د نازي رژیم د شاقه کارونو د یو کمپ ۱۰۰ کلن ساتونکی محاکمه کېږي
![د نازي رژیم د شاقه کارونو د یو کمپ ۱۰۰ کلن ساتونکی محاکمه کېږي](https://gdb.rferl.org/B8ABD9CB-59F1-4142-AF92-92607FA9AAC5_w800_h450.jpg)
د جرمني د نازي رژیم د شاقه کارونو د یوه کمپ سل کلن ساتونکی نن محاکمه کېږي.
دی تر ټولو پوخ عمره کس دی چې د جرمني د نازي رژیم د جرمونو په تور محاکمې ته حاضریږي.
جوزف اېس د ۱۹۴۲ تر ۱۹۴۵ کلونو پورې د برلین په شمال کې د ساکسن هاوزن په کمپ کې د ۳۵۱۸ کسانو له وژنې سره په عمدي یا اختیاري مرسته باندې تورن دی.
سره له دې چې د جوزف عمر ډېر زیات دی، خو د راپورونو له مخې روغتیا یې ښه بلل شوې او له هغه د پوښتنو ګروېږنو موده په ورځ کې تر شااوخوا دوو ساعتونو رسېږي.
د هغه پر وړاندې مشخص تورونه دا دي چې د پخوانۍ شوروي د بندیانو په اعدام او د ګازو پر مټ د بندیانو په وژنه کې لاس لري.