د افغانستان کرکټ ملي ټیم له قطر متحده عربي اماراتو ته روان دی
![د افغانستان کرکټ ملي ټیم له قطر متحده عربي اماراتو ته روان دی](https://gdb.rferl.org/A3842663-0A7A-48B5-8C0B-02EA141A1D3B_w800_h450.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ وايي د ملي ټیم لوبغاړي قطر ته رسېدلي او ژر به متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.
متحده عربي امارات د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام کوربه دی چې تمه ده په ۱۰ ورځو کې پیل شي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي قطر ته راورسېدل. افغان لوبغاړي به ډېر ژر له قطر څخه عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي څو هلته په نړیوال جام کې ګډون وکړي. افغان ټیم د نړیوال جام لپاره په بېلابېلو برخو کې خپل تمریناتي کمپونه ترسره کړي او له بشپړ چمتووالي سره به په نړیوال جام کې ولوبېږي."
د شل اوریز کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۲۵مه ده چې لا یې سیال نهدی معلوم، خو په دوهمه لوبه کې د اکټوبر په ۲۹مه له پاکستان سره مخ کېږي.
افغان ټیم به د نړیوال جام په ګروپي او ۱۲ غوره دور کې ټولټال پنځه لوبې ولري او د بریا په صورت کې به مخته ځي او د نورو لوبو چانس به هم خپل کړي.