د برتانیا پاچا چارلس د سې شنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل.
دا غونډه د هغه دولتي سفر یوه برخه ده چې هدف یې د ایران د جګړې په اړه د ژورو اختلافاتو سره سره د دواړو اوږدمهاله متحدینو ترمنځ د یووالي لا ټینګښت دي.
کله چې سلګونه میلمانه د سپینې ماڼۍ په چمن کې ولاړ وو او د مراسمو لپاره توپونه وویشتل شول، د امریکا ملي سرود وغږول شو، او چارلس او ملکه کامیلا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ میرمنې میلانیا ټرمپ لخوا له تود هرکلي سره مخ شول.
ټرمپ خلکو ته وویل: "څومره ښکلې برتانوي ورځ ده" هغه... Читать дальше...
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د امو دریا د نفتي حوزې د زمرد سای د تیلو په ساحه کې د تیلو له پنځو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې.
د دغو څاګانو د استخراج بهیر د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پیل شو.
د کانونو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې د ۱۲ څاګانو له ډلې له پنځو هغو د تیلو استخراج پیل شوی او نورې څاګانې به ډیر ژر د استخراج لپاره چمتو شي.
د طالبانو په حکومت باندې نیوکې دي چې د کانونو په تړونو کې لازم شفافیت نه رعایتوي او کانونه لا هم په غیر مسلکي او غیر منظم ډول راباسي.
د طالبانو حکومت وايي چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې د وروستیو بریدونو په تړاو خپل اعتراض ور اورولی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې د پاکستان شارژدافیر ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ملکي اهدافو او عامه تاسیساتو په ګډون د کونړ پوهنتون په اړه د پاکستاني ځواکونو د وروستیو بریدونو په تړاو د اعتراض یو یادښت سپارل شوی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر حافظ ضیا احمد تکل د سې شنبې په ورځ لیکلي چې دا وزارت په ملکي وګړو د پاکستان بریدونه په کلکه غندي،... Читать дальше...
د کونړ د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون محصلین د پاکستان وروستي برید سخت ویرولي دي.
د دوشنبې په ورځ ماسپیښین مهال د کونړ په مرکز اسعد آباد او دریو ولسوالیو شولتن، ماڼوګۍ او دانګام باندې د پاکستان له خوا هوايي او توغندیز بریدونه وشول.
په اسعدآباد کې د ګڼو هستوګنو سیمو تر څنګ د کونړ د سیدجمال الدین پوهنتون ودانۍ او لیلیه هم د توغندیزو بریدونو هدف وګرځېده.
د دغه پوهنتون یوه محصل ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې اکثر ټولګیوال یې د شیشو د ماتېدو په سبب ټپيان شوي.
د سیدجمال الدین پوهنتون د تعلیم او تربیې... Читать дальше...
په افغانستان کې د ښوونځیو یو شمېر ښځینه مسوولینې او د روغتیايي برخې ښځینه کارکوونکې وایي، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار دوامداره محدودیتونو د ښځو لپاره ځانګړو روغتیايي خدمتونو باندې منفي اغېز کړی دی.
د جرمني حکومت نن سه شنبه ( د ثور۸مه) ۲۵ افغانان چې دغه هېواد کې په جرمونو محکوم وو، افغانستان ته واستول.
ډي.پي.اې خبري اژانس د جرمني د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دغه پناغوښتونکي تیره شپه په یوه چارتر الوتکه کې له لایپزیګ ښاره روان شول او سه شنبه سهار مهال کابل ته ورسېدل.
د راپورونو له مخې دغه کسان په قتل، جنسي تیري، نورو ته د زیان اړولو او د نشه یي توکو اړوند جرمونو باندې محکوم وو.
دا اخراج د جرمني او د طالبانو د حکومتونو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې شوی دی.
تر دې وړاندې هم جرمني لسګونه افغانان چې دوی مجرم بللي، کابل ته ډیپورت کړي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي د یو پوهنتون په ګډون یې د کونړ مرکز اسعد اباد ته څېرمه سیمو کې د پرونیو بریدونو له امله د لسګونو ملکي وګړو مرګ ژوبله مستند کړې.
د یوناما وايي د نړیوال قانون له مخې، د تعلیمي بنسټونو په ګډون ملکي وګړي او ملکي ځایونه باید تل خوندي اووسي.
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت دفتر وايي چې د اسعداباد په ګډون په ځینو سیمو د هوايي بریدونو له امله یې د لسګونو ملکي کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو پېښې مستندې کړې دي.
یوناما نن سېشنبه (۸ ثور) په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د نړیوالو بشري قوانینو له مخې، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په ځانګړي ډول تعلیمي مرکزونه، باید هر وخت خوندي وي.
دې ادارې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدو هیله څرګنده کړې ده.
له بلې خوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو... Читать дальше...
ځیني افغان ځوانان چې په افغانستان کې په بېلایېلو رضاکاره فعالتونو بوخت دي وایي که څه هم د اسانتیاوو له کمښت او په ځینو برخو کې له محدودیتونو سره مخامخ دي، خو د خلکو وضعیت ته په کتو لا هم خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر، یوهانو ادیپهول، د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو درېدا ښايي جګړه بیا پیل او نړیوالې پایلې رامنځته کړي.
هغه وویل چې د تاوتریخوالي زیاتوالی، په ځانګړي ډول د خلیج په هېوادونو کې پر ملکي هدفونو توغندويي بریدونو، د بېثباتۍ د پراخېدو خطر لوړ کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د جګړې اغېزې لا دمخه نورو لرې سیمو ته هم رسېدلې دي، او ایران باید پر نورو هېوادونو له بریدونو ډډه وکړي او خپل اټومي پروګرام پای ته ورسوي.
هغه د بېلګې په توګه... Читать дальше...
د فرانسې بهرنیو چارو وزارت وايي تقریبا ۴۲ ټنه بشري مرستې افغانستان کې ملکي وګړو لپاره استولي دي.
د دې وزارت د اعلامیې له مخې، چې د دوشنبې په ورځ د (۷ ثور) په رسمي وېبپاڼه کې خپره شوې، دغه مرستې د ایربس بنسټ په ملاتړ او د اروپا دبشري هوايي پل له لارې لیږل شوې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو مرستو کې د درملیزو خوړو ۲۶۸۰ بکسونه او یو ټن طبي وسایل شامل دي.
ټاکل شوې دغه مرستې د ملګرو ملتونو لخوا د پنځو کلونو څخه کم عمره ۳۲۰۰ هغو ماشومانو باندې وویشل شي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو... Читать дальше...
د اروپایي کمیسیون رئیسې، اورزولا فون در لاین، ویلي چې پر ایران لګول شوي بندیزونه به یوازې هغه وخت لېرې شي چې په دغه هېواد کې «بنسټیز بدلونونه» رامنځته شي.
نوموړې زیاتوي چې اوسمهال به ددغو بندیزونو لیرې کول له وخت مخکې وي .
هغې د دوشنبې په ورځ د ثور په ۷مه په برلین کې یوې غونډې ته وویل: «پر ایران بندیزونه د حکومت له خوا د خلکو د ځپلو له امله لګول شوي دي.»
هغې ټینګار وکړ چې د دې بندیزونو تر لغوه کېدو مخکې باید لومړی په ایران کې اساسي بدلونونه ولیدل شي.
د اروپایي کمیسیون رئیسې دا څرګندونې د جرمني د... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России