د اروپايي شورا رئیس انتونیو کوستا ویلي چې د ملکي زیربناوو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تاسیساتو په نخښه کول غیرقانوني او د منلو نه دي.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي:
«د منځني ختیځ له پنځه اوونیزې جګړې وروسته، ښکاره ده چې یوازې ډیپلوماټیک حل کولای شي د دې بحران ریښې ختمې کړي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ډونالډ ټرمپ ایران ته ضربالاجل ټاکلی چې هرمز بېرته پرانیزي، که نه د دغه هیواد برېښناکوټونه به له منځه یوسي.
ویل کېږي چې دا تنګی له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سپاه پاسداران له خوا تړل شوی دی.
کوستا له... Читать дальше...
په کابل کې ایمرجنسي روغتون اعلان کړی چې یوې افغان مور پنځهګوني ماشومان زېږولي دي.
روغتون ویلي چې دماشومانو، له دې سره سره چې لا یې اووه نیمې میاشتې تېرې شوي، روغتیايي وضعیت ښه دی.
روغتون هیله څرګنده کړې چې دا ماشومان به په سوله او امن کې لوی شي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۱ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د دوشنبې په ورځ وویل، چې د حمل له ۶مې نېټې راهیسې د قربانیانو شمېر ۱۱۰ مړو او ۱۶۰ ټپیانو ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې ۷ تنه لا هم ورک دي. د ده په وینا زیاتره پېښې د سېلونو او د کورونو د چتونو د نړېدو له امله رامنځته شوي دي.
تر اوسه ۹۵۸ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۴۱۵ نور ه زیانمن شوي.
چارواکي وايي چې بارانونو او... Читать дальше...
د جرمني د چاپېریال ادارې ویلي چې هغه لېوه چې تېره اوونۍ یې په هامبورګ کې یوه ښځه داړلې او ټپي کړې وه، بېرته طبیعت ته خوشې شوی دی.
دغه حیوان ته د څرک لګولو وسیله (ټریکر) لګول شوې او اوس تر څارنې لاندې دی.
چارواکو خبرداری ورکړی چې که بیا مېشتو سیمو ته نژدې شي، ژر به اقدام وشي.
دغه لېوه تېره اوونۍ په یوه سوداګریز مرکز کې پر یوې ۶۵ کلنې ښځې برید کړی و.
د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې هغه ضربالاجل چې ده ایران ته د تړون لپاره د سېشنبې تر ورځې پورې ټاکلی، نهايي دی.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یو ځل بیا د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د سیمه ییزو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د حمل ۱۶مه د دوشنبې شپه د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې وروسته له هغې د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو په سیمه کې د ملکي خلکو کورونه په نښه کړل.
سیمه ییزو چارواکو پاکستانی لوری د نښتې په پیل تورن کړی دی او ادعا یې کړې چې په دې نښته کې د پاکستان یو شمېر عسکر هم وژل شوي او یوه پوسته یې له منځه وړل شوې ده،... Читать дальше...
د ایران د سپاه پاسدران د اطلاعاتي سازمان مشر وژل شوی دی.
سپاه پاسدران نن دوشنبه ( د حمل ۱۷مه) اعلان کړی چې د دغو پوځي ځواکونو د اطلاعاتي سازمان مشر تورن جنرال سید مجید خادمي وژل شوی دی.
دوی به له دې چې د پيښې جزییات روښانه کړي ویلي چې خادمي شاوخوا نیمه پيړۍ د سپاه پاسدران انقلاب په اطلاعاتي او امنیتي څانګه کې فعالیت کړی دی.
خادمي تېر کال د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال په دغې څوکۍ وګمارل شو. دا وروسته تر دې چې هغه مهال د سپاه پاسدران د اطلاعاتي څانګې مشر محمد کاظمي ووژل شو.
د پسرلي موسم چې مېله ځایونو او تفریحي پارکونه ته د تګ ښه وخت دی؛ په افغانستان کې یو شمیر ښځې او نجونې وايی دوی د پرلپسې پنځم کال لپاره هم ترې بې برخې دي.
د یو شمیر دوی په خبره دې حالت له رواني اړخه سختې ځپلې دي.
د کابل ښار یوې اوسېدونکې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د یکشنبې په ورځ «د حمل په ۱۵مه» ازادي راډیو ته وویل،
"مخکې به ښه و، پارکونو ته به خپل خاوند یا اولادونو سره تللم، چای یا کوم څه به مو ځان سره یوړل، لمر ته به کېناستو، فکر به مې بدل شو، اوس نو هغه ځایونه او پارکونه (موږ... Читать дальше...
د متحده ایالاتو په کلفورنیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه غړو د طالبانو تر واک لاندې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غندلي دي.
په دې اعتراضي غونډه کې چې پرون یکشنبه جوړه شوې وه د کلیفورنیا په مرکز سکرمنټو کې د افغانانو د بیلابیلو ټولنو استازو برخه اخیستې وه.
دوی پر افغانستان د پاکستان بریدونه تیری بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې پېښې وڅېړي.
دوی دغه راز غوښتنه کړې چې پاکستان باید په دې اړه وضاحت ورکړي ځکه د دوی په وینا هغه هیواد په خپلو بریدونو کې تر ډېره... Читать дальше...
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې تیره شپه یوې ترافيکي پیښې ۵ تنه مړه کړي دي.
د طالبانو د حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس لیکلي چې پيښه د دوو ټانکرونو او کرولا موټر د ټکر له کبله شوې ده.
کورنیو رسنیو ویلي چې مړه شوي کسان د کرولا موټر سپرلۍ وه.
خبر کې راغلي چې یوټانکر موټر له پیښې وروسته یومخ سوځیدلی دی.
د پيښې لامل تراوسه معلوم نه دی، خو دا ډول پیښې تل د چلوونکو د بې احتیاطۍ، د ترافیکي قوانینو د نه مراعاتولو او تنګو سړکونو له کبله رامنځته کیږي.
رویټرز خبري اژانس د ایران او امریکا ترمنځ د داسې طرحې خبر ورکړی چې " اوربند" او " د هرموز تنګي خلاصول" یې دوه پړاونه دي.
رویټرز د یوې باخبره سرچینې په حواله ویلي چې متحده ایالتونو د شخړو د پای ته رسولو لپاره دغه طرحه ترلاسه کړې او کیدای شي چې له دوشنبې عملي شي او ورسره د هرموز تنګی خلاص شي.
د سرچینې په وینا، دغه طرحه پاکستان جوړه کړې او یکشنبه ماښام یې امریکا او ایران دواړو ته سپارلې ده.
پرون یکشنبه د لومړي ځل لپاره اکسیسوس ویبپاڼې د امریکایي، اسراییلي او سیمه ییزو سرچینو په حواله ولیکل چې متحده... Читать дальше...
پر ایران د اسراییلو او امریکا د بریدونو په دوام نن دوشنبه ( د حمل ۱۷مه) په تهران درانه هوایي بریدونه شوي دي.
د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا لیکلي چې یو برید په تهران کې پر شریف صنعتي پوهنتون شوی دی او د پوهنتون مشر ویلي چې د پوهنتون یو " علمي بنسټ" په نښه شوی دی.
تېره شپه هم پر تهران بریدونه شوي چې د لږ تر لږه ۶ ماشومانو وژل کېدل په کې تایید شوي دي.
بل لورته اسراییلي چارواکو تایید کړې چې پر شمالي ښار حیفا د ایران په توغندیز برید کې دوه تنه وژل شوي، دوه ورک دي او د یوه ماشوم په ګډون ۴ نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...
نن دوشنبې د افغانستان د فوټبال تر ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله د قرغیزستان په وړاندې لوبه کوي.
دا به د مرکزي آسیا د ملتونو د ۲۰۲۶ کال جام لوبو په لړکې چې تاشکند یې کوربه دی، د افغانستان لومړنۍ لوبه وي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د یکشنبې په ورځ د (حمل۱۶مه) پر خپلې فیسبوک پاڼې کې په یوه بیان کې وویل چې ملي لوبډلې د دې لوبې لپاره تمریناتي لوبه ترسره کړي.
د دې جام په سیالیو کې چې د دوشنبې په ورځ پیلیږي، پر افغانستان سربیره د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او تاجکستان د فوټبال تر ۱۷کلنو کم عمره لوبډلو ګډون کړی دی.
د امریکا ولسمشردونالډ ټرمپ وایي، متحده ایالاتو له ایران سره د جګړې په جریان کې په دغه هېواد کې د حکومت ضد معترضینو ته وسلې استولې دي.
فاکس نیوز شبکې د نوموړي له قوله راپورورکړی چې وایي دغه وسلې د کردانو له لارې لېږل شوې دي.
ډونالډ ټرمپ څرګنده کړه: "موږ معترضینو ته ډېرې وسلې ولېږلې. موږ دا د کردانو له لارې ولېږلې او زه فکر کوم چې کردانو دا وسلې له ځان سره ساتلي دي."
د امریکا ولسمشر، چې پرون یکشنبې د ورځې په پیل کې یې ایران ته ګواښ کړی و چې که د هرمز تنګی بند پاتې شي، نو د دې هېواد پر برېښناکوټو او... Читать дальше...
په زابل او کابل ولایتونو کې د یکشنبې په ورځ (د حمل په ۱۶ ) د طالبانو د محکمو د پریکړو له مخې پریوشمیرکسانو د شریعت له مخې تعزیري سزاګانې عملي شوې. د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ پرخپله ویبپاڼه لیکلي، چې د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نا مشروع اړيکو او غلا په تور له یو کال څخه تر درېيو کالو د تنفیذي بند سزا ورکړل شوه او همدارنګه هریو له ۳۰ څخه تر ۳۹ دُرو ووهل شول.
د سترې محکمې په وینا په کابل کې هم پرپنځلس کسانو چې د دې ولایت د نشه یي توکو او مسکراتو... Читать дальше...
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، په افغانستان کې په ملیونو کسان هره ورځ د چاودیدونکو موادو او وسیلو له ګواښ سره مخامخ دي.
اوچا د یکشنبې په ورځ (د حمل په ۱۶ ) پرخپله ایکس پاڼه ولیکل، د دې هیواد دوه دریمه برخه د یوډول چاودیدونکو موادو له امله اغیزمنه ده چې د چادونو په نتیجه کې یې په میاشت کې له پنځوسو زیات ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دې ادارې په وینا د قربانیانو اکثره یې ماشومان دي. د ملګروملتونو دې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې ۱۴،۵ ملیونه ډالرو ته اړتیا دي چې د ژوند ژغورنې... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وایي چې دوی غواړي د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۱۰ میلیاردو ډالرو پورې لوړه کړي.
امیرخان متقي، چې د یکشنبې په ورځ یې د “افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو" په نوم غونډه کې خبرې کولې، وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲،۷میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.
متقي زیاته کړه: " که څه هم په دې سوداګریزه راکړه ورکړه کې توازن نشته، خو باید دې ټکي ته پام وشي. زمونږ ګډ هدف دادی چې د افغانستان او... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России