افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر کابل کې د عیدګاه جومات مخ ته چاودنه وغندله
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په کابل کې د عیدګاه جومات مخې ته د فاتحې پر مراسمو چاودنه غندلې ده.
د کابل د عیدګاه جومات مخې ته د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد د مور د فاتحې په مراسمو کې پرونۍ حملې د کورنیو چارو وزارت د ویاند قاري سعید خوستي په وینا لږ تر لږه دوه کسان ووژل او درې نور یې ټپیان کړل، خو د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې په دې برید کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او له ۳۲ زیات نور ټپیان دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي، د دې مذهبي مراسمو پر ګډونوالو برید چې په نتیجه کې یې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول، غندي.
طالبانو د دې برید په تړاو د درېیو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړی. که څه هم طالبانو په داعش ډلې پورې تړلې کړۍ د عیدګاه جومات مخې ته په چاودنه کې دخیلې بللي، خو داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.