د ټوکو بادشاه عمر شريف خاورو ته وسپارل شو
![د ټوکو بادشاه عمر شريف خاورو ته وسپارل شو](https://gdb.rferl.org/6063e127-e8c7-47b7-bfbd-7b9acd2dee85_tv_w800_h450.jpg)
د پاکستان مشهور ټوکمار، د ټېلېویژن او سټېج اداکار عمر شریف د اکتوبر پر شپږمه په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو. عمر شريف د اکتوبر پر دويمه په جرمني کې ومړ. ۶۶ کلن عمر شريف په جنوبي اسیا کې د ټوکو ټکالو لپاره مشهور وو. د نوموړي په مرګ پاکستاني اداکارانو، سياستوالانو او د بالییوډ اداکارانو هم خپګان څرګند کړی. د اسشییېټېډ پرېس اژانس ويډيويي رپورټ.