د ایران سپاه پاسداران د ځمکني قواوو تمرینات پیل کړل
![د ایران سپاه پاسداران د ځمکني قواوو تمرینات پیل کړل](https://gdb.rferl.org/b0004897-d444-4d04-b4eb-93cf687194f5_w800_h450.jpg)
د ایران سپاه پاسداران انقلاب د دې هېواد په جنوب لویدیځ کې د عراق پولو ته نژدې د ځمکني قواوو تمرینات پیل کړل.
د ایران 'پرېس ټي وي' راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد پاکپور نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۳مه) ویلي چې دې پوځي تمریناتو کې چې پیامبر بزرګ نومول شوي او د ستر پیغام ورکوونکي مانا ورکوي، بې پیلوټه الوتکې، هلیکوپټرې او توپخانه کارول کېږي.
دا نه دي ویل شوي چې دغه پوځي تطبیقات به ترڅه وخته دوام کوي؟
د ایران او امریکا ترمنځ د لانجو تر ډیرېدو وروسته د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په وروستیو کې تهران څو ځله پوځي تمرینات کړي دي.
تهران غواړي د امریکا نوې اداره تر فشار لاندې راولي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ته بېرته را وګرځي.