د ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
![د ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې](https://gdb.rferl.org/00ed0000-0a00-0242-3e9d-08d988b60a75_w800_h450.jpg)
د ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو نن په تاشکند کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف او د هغه ترکمن ساري قربان قلي بیردي محمداوف وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې منځنۍ اسیا د پرمختګ کیلي ده.
دواړو ولسمشرانو خبریالانو ته وویل چې پر هغو پروژو کار ته دوام ورکړي چې له افغانستان سره تړلې دي.