د افغان نجونو فوټبال لوبډله پرتګال کې تمرينونه کوي
![د افغان نجونو فوټبال لوبډله پرتګال کې تمرينونه کوي](https://gdb.rferl.org/db333163-ad5e-4ccc-9c3a-4454249b3462_tv_w800_h450.jpg)
د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډلې یو شمېر لوبغاړې پرتګال ته رسېدلې دي. دوی وایي خوشحاله دي چې اوس به یې څوک له لوبو کولو نه منع کوي، خو په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او کار په اړه یې لا هم په زړونو کې اندېښنې دي. طالبانو یوه نیمه میاشت مخکې کابل ونیوه چې له دغه وروسته یو شمېر نجونو او ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهرې هم وکړې. په دې اړه د رويټرز اژانس ويډيويي راپور فرخنده اسد پښتو کړی دی.