کونړ کې 'فرصت' ښوونیز مرکز: په بېلابېلو برخو کې مو ۷ زره کسان روزلي
![کونړ کې 'فرصت' ښوونیز مرکز: په بېلابېلو برخو کې مو ۷ زره کسان روزلي](https://gdb.rferl.org/00c30000-0a00-0242-4e97-08d9897cc6de_cx0_cy15_cw0_w800_h450.jpg)
په کونړ کې د 'فرصت' په نوم د وړیا زده کړو، د مرکز له خوا په اسعداباد او څو ولسوالیو کې سلګونو ځوانانو ته د کمپیوټر، حرفوي زده کړو او کانکور ته د چمتوالي فرصت برابر شوی دی.
په کونړ کې د 'فرصت' وړیا زده کړو مرکز مسولین وايي، اوسمهال په مرکز اسعداباد او درېیو ولسوالیو کې د کانکور لپاره د چمتوالي، کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ویناوالۍ او ژورنالېزم برخو کې ۱۱۵۰ ځوانان پر زده کړو بوخت دي.
د دوی په خبره چې یاد کورسونه د بهر میشتي کونړي سوداګر شوکت زماني پر مالي مرسته چلېږي.
په کونړ کې د فرصت وړیا زده کړو مرکز مشر احسان الله احساس ازادي راډیو ته وویل، یاد مرکز په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې رامنځته شوی چې تراوسه یې په زرګونه ځوانان او پېغلې په بېلابېلو برخو کې روزلي دي.
احساس زیاته کړه: "موږ له هغه مهاله تراوسه په زرګونه خویندې او ورونه روزلي او وړیا تعلیم مو ورکړي دي. د کونړ 'فرصت' مرکز کې اوس مهال د انګلیسې ژبې، د معلوماتې ټېکنالوژۍ، د ژورنالېزم، د املا او انشا څانګې لرو. له دې وړاندې مو حرفوي زده کړې هم درلودې چې په کې د خیاطۍ، برق، د موبایل سافټ ویر او هارډ ویر شامل و."
د احساس په خبره چې په افغانستان کې د نوي بدلون راتګ سره يې د نجونو لپاره د خیاطۍ او نورې برخې بندې دي او هیله لري چې طالب چارواکي په ټول افغانستان کې د ښځو تعلیم او کار کولو ته اجازه ورکړي چې ورسره به دوی هم بېرته خپلې بندې څانګې پرانېزي.
ځوانان په دې خوښ دي چې ورته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوې ده.
امان الله نورزی وايي: "د ویناوالۍ برخې زده کوونکی یم. له شوکت زمانې څخه مننه کووم چې موږ ته يې د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده. دلته په بېلابېلو برخو کې زده کړې کېږي، که هغه کمپيوټر دی، که هغه کانکور ته چمتوالی او که د انګلیسې او یا نورې برخې دي. غریب خلک ډېر دي او شخصي کورسونو ته لاس رسی هم نه لري."
عبادالله هم ورته نظر لري: "زه دلته د انګليسي ژبې زده کړې ته راځم. موږ ته وړیا زده کړې راکول کېږي. دا یو ښه کورس دی، ښه او تجربه لرونکي ښوونکي لري او په هره برخه کې موږ ته په ډېر اخلاص درس راکوي."
د پوهنې ریاست چارواکي هم د 'فرصت' وړیا کورس د خپلو زده کوونکو د پرمختګ لپاره اړین بولي او وايي، د شوکت زماني د هڅو په برکت له دولسمو ټولګیو څخه زیات فارغان په تېرکانکور کې د خپلې خوښې پوهنځیو ته بریالي شوي دي.
د پوهنې ریاست تدريسې مرستیال عبدالقهار اخُندزاده ازادي راډیو ته وویل:"فرصت په تېرو څلورو کالو کې په بېلابېلو برخو کې زموږ ۷۰۰۰ شاګردان روزلي دي. تقریباً په تېرکال کې زموږ له لېسو ۹۸سلنه فارغانو او په سږني کانکور کې سل سلنه لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړې ده. نو زه ځکه وایم چې دغه کورسونه د معارف د پرمختګ لپاره ډېر ګټور دي."
د عبدالقهار اخُندزاده په خبره چې د شوکت زماني ترڅنګ فاروق ساپی او عبدالغفور اکبر چې بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي هم په کونړ کې د پوهنې په برخه کې همکارې کوي او له نورو بډایه کسانو هم غواړي چې د تعلیم په عامولو کې ورسره مرسته وکړي.
نږدې پنځه کاله پوره کېږي چې د 'فرصت' په نوم ښوونېزمرکزد بهرمیشتي کونړي سوداګر شوکت زماني له خوا پرانیستل شوی چې تراوسه يې په یاد ولایت کې ۷۰۰۰ ځوانانو ته د کانکور چمتوالی، انګلیسې ژبې، کمپيوټر، ویناوالۍ ، ژورنالېزم او نورو برخو کې زده کړې ورکړي دي.
د فرصت روزنیز مرکز د کونړ سربېره په کندهار، ارزګان، هلمند او زابل ولایتونو کې هم زده کوونکو ته د وړیا زده کړو فرصت برابر کړی دی.