انګېلامېرکل د جرمني د صدراعظمې په توګه اسرائیلو ته ځي
![انګېلامېرکل د جرمني د صدراعظمې په توګه اسرائیلو ته ځي](https://gdb.rferl.org/e1de7d28-7607-44a4-9dfd-932f732c3534_cx0_cy1_cw0_w800_h450.jpg)
انګېلامېرکل چې د جرمني صدراعظمې په توګه یې دنده پای ته رسېدلې ده، نن اسرائیل ته ځي.
مېرمن مېرکل به د دې سفر پر مهال د اسرائیل له ولسمشر اسحق هیرځوګ او صدراعظم نفتالي بینېت سره وګوري.
اسرائیل ته د مېرمن مېرکل سفر لومړی په اګسټ میاشت کې پلان شوی و، خو د افغانستان د جریاناتو له کبله دا سفر لغوه شو.
ټاکل شوې د سېپټمبر میاشتې په انتخاباتو کې د جرمني انتخابي حکومت ډېر ژر د چارو واګي ترلاسه کړي او د انګېلامېرکل د کار اوږده موده پای ته ورسېږي.
د خدای په امانۍ د سفرونو په لړ کې مېرمن مېرکل د تېرې اوونۍ په پیل کې د پاپ د لېدو لپاره واتیکان ته ولاړه.