ننګرهار کې د ځڼغوځیو حاصلات ۲۵ سلنه زیات شوي
![ننګرهار کې د ځڼغوځیو حاصلات ۲۵ سلنه زیات شوي](https://gdb.rferl.org/63ED9E5D-31D2-4B84-8E52-B3602A13B873_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
د ننګرهار د کرنۍ، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست وايي، روان کال د تېر کال پرتله دغه ولایت کې د ځڼغوځیو په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
مولوي عبدالستار محمد نن پنجشنبه (د تلې په ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل، د دغه ولایت په حصارک، شېرزاد، خوګیاڼو، پچیر اګام،هسکې مېنې، کوټ او اچین کې شااوخوا ۷۸۴ ټنه د ځڼغوځیو حاصل ترلاسه شوي، خو نوموړي و نه ویل چې تېرکال له دغو ولسوالیو څخه په څومره کچه د ځڼغوځیو حاصلات راټول شوي وو.
د ښاغلي محمد په وینا په ننګرهار کې ۱۱۶۹۰ هکتاره ځمکه د ځڼغوځیو ځنګلونو پوښلې ده.
په ورته وخت کې د ځڼغوځیو کاروباریان بیا له سوړ مارکیټ شکایت کوي او وايي، روان کال بهر ته د ځڼغوځیو صادرات کم شوي او ان په نشت حساب دي.
په تېر حکومت کې تر ډېره د افغانستان ځڼغوځي ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول چین ته صادرېدل.