یو اېن اېچ سي ار: جګړو یوازې سږکال افغانستان کې شااوخوا ۷۰۰ زره کورنۍ بېځايه کړي
![یو اېن اېچ سي ار: جګړو یوازې سږکال افغانستان کې شااوخوا ۷۰۰ زره کورنۍ بېځايه کړي](https://gdb.rferl.org/9507f6e9-931f-41ea-9616-4c1bc4ae8c45_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر (یو اېن اېچ سي ار) وايي، یوازې سږ کال په دغه هېواد کې وروستيو جګړو شااوخوا ۷۰۰ زره کورنۍ بېځايه کړې دي.
په افغانستان کې د یاد دفتر ویاند نادر فرهاد نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د تلې ۱۵» ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې جګړې په دې وروستيو کې کمې شوي، خو لا هم بېځايه شوې کورنۍ په سخت حالت کې ژوند کوي.
د ښاغلي فرهاد په وينا، د شااوخوا ۷۰۰ زره بېځايه شويو کورنيو له ډلې نن پنجشنبه ۶۷۰ کورنۍ له کابله د «یو اېن اېچ سي ار» دفتر په مرسته خپلو ولايتونو ته استول کېږي.
د ده په وينا دغه لړۍ به د روانې ميلادي مياشتې تر ۱۰مې نېټې پورې دوام وکړي.
ښاغلی فرهاد زیاتوي: "موږ له پخوا د بېځایه شویو په اړه اندېښنې درلودې او لرو یې، موږ نن د هغو کورنیو چې غواړي په خپله خوښه بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي د لېږد پروسه پیل کړه، د دې پروسې په لومړۍ برخه کې تر راتلونکې درې ورځو پورې شااوخوا ۳،۰۰۰ کسان موږ خپلو اصلي ولایتونو ته انتقالوو."
د نوموړي د معلوماتو له مخې په دغه کورنيو کې د کندز، بغلان، تخار، لغمان او بدخشان ولايتونو بېځایه شوي شامل دي.
په افغانستان کې د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ دفتر وايي، هغه کورنۍ چې خپلو اصلي مېنو ته استول کېږي د لارې کرايه، د لومړنيو خوراکي توکو يوه بسته او نغدې پیسې ورکول کېږي.
«یو اېن اېچ سي ار» په داسې حال کې دا اقدام کوي چې لاهم په کابل کې د زياتو ولايتونو بېځايه شوې کورنۍ پرتې دي.
په کابل کې له کندز او تخار ولایت څخه راغلي کورنيو له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپل سخت ژوند په اړه وايي.
له کندز ولایت څخه کابل ته راغلې هدیه وایي، شپږ میاشتې کېږي چې بېکوره او بېاوره دي.
هدیه وايي: "شااوخوا دوه کاله کېږي زما مور فلج ده، ورور مې د ملا ډسک لري، دوه نور وروڼه مې واړه دي، پلار مې کراچۍ چلوي، زموږ په کورنۍ کې ۷ کسان یو، هېچچا له موږ سره مرسته نهده کړې، کاش چې له موږ سره مرسته وشي او زما مور بېرته روغه شي."
دا په داسې حال کې ده چې یوازې په وروستیو څو میاشتو کې په زرګونه کورنۍ د جنګونو په زیاتېدو کابل ته کډه شوې وې.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر ویلي، تر دې مخکې یې درې لکه او ۸۰ زره افغانانو ته اړینې بشري مرستې رسولې دي.
د راپورونو پر بنسټ د تېرو څو کلونو جګړو په موده کې څه باندې درې نیم ملیونه افغانان بېځایه شوي چې پهکې یوازې اووه لکه د سږ کال دي.