وایي چې د اقتصادي ننګونو له زیاتېدو او له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو له بندېدو وروسته یې کورنیو په جبري ډول کوژدې ته اړ ایستلې دي.

یوه څېړنه ښيي د هرات په ښوونځیو کې داکثریت ماشومانو غاښونه له سخت خرابوالي سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

یوې څېړنې ښودلې چې د هرات په ښوونځیو کې له ۷ تر ۱۳ کلونو پورې له ۸۷ سلنې څخه ډېر ماشومان د غاښونو له سخت خرابوالي سره مخ دي. د دې تازه څېړنې موندنې ښيي چې ډېری دا ستونزې بېدرملنې پاتې دي.

اروپايي اتحادیه افغانستان کې په نجونو او ښځو باندې د محدودیتونو په هکله یوځل بیا اندیښنه څرګندوي

Pa.azadiradio.com 

دافغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي ژیل برتران کابل ته دسفر په ترځ کې د نجونو او ښځو په زده کړو او کاراو د عام ژوند په چارو کې یې په ونډې باندې د محدودیتونو په هکله یوځل بیا جدي اندیښنه څرګنده کړه. افغانستان کې داروپايي اتحادیې استازولي وايي دغه محدودیتونه د بشري حقوقو د نړیوالو معیارونو او د افغانستان د نړیوالو ژمنو څخه جدي سرغړونه ګڼل کیږي چې د اقتصاد او ټولنې لپاره اوږدمهاله ویجاړونکي نتایج لري. افغانستان کې د طالبانو حکومت د داخلی او بهرنیو فشارونو سره سره د ښځو په هکله خپله پالیسي... Читать дальше...

بدخشان کې په ۳ بیلابیلو پیښو کې د ۵ کسو مړینه

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې د طالبانو د حکومت چارواکي په دریو بیلابیلو پیښو کې د ۵ کسو د مړینې خبر ورکوي. د بدخشان امنیه قومانداني وايی د چهارشنبې په ورځ د ارغنجخواه ولسوالۍ او مرکز فیض اباد ترمینځ لار کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کیدو له امله یو کس مړ ا و درې تنه نور ټپیان شول. او د شهر بزرګ ولسوالۍ په لار دیوې بلې ترافیکي پیښې له امله ۲ کسه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي. د موټر چلوونکو بې احتیاطی، دترافیکي قوانینو نه مراعاتول او دسړکونو خرابوالی په افغانستان کې د ترافیکي پیښو اصلي لاملونه ګڼل کیږي. د بدخشان د... Читать дальше...

په نړیوالو بازارونو کې د تیلو بیه کې ۴ سلنه زیاتوالی

Pa.azadiradio.com 

دامریکا او ایران ترمینځ د اوربند له ناڅرګند وضعیت وروسته په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیه د پنجشنبه په سهار شاوخوا ۴ سلنه لوړه شوه. د بازار د معلوماتو په اساس ، دامریکا د وست تګزاس انټرمیډیت د خامو نفتو قرارداد دګرینویچ په وخت په ۰۰:۲۵ بجو ۴.۰۶ سلنه لوړ شو اودهرې بوشکې بیه ۹۶ ډالرو او ۷۳ سنتو ته ورسیده. دغه راز دشمال دسمندر دبرنت نفتو بیه چې د نړیوالو بازارونو شاخص ګڼل کیږي ۳.۶۲ سلنه لوړه او هره بوشکه ۱۰۵ ډالرو او ۶۳ سنتو ته ورسیده. خو وروسته لږ راټیټه شوه . د نفتو په بیو کې دغه بدلون په داسې... Читать дальше...




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России