طالبان: سر له نننه د پاسپورټونو پر ویش کار پیلیږي
د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ادارې ویلي سر له نننه د پاسپورټونو په ویش باندې کار پیلوي.
د دې ادارې رییس عالم ګل حقاني دا خبره نن په کابل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وکړه.
هغه وویل، سمدستي د هغو ۲۵ زرو پاسپورټونو په ویش کار پیلېږي چې پخوا یې کارونه بشپړ شوي وي.
حقاني ژمنه وکړه چې د پخوانۍ ادارې د ویش د اندازې دوه چنده یعنې د ورځې تر شپږ زره پاسپورټونه به خلکو ته وویشي.
د راپورونو له مخې طالبان غواړي په نوېو پاسپورټونو د افغانستان اسلامي امارت نوم هم ولیکي.
دا لا معلومه نه ده چې نړیواله ټولنه به د "اسلامي امارت" په نوم احتمالي چاپیدونکي پاسپورټونه ومني که څنګه؟